د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

کابل کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت یوه لویه اډه دفاع وزارت ته وسپارل شوه


د نوي کابل پوځي کمپ نن رسما د ملي دفاع وزارت ته وسپارل شو
د نوي کابل پوځي کمپ نن رسما د ملي دفاع وزارت ته وسپارل شو

افغان امنیتي ځواکونو ته د بهرنیو خواکونو د اډو سپارل روان دي.دفاع وزارت ویلي، د بهرنیو ځواکونو یوه اډه چې په نوي کابل کې وه، د جمعې په ورځ افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.

د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل، د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت په دغه مهمه اډه کې زرګونه بهرني ځواکونه مېشت وو.

ښاغلي احمدزي وویل، افغان ځواکونو ته د دغې اډې سپارل، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پروګرام یوه برخه ده.

د ده په خبره د بهرنیو ځواکونو اډې یو بل پسې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته سپارل کېږي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی

ښاغلي احمدزي دا هم وویل چې دا لړۍ به ډېر ژر پای ته ورسېږي او د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه به د مستحکمو اډو له کموالي سره مخ نه شي: "پرون د کابل نوی پوځي کمپ په رسمي توګه دفاع وزارت ته وسپارل شو، په دې کمپ کې په زرګونه بهرني ځواکونه مېشت وو چې د ناټو په چوکاټ کې یې د افغانانو د امنیت د تأمینولو او له ترورېزم سره د مبارزې برخه کې یې فعالیت کاوه، د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه په ځانګړي ډول دفاع وزارت پرون دغه کمپ تسلیم شو چې وروسته له دې به یې کنټرول موږ سره وي."

ښاغلي احمدزي وویل، د دې او داسې نورو کمپونو په سپارلو سره به افغان ځواکونو ته د یو میلیارد ډالرو په ارزښت تجهیزات هم وسپارل شي او به خبره یې د دې کار لپاره د دواړو لوریو له خوا یوه کمېټه هم ټاکل شوې ده.

د امریکا د پرېکړې له مخې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د مې د میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوې او دا لړۍ به د روان میلادي کال د سېپټمبر تر ۱۱مې پورې ادامه ولري.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم، افغان ځواکونو ته د هغو د کمپونو سپارل هم پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG