د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

ایران له سره صلیب هلته مېشت افغان کډوالو لپاره د کرونا ضد واکسین غوښتی


ارشیف، ایران کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق لړۍ
ارشیف، ایران کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق لړۍ

ایران د سره صلیب له نړیوالې کمېټې غوښتي چې هلته د مېشتو افغان کډوالو لپاره د کرونا دوه ملیون دوزه واکسین ورکړي.

ایراني رسنیو دا خبره د ایران د سره صلیب کمېټې د مشر کریم همتي په حواله خپره کړې ده.

همتي ویلي اوس وخت له دوو ملیونو تر درېیو ملیونو پورې افغانان په ایران کې هستوګن دي چې د کرونا واکسین ته اړتیا لري.

د ایران د سره صلیب کمېټې مشر زیاته کړې چې د سره صلیب له نړیوالې کمېټې یې رسماً د دغو افغان کډوالو د واکسینولو لپاره د دوه ملیون دوزه کرونا واکسین غوښتنه کړې، خو تر اوسه‌یې مثبت ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.

د راپورونو له مخې یوازې هغو افغان کډوالو ته واکسین ورکول کېږي چې د ایران په روغتیايي برخو کې په کار بوخت دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې په ایران کې د افغان کډوالو له ډلې یوازې یو لک او ۲۰ زره تنه‌یې روغتیايي بیمه لري.

XS
SM
MD
LG