د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

خلیلزاد: طالبان دې له جګړې او سولې یو وټاکي


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، طالبان یې پوهولي چې له نظامي لارې روانه جګړه نه‌شي ګټلای.

زلمي خلیل‌زاد د جرمني له شپېګل مجلې سره په مرکه کې ویلي، طالبان له دوو ټاکنو یعنې سولې او جګړې څخه د یوه انتخاب حق لري.

خلیل‌زاد زیاتوي، طالبانو روانه اوونۍ له بریتانیوي او جرمني استازو سره خبرو کې اعتراف کړی چې د افغانستان شخړه نظامي حل نه‌لري او سیاسي هوکړه کولی شي چې دا بحران پای ته ورسوي.

خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د استانبول غونډه د طالبانو لپاره هغه ازمېښت بللی چې په خبره یې و به ښيي چې ایا دا ډله غواړي د خبرو له لارې روانه جګړه پای ته ورسوي که نه؟

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

ښاغلي خلیل‌زاد شپېګل مجلې سره خبرو کې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په اړه هم اندېښنه ښودلې او د سولې خبرو په چټکتیا او جدي کېدو یې ټینګار کړی دی.

خو خلیل‌زاد دا هم ویلي چې طالبان د سولې خبرو د پرمختګ او د استانبول په غونډه کې د ګډون وړاندې د خپلو بندیانو ازادي او ترخوا یې له تورو نوم‌لړونو د خپلو مشرانو د نومونو ایستل غواړي، هغه څه چې ښکاره د افغان حکومت له مخالفت سره مخ دي.

که طالبان له نظامي لارې د واک ترلاسه کولو هڅه وکړي، منزوي به شي

زلمي خلیل‌زاد په افغانستان د سولې لپاره د سیاسي اجماع پر پیاوړتیا ټینګار کړی، خو اندېښنه یې هم ښودلې، که سیاسي مشران یوه خوله نه‌شي او هر یو یې د ۹۰مې لسیزې په څېر جلا لار غوره کړي، دا به طالبانو ته هم زمینه برابره کړي چې د نظامي لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي خلیل‌‌زاد د سې‌شنبې (د غويي ۲۷مه) په ورځ د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټه کې هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا پر تګلاره خبرې وکړې.

ښاغلي خلیل‌زاد په خپلو خبرو کې هغه اندېښنه هم بې‌ځایه وبلله چې ګنې د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته به، افغان پوځ له‌منځه ولاړ شي او طالبان به بیا واک ته ورسېږي.

زلمي خلیل‌زاد وویل، د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان د جګړې او د جګړې له لارې واک ته د رسېدو لپاره هېڅ دلیل نه لري: "طالبان د راتلوونکي په اړه له دوو بېلابېلو بنسټیزو ټاکنو سره مخ دي. دوی د خبرو له لارې د سولې لار غوره کولی، خپل وسله‌وال په سیاسي ډله بدلولی او د هغې ټولنې برخه کېدلی شي چې په نړیواله کچه یې درناوی کېږي، خو که طالبان له نظامي لارې د واک ترلاسه کولو هڅه وکړي، منزوي به شي، له سیمه‌ییز او نړیوال مخالفت او بندیزونو سره به مخامخ شي. له افغان حکومت او افغان ځواکونو نه به د امریکا او د متحدینو ملاتړ دوام ولري."

که څه هم زلمي خلیل‌زاد په دې غونډه کې وویل، طالبان غواړي سیاسي حل ته ورسېږي، خو د کانګرس یو شمېر غړو د سولې په اړه د طالبانو په ارادې شک وښود.

جمهوري غوښتونکی سناتور مایکل مککانل وايي: "نږدې داسېداسې برېښي چې طالبان د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هڅه کوي دا هېواد ونیسي او د سېپټمبر ۱۱مې تر پېښو وړاندې وضعیت ته یوسي. دوی له اوسه خپلو بریدونو، د نويو سیمو او پوځي مرکزونو نیولو ته زور ورکړی."

جمهوري غوښتونکی سناتور مایکل مککانل
جمهوري غوښتونکی سناتور مایکل مککانل

خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د طالبانو له‌خوا د دې ډول تاوتریخوالي په مخنیوي کې د پاکستان ونډه مهمه بولي.

خلیل‌زاد زیاته کړه، پر پاکستاني مشرانو فشار راولي چې پر طالبانو له خپل اغېز په ګټې دا ډله وهڅوي چې تاوتریخوالی را کم کړي.

هغه دا هم وویل چې پاکستاني چارواکو داسې یو سند لاس‌لیک کړی چې پر بنسټ، د امارت د بیا راتګ مخه نیول کېږي او افغانستان کې واک د سیاسي لارې لېږدول کېږي.

خلیل‌زاد هیله وښوده چې پاکستان به په دې برخه کې خپلې ژمنې کړي خو ویې نه ویل چې نه دا سند د چا چا تر منځ لاسلیک شوی دی؟

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت هم په تمه ده دی چې پاکستان د افغانستان د سولې په برخه کې خپلې ژمنې عملي او په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.

XS
SM
MD
LG