د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۶

اروپایي ټولنه: افغانستان سره د نړیوالو ځواکونو تر وتو وروسته هم ملاتړ ته دوام ورکوو


له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې یو جګپوړی چارواکی وایي، دا ټولنه به له افغانستان سره ولاړه وي او له دې هېواده د ځواکونو له وتلو وروسته به هم د نویو شرایطو په چوکاټ کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ځانګړې استازولۍ سرپرست توماس نېکلسن د اروپایي ټولنې د دوامداره همکارۍ ډاډ اروپایي پارلمان ته په وینا کې چې یوه برخه‌یې پرون په خپله ټویټرپاڼه کې ایښې، ورکړی دی.

ده ویلي: "په داسې حال کې چې ځواکونه وځي، زموږ نیت پاتې کېدل دي. زموږ پالېسي نه‌ده بدله شوې، زموږ مأموریت نه‌دی بدل شوی، له افغانانو سره زموږ ژمنه نه‌ده بدله شوې، خو حالات د بدلېدو په حال کې دي. موږ دې ته اړتیا لرو چې دا مسئله یقیني کړو چې له دغو بدلونونو سره ځان عیار کړو ترڅو وکولای شو خپلې ښکېلتیا ته دوام ورکړو او په یو څه نوي چاپېریال کې خپلو مرستو ته دوام ورکړو."

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ځانګړې استازولۍ سرپرست دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې سبا سې شنبه د ناتو د دفاع او بهرنیو چارو وزیران به په غونډه کې د افغانستان پر موضوع هم خبرې وکړي.

د ناټو یو شمېر اروپایي غړو هم له دې مخکې له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام خبره کړې او د دې تړون سرمنشي ینس سټولټنبرګ تېره اوونۍ د پرتګال له صدراعظم سره تر کتنې وروسته یو ځل بیا دغه ژمنه تازه کړه او ویې‌ویل چې ناټو له افغانستان سره دوامداره همکارۍ ته ژمن دی.

سټولټنبرګ وویل په دغه همکارۍ کې د افغان ځواکونو د روزنې او د دغو ځواکونو د مالي ملاتړ دوام او د یوې تلپاتې سولې لپاره د ټولو هڅو ملاتړ شامل دي.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې له مخې ټول امریکایي ځواکونه به د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي.

د ناټو نورو غړو هم ویلي چې یوځای افغانستان ته تللي او یوځای به له دې هېواده وځي.

ارشیف، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ
ارشیف، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ

له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د دولت نړیوال ملاتړي د دې ترڅنګ چې له دې هېواد او امنیتي ځواکونو سره‌یې د مرستو د دوام ډاډ ورکوي، د دې هېواد راتلونکي وضعیت ته هم اندېښنه لري.

دغه اندېښنه افغان ولسمشر اشرف غني هم د تېرې جمعې په ورځ کابل پوهنتون ته په یوه سمینار کې چې یوه لنډه برخه‌یې پرون د جمهوري ریاست په ټویټرپاڼه کې خپره شوې، ښکاره کړه.

ولسمشر غني د ټولې سیمې ثبات د افغانستان په ثبات پورې وتاړه او ویې‌ویل: "دوه سولې افغانستان ته ضروري دي. یو له پاکستان سره سوله او بل له طالبانو سره سوله. دا یو له بله نه‌بېلېږي او دلته ضرور ده چې موږ یوه مشترکه ژبه پیدا کړو. که خدای مه‌کړه افغانستان وښورېد. دې هېواد د پېړیو په اوږدو کې ښکاره کړې چې یا د سیمه‌ییز ثبات مرکز کېږي یا هم د بې‌ثباتۍ مرکز."

افغان ولسمشر اشرف غني وویل، دی جګړه نه‌غواړي، بلکې غواړي سوله وکړي او زیاته‌یې کړه چې انتخاب د نورو دی او دغه انتخاب دې په ګټه وکړي او له رامنځته شوي فرصت څخه دې استفاده وکړي.

افغان ولسمشر له دې مخکې له وسله‌والو طالبانو سره د سولې لپاره د یو لړ نورو شرطونو ترڅنګ د جمهوري نظام پر پایښت ټینګار کړی او هغه‌یې سره کرښه یاده کړې، خو طالبانو چې په دې وروستیو کې یې حملو ته زور ورکړی، بیا د یوه نوي سیاسي نظام خبره کړې ده.

XS
SM
MD
LG