د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

یوناما تر شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو د ښوونځیو بندېدل تبعیض وباله


ارشیف، د افغان نجونو یو ټولګی
ارشیف، د افغان نجونو یو ټولګی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مرستیالې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بندېدل تبعیض وباله.

په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو د غبرګون په دوام د یوناما مرستیالې مته نوډسن ویلي چې له تبعیضه د دې ډکې پرېکړې اغېزې به د افغانو په راتلونکو نسلونو اوږدمهاله او پراخې وي، همداراز به د لوږې پر پراختیا بې‌اغېزې نه‌وي.

تر ۲۰۰ ورځو واوښتې چې دا ښوونځي لاهم بند دي.

مېرمن نوډسن د اروپا او نړیوالو چارو په انسټیټیوټ کې انلاین غونډې ته پرون د طالبانو د دې پرېکړې د منفي پایلو په تړاو خبرې وکړې او دا یې هم وویل چې د طالبانو له دوهم ځلي واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې د حکومتوالۍ چارې هم څرګندې نه‌دي.

دې زیاته کړه چې لویې پرېکړې د طالبانو په سرپرسته کابینه کې نه، بل ځای د دوی له لوري نیول کېږي.

ارشیف، د افغان نجونو یو ټولګی
ارشیف، د افغان نجونو یو ټولګی

طالبانو د کب په میاشت کې ژمنه کړې وه چې د ورې په درېیمه به د نجونو او هلکانو ښوونځي پرانیزي، خو په همدې ورځ‌یې له شپږم ټولګي پورته نجونې پرې نه‌ښودې چې درسونو ته کېني.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي دي چې په دې برخه کې د خپل مشرتابه جامع طرحې ته انتظار دي.

بېلابېل بنسټونه د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کوي، په دې ترڅ کې تازه د بشري حقونو د څار ډلې د ښځو د برخې مشرې هیدر بار ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان په ټوله نړۍ کې یوازنی هېواد دی چې په‌کې نجونې ښوونځيو ته نه‌ځي.

بشري حقونو ته پاملرنه په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونو ته د نړیوالې ټولنې یو اساسي شرط دی چې د طالبانو سرپرسته اداره په رسمیت وپېژني.

XS
SM
MD
LG