د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

د جاپان دولت په توکیو او ۳ نورو سیمو کې د بېړني وضعیت په اړه پرېکړه اعلانوي


ارشیف، د جاپان د توکیو ښار یوه څنډه
ارشیف، د جاپان د توکیو ښار یوه څنډه

د جاپان دولت به نن په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي چې د مې تر پایه په توکیو او درېیو نورو سیمو کې بېړنی وضعیت غځوي که څنګه.

د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د جاپان حکومت داسې وخت د بېړني حالت په تمدید غور کوي چې په جاپان کې پلان شوي المپیک سیالیو ته کمې میاشتې پاتې دي.

تمه ده دوبني المپیک په توکیو کې د جولای په ۲۳مه پيل شي.

یوولس زره لوبغاړي به په المپیک کې برخه واخلي.

دا سیالۍ تېر کال د کرونا وبا په خاطر ځنډول شوې وې.

جاپان له مخکې پرېکړه کړې وه چې د المپيک لپاره له بهره د ننداره‌چیانو ورتګ منع کړي.

اندېښنې شته چې په توکیو او څو سیمو کې د بېړني وضعیت دوام د المپيک لوبو برخلیک هم له ګواښ سره مخ کولای شي.

په جاپان کې که څه هم کرونا وبا د نورو هېوادونو په پرتله لږه خپره شوې، خو واکسیناسیون بیا په ځلونو شاته پاتې.

XS
SM
MD
LG