د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

د هند پر صدراعظم فشار؛ د کرونا مخنيوي لپاره دې نور محدودیتونه ولګوي


د هند صدراعظم ناریندرا مودي
د هند صدراعظم ناریندرا مودي

د هند صدراعظم ناریندرا مودي له زیاتېدونکو فشارونو سره مخامخ دی چې د کرونا ویروس د مخنيوي لپاره نور محدودیتونه ولګوي.

ډېری صحي کارپوهانو، د اپوزیسیون مشرانو او د سترې محکمې قاضیانو پر حکومت غږ کړی چې د ټول هېواد په کچه په ښارونو کې ټولبند ولګوي.

د هند له ۲۸ فدرالي ایالتونو څخه له لسو زیاتو هغو یو لړ محدودیتونه لګولي، خو د ټول هېواد په کچه د ښارونو ټولبند نه دی اعلان شوی.

دا په داسې حال کې ده چې کرونا ویروس هند کې په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، په ډېرو ځایونو کې له روغتونونو هغه ناروغان اېستل کېږي چې یوازې د کووېډ- ۱۹ اعراض لري او د مړیو د ساتنې او خښولو لپاره ځانګړي ځایونه هم له ستونزو سره مخامخ دي.

هند په تېره یوه اوونۍ کې د کرونا درې میلیونه مثبت موارد او هره ورځ له درې زرو د زیاتو کسانو د مړینې پېښې ثبت کړي.

XS
SM
MD
LG