د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

اروپا د 'کووېډ-۱۹' وبا په خاطر ځیني لګېدلي بندیزونه لیرې کوي


د اروپايي ټولنې پر بیرغ د کرونا ویروس ضد استرازینیکا واکسین
د اروپايي ټولنې پر بیرغ د کرونا ویروس ضد استرازینیکا واکسین

اروپا د 'کووېډ-۱۹' وبا په خاطر ځیني لګېدلي بندیزونه لیرې کوي، له دې ډلې بریتانیا چې کرونا په‌کې تر بل هر اروپايي هېواده ګڼ کسان مړه کړي تازه پرېکړه کړې ځیني محدودیتونه کم کړي.

د دې کار علت په دغه هېواد کې د کرونا د واکسین بریالی ترسراوی ګڼل شوی دی.

حکومت پرون اعلان وکړ له دې چې تر دې دمه واکسین ښه مخته تللی ورسره په کرونا د اخته خلکو شمېر او د مړینو کچه راټیټه شوې ده.

صدراعظم بورېس جانسون به نن د ورځې په اوږدو کې په دې اړه لا زیات جزئیات ورکړي. د راپورونو له مخې د محدودیتونو د کمښت د پلان په اساس به د مې له ۱۷مې یعنې راتلونکې دوشنبه په سرپټو صالونو کې فعالیتونو ته اجازه ورکړل شي.

حکومت له فبروري راهیسې چې د بندیزونو د کمولو لپاره‌یې څلور پړاویزه تدریجي پلان اعلان کړی د څو میاشتو په موده کې لاک ډون یا ښار بندیانې لیرې کړې دي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون

د بریتانیا د صدراعظم بورېس جانسون له دفتر په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "د مختګ نقشه پر ځای ده، زموږ د واکسین بریالی کمپاین به همداسې روان وي. په بریتانیا کې له درېیو-دوهمه برخه خلکو خپل لومړی دوز واکسین اخیستی او موږ په احتیاط، خو نه‌راستنېدونکې توګه د بندیزونو لیرې کولو ته کتلی شو."

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې بریتانیا د نړۍ په هغو ۱۰ هېوادونو کې دی چې ګڼ کسان په‌کې په کرونا اخته شوي. اوس وخت دا هېواد د مثبتو پېښو له مخې په ګرده نړۍ کې اووم ځای لري او په کرونا د ټول‌ټال اخته خلکو شمېر یې له څلور ملیونو څلور نیمو لکو اوښتی دی. له دې ډلې نږدې ۱۲۸ زره کسان مړه شوي.

د بریتانیا نور مُلکونه سکاټلند، وېلز او شمالي ایرلنډ کې به هر یو په خپله بڼه د 'کووېډ-۱۹' په خاطر د لګېدلو بندیزونو د کمولو لپاره لاس په کارېږي.

د اروپا په نورو ځایونو کې وروسته له هغه چې یو شمېر هېوادونه د کرونا درېیمې څپې وځپل اوس کرار کرار د بندیزونو د لیرې کولو هڅې کېږي.

اسپانیې د یکشنبې په ورځ شپږ میاشتنی بېړنی حالت پای ته ورساوه او ورسره سراسري د شپې ګرځ‌بندیز او له یوې بلې سیمې ته په سفرونو باندې محدودیتونه لیرې شول.

اسپانیا کې په کرونا ویروس مړ شوی کس د لېږدولو پر مهال
اسپانیا کې په کرونا ویروس مړ شوی کس د لېږدولو پر مهال

سره له دې چې د رستورانتونو، غونډو او مراسمو په سر لګېدلي محدودیتونه کم شوي، خو چارواکي خلکو ته خبرداری ورکوي چې د دولتي بېړني حالت پای دا معنی نه‌ورکوي چې په ځانونو پام ونه‌کړي.

اسپانیا کې د کرونا له څه باندې درې ملیون او دوه لکه او ۹۳ زرو ناروغانو نږدې ۷۹ زره کسان مړه شوي.

اخوا په جرمني کې اووه ملیونه کسان په بشپړه توګه واکسین شوي او له ګڼو محدودیتونو معاف شوي دي.

په چک جمهوریت کې هم د مې له ۱۰مې د ځینو محدودیتونو د کمولو خبره شوې چې په‌کې په وړو غونډو او یو شمېر نورو دکانونو بندیزونه کمېږي.

د سمندر هاغاړه په امریکا متحده ایالاتو کې هم د مثبتو پېښو او مړینو کچه مخ په ټیټېدو ده. هلته ۵۶ فیصده خلکو لږ تر لږه یو دوز واکسین ترلاسه کړی دی.

ځینو ایالتونو کې بیا له دې چې یو شمېر خلک‌یې واکسین نه‌غواړي یا ورځنۍ غوښتنې یې کمې شوي د 'کووېډ-۱۹' واکسینونه بېرته ستانه شوي.

د سپینې ماڼۍ د 'کووېډ-۱۹' سره د مبارزې د څانګې همغږي کوونکي جېف زاینتس پرون وویل چې چارواکي د لا زیاتو امریکایانو د واکسینولو په هڅه کې دي.

امریکا کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق لړۍ
امریکا کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق لړۍ

امریکا کې د نړۍ تر بل هر ځای کرونا ګڼ خلک نیولي او مړه کړي. هلته د جانز هاپکنز پوهنتون د نننیو شمېرو له مخې په کرونا د اخته خلکو شمېر ۳۲ ملیونه او اووه لکه او اتو زرو ته په رسېدو دی چې له ډلې یې نږدې ۵۸۲ زره کسان مړه شوي.

په واشنګټن کې یوه پوهنتون بیا اټکل کړی چې ښايي په امریکا کې د کرونا له لاسه د مړینو کچه تر نهو لکو تنو ورسېږي.

دې خوا د جَنوبي اسیا په تر ټولو لوی هېواد هندوستان کې بیا کرونا لا زیاته مخ په خپرېدو ده او د نورو انسانانو ژوند ګواښي.

هلته پرون د لومړي ځل لپاره په یوه ورځ د کرونا له لاسه د مړنیو شمېر له څلورو زرو کسانو واوښت. په ټول هند کې په کرونا د اخته خلکو شمېر ۲۲ ملیون، ۶۶۲ زره او ۵۷۵ کسانو ته رسېدلی چې له ډلې یې څه باندې ۲۴۶ زره کسان مړه شوي.

XS
SM
MD
LG