د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

سټولټنبرګ: د ۳۰ هېوادونو دا تړون 'ناټو' افغان ځواکونو سره همکاریو ته ژمن دی


افغان امنیتي ځواکونه
افغان امنیتي ځواکونه

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ تر یوې اوونۍ په لنډه موده کې د دوهم ځل لپاره وویل چې د ۳۰ غړېو هېوادونو دا تړون له افغان ځواکونو سره دوامداره همکاریو ته ژمن دی.

د ناټو سرمنشي پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۵مه) د پرتګال له صدراعظم انتونیو کاستا سره په پلازمېنه لېزبن کې په ګډه خبري غونډه کې د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان مساله یاده کړه.

سټولتنبرګ وویل: "موږ همدا راز د افغانستان په اړه خبرې وکړې، د هغه ځای په باره کې چې زموږ د ځواکونو ایستل په همغږۍ ادامه لري. په ورته وخت کې ناټو له افغانستان سره دوامداره همکاریو ته ژمنه ده چې په دې کې د افغان ځواکونو روزنه او د هغوی مالي ملاتړ شامل دی. همدا راز د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوو چې د باثباته سولې لپاره وي."

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

ناټو درې کاله مخکې په بروکسل کې د خپلې سرمشریزې پر مهال ژمنه کړې وه چې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته به د ۲۰۲۴ میلادي کال تر اخره دوام ورکړي.

ناټو تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې هرکال د پنځه میلیارډه ډالرو مرستو ژمنه کړې وه چې د افغانستان د ماليې وزارت په وینا دا مرستې د افغان ځواکونو پر معاشونو او یوه برخه یې دې سرتیرو ته د مهماتو او تجهیزاتو په برابرولو لګول کېږي، خو د ناټو سرمنشي څلور ورځې مخکې په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر امانوېل مکرون سره په ګډه خبري غونډه کې له افغان ځواکونو سره د اوږدمهاله مرستو د چمتو کولو د پلان خبره کړې وه او ویلي یې و چې د ناټو مرستې تر درېیو محورونو راڅرخي:

  • لومړی افغان ځواکونو ته سلامشوره ورکول، د هغوی ظرفیتونه لوړول او د دې ځواکونو دوامداره مالي ملاتړ چمتول کول.
  • دوهم د افغان ځانګړیو ځواکونو روزنې ته پاملرنه چې په بهر کې یې وروزي.
  • او درېیم د کابل د هوایي ډګر د فعالیت په شمول د خدمتونو وړاندې کول.

ښاعلي سټولټنبرګ ویلي دي چې ناټو د دغو مرستو لپاره د بودجې د برابرولو او د پلان جوړولو په حال کې ده.

جان کربي ویلي، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره به د امریکا همکاري ادامه پيدا کړي، خو په بله بڼه.
جان کربي ویلي، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره به د امریکا همکاري ادامه پيدا کړي، خو په بله بڼه.

بل لور ته د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي خبري غونډې ته وویل چې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره به د متحد ایالاتونو همکاري ادامه پيدا کړي، خو بڼه به یې نوې وي.

امریکا او ناټو په داسې وخت کې له افغان ځواکونو سره د مرستې ژمنې کوي چې د دغه تړون او امریکا ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي او نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو شمېر پوځي چارواکو په وینا چې نومونه یې نه دي اخېستي خبر ورکړی چې نړیوال ځواکونه به ښایي د جولای تر نیمایي له افغانستانه ووځي، یعنې تقریباً دوه میاشتې تر کړې ژمنې مخکې به دا سرتیري افغانستان پریږدي.

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن تېره میاشت ویلي و چې د سېپټمبر تر ۱۱مې به له افغانستانه د ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شي.

XS
SM
MD
LG