د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

بریتانیا د کرونا ویروس له کبله لګول شوي محدودیتونه نور هم کموي


بریتانیا کې پولیس د محافظتي جامو او له کرونا ویروس څخه د ځان ساتلو لپاره د ماسک کارولو پر مهال
بریتانیا کې پولیس د محافظتي جامو او له کرونا ویروس څخه د ځان ساتلو لپاره د ماسک کارولو پر مهال

بریتانیا اعلان وکړ چې په انګلستان کې د کرونا ویروس له کبله لګول شوي محدودیتونه نور هم کموي.

د بریتانیا حکومت پرون یکشنبه وویل، د کرونا ضد واکسین د تطبیق بریالی کمپاین په دغه هېواد کې په کرونا ویروس د خلکو د مړه کېدو پېښې کمې کړې دي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون به په دې اړه نن دوشنبه نور جزئیات ورکړي.

بریتانیا په څلورو مرحلو کې لګول شوی قرنطین په تدریجي ډول راکم کړ.

په بریتانیا کې په ټوله کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له څلورو ملیونو او څلورنیمو لکو اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG