د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

فرانسې امریکا ته: د کرونا واکسین د محتویاتو پر صادراتو محدودیت ختم کړه


د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر، د امریکا له متحدو ایالاتونو وغوښتل چې د کرونا ضد واکسین او د دغه واکسین او د هغه د محتویاتو پر صادراتو محدودیت ختم کړي.

ایمانوئل مکرون پرون شنبه (د غويي ۱۸مه) د پرتګال په پورتو ښار کې د اروپايي ټولنې د مشرانو تر دویمې غیررسمي غونډې وروسته یوه کنفرانس ته وویل: "د امریکا له متحدو ایالاتونو په څرګنده غوښتنه کوم چې د واکسین پر صادراتو او د هغه پر محتویاتو محدودیت چې د واکسین د تولید مخه نیسي، ختم کړي. نن د جرمني کیور واک (CureVac) شرکت ویلي چې په اروپا کې واکسین نه شي تولیدولی. راګېر پاتې یو. ځکه امریکا د ځینو موادو مخه نیولې ده. د واکسین د تولید او په بېړه یې نېستنمنو، یا د متوسطو اقتصاد لرونکو هېوادونو لپاره د رسولو کیلي د واکسین زیات تولید دی. پر واکسین اود واکسین د محتویاتو پر صادراتو هم بندیز ختم کړئ."

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډورس ادهانوم ګیبریسوس هم د نړۍ له اوو لویو اقتصادلرونکو هېوادونو غوښتنه کړې چې په شتمنو او نېستمنو هېوادونو کې دې په عادلانه ډول د واکسین وېش ته لومړیتوب ورکړي.

XS
SM
MD
LG