د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

هېواد ورځپاڼه: افغانستان کې پردي جنګيالي او پردۍ جګړه!


ارشیف، یو شمېر مخ پټي جنګیالي
ارشیف، یو شمېر مخ پټي جنګیالي
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې ټینګار کړی چې د دولت عالي شورا لپاره مشورتي رول کافي نه دی. د لیکوال په وینا چې د دولت عالي شورا د ١٣٩٩ کال د ثور د ٢٨مې د سیاسي هوکړې پر بنسټ جوړیږي چې هدف یې سیاسي اجماع ده.

وړاندې راغلي چې د دغه اجماع د جوړولو دنده دا ده چې ولسمشر ته په ملي مسایلو کې سلا مشورې ورکړي او غړي به یې هم د سیاسي مشرانو او ملي شخصیتونو له منځه غوره کېږي.

د ليکوال د معلوماتو له مخې چې تر مشورې هاخوا دغې شورا ته هېڅ واک کې نه دی ورکړل شوی چې دا د دولت عالي شورا لپاره کافي نه ده او په خبره يې باید ورته د پرېکړو صلاحیت هم ورکړل شي که نه نو د ده باور د دولت عالي شورا مشورې به کوم ځای ونه نیسي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا له سیاسي مشرانو سره د ولسمشر له غونډو د یوې باخبرې سرچینې له قوله لیکلي چې د دغې شورا د غړو د لېست د وروستي کېدو لپاره بحثونه روان دي او د دولت عالي شورا ډېری غړي به د سیاسي ګوندونو مشران وي.

خو وړاندې په سرمقاله کې راغلي، لا معلومه نه ده چې د دولت عالي شورا به یوازې مشورتي رول لري او که د پرېکړې کولو صلاحیت به هم ولري چې د سرمقاله ليکونکي په وینا، په دې اړه بحثونه روان دي.

د سرچینې په وینا د دولت د عالي شورا د غړو نوملړ د همدې اوونۍ په پای کې وروستۍ کېږي او په وینا یې د دغې شورا ډېری غړي به د ګوندونو مشران وي.

  • هېواد

'پردي جنګيالي او پردۍ جګړه!' دا د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې وسله وال طالبان د افغان ولس بچيان دي، دوی د بېلابېلو لاملونو او پارونو له امله جګړې ته مخه کړې ده او دوی ته دا مفکوره له بهره په ځانګړي توګه له پاکستانه ورکول کېږي چې هلته په پراخه کچه د طالبانو لپاره هم تبليغاتي امکانات برابر دي او هم پوځي امکانات.

خو د لیکوال په وینا، په اصل کې اوس طالبان د سولې لپاره ډېر لېواله شوي، ځکه په خبره یې له کله چې بهرني ځواکونه مخ په وتلو دي، نو هغوی ته هر څوک دا خبره کوي چې له چا سره جګړه کوئ؟ او

طالبان په بنيادي توګه دې ته ځواب نه لري.

هېواد لیکي:

د طالبانو په جګړه کې هغوی ته مرګ ژوبله هم د افغان ولس لپاره غميزه ده، دا غميزه نه د زغملو ده او نه هم د منلو، خو جګړه تپل شوې جګړه ده او هغوی دې جګړه کې قرباني کېږي او کورنۍ يې خوارېږي، يعنې بيا هم د افغانانو کورنۍ خوارېږي.

ورځپاڼې همدارنګه ادعا کړې چې اوس له همدې امله د طالبانو په جامه او د طالبانو په ليکو کې بهرني په ځانګړي توګه پاکستانيان جنګ کوي.

لېکوال ټینګار کړی چې افغان حکومت دې په دې برخه کې د خپلو ستراتيژيکو ملګرو، نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو همکاري وغواړي او پر پاکستان دې فشار راوړي چې له جګړې لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG