د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

د اروپايي ټولنې نوی ځانګړی استازی: افغانستان کې باید تاوتریخوالی پای ته ورسېږي


د کابل لوېدیځ کې د تېر ماښام د چاودنې له امله سوځېدلي وسایط
د کابل لوېدیځ کې د تېر ماښام د چاودنې له امله سوځېدلي وسایط

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوي ځانګړي استازي ویلي، په افغانستان کې باید تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

توماس نېکل­سن ویلي، د سولې مذاکرې باید پر طرزالعمل له بحثونو، اساسي بحثونو ته داخلې شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په یوه اعلامیه کې د ښاغلي نېکل­سن په حواله ویلي، د روانې جګړې زیات زیان ملکیانو ته اوړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ نن جمعه په یوه اعلامیه کې د توماس نېکل­سن (Tomas Niklasson) له قوله ویلي: "په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه په وتلو دي، اروپايي ټولنه په افغانستان کې د پاتې کېدو هوډ لري او له افغانانو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي."

ده ویلي چې د دې کار د ترسره کېدو لپاره اړتیا ده چې د سولې پروسه پرمختګ وکړي او جګړې پای ته ورسېږي.

ښاغلي نېکل­سن تېره اوونۍ اروپایي پارلمان ته په وینا کې ویلي وو: "له افغانانو سره زموږ ژمنه نه‌ده بدله شوې، خو حالات د بدلېدو په حال کې دي."

ده زیاته کړې وه، اداره‌یې هڅه کوي ځان له نویو بدلونونو سره عیار او په یوه نوي چاپېریال کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

کله چې امریکايي ځواکونه د طالبانو او واشنګټن د موافقې له مخې د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه په بشپړ ډول ونه‌وتل، د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ په قطر کې روانې مذاکرې ټکنۍ شوې.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د اپرېل میاشتې پر ۱۴مه اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونه به د اپرېل له لومړۍ د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي.

تر دغه اعلان وروسته د دولت او طالبانو مذاکره کوونکو د کوچني اختر پر مهال یو وار سره غونډه کړې وه.

د افغانستان د دولت او طالبانو مذاکره کوونکو د تېر ۲۰۲۰م کال په سپټمبر میاشت کې بین‌الافغاني مذاکرې پیل کړې، خو دواړه لوري له میاشتو میاشتو مذاکرو وروسته هم پر اوربند نه‌دي سلا شوي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه

په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خونړۍ پېښې شوي چې تر ټولو خونړۍ یې د لوګر په مرکز پل علم کې د ۱۲مو ټولګیو پر فارغانو او د کابل په دشت برچي کې سید الشهدا ښوونځي ته څېرمه خونړۍ حملې وې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي نېکل­سن د سید الشهدا له پېښې د بچ پاتو شویو زده‌کوونکو په ګډون له ښځو او نجونو سره خپلې لومړنۍ کتنې پیل کړې دي.

د اعلامیې له مخې، نېکل­سن ویلي، په افغانستان کې له عمده ګواښونو سره سره د افغانانو قوي هوډ حیران کړی دی.

ده زیاته کړې، له افغانانو سره په زیاتو کتنو او بحثونو کې ورته دا څرګنده شوې چې افغانان د خپل هېواد جوړولو ته لا هم هوډمن دي.

د اعلامیې په حواله ښاغلي نېکل­سن له ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او نورو چارواکو سره په خپلو کتنو کې د افغانستان د سولې په پروسه کې د اروپايي ټولنې پر نقش هم خبرې کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG