د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

توکیو او نورو برخو کې د کرونا له کبله لګول شوی بېړنی حالت تمدید شو


د جاپان یو شمېر اوسېدونکي د کرونا ویروس څخه د ځان ساتنې په هدف د ماسکونو د کارولو پر مهال.
د جاپان یو شمېر اوسېدونکي د کرونا ویروس څخه د ځان ساتنې په هدف د ماسکونو د کارولو پر مهال.

د جاپان په پلازمېنه توکیو او نورو برخو کې د کرونا ویروس له کبله لګول شوی بېړنی حالت تمدید کړای شو.

دا په داسې حال کې ده چې په جاپان کې د المپیک کېدونکو مسابقو ته تر درېیو میاشتو لږه موده پاتې ده.

صدراعظم یوشیهیده سوګا نن وویل، دا بېړنی حالت چې په پام کې و د مې میاشتې پر ۱۱مه پای ته ورسېږي، د همدې میاشتې تر پایه دوام کوي.

د جاپان د اقتصاد وزیر یاسوتوشي نیشيمورا پرون ویلي چې په توکیو او اوساکا کې د کرونا ویروس نوې پېښې لا هم په لوړه سطحه دي.

د تمدید شوي بېړنې حالت له مخې بارونه، رستورانتونه او نور ځایونه چې الکولي مشروبات په‌کې خرڅېږي تړلي وي. له خلکو هم غوښتل کېږي چې بې له ضرورته دې سفرونه نه‌کوي.

د سپورټ د بېلابېلو رشتو څه باندې ۱۱ زره لوبغاړي به په المپیک کې برخه واخلي. دا سیالۍ تېر کال د کرونا وبا له کبله وځنډول شوې.

جاپان له دې مخکې پرېکړه کړې وه چې د المپيک لپاره له بهره د نندارچیانو ورتګ منع کړي.

XS
SM
MD
LG