د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

اروپایي ټولنه او هند هڅه کوي چې د ازادې سوداګرۍ درول شوي بحثونه بیا پېل کړي


د اروپايي ټولنې بیرغونه
د اروپايي ټولنې بیرغونه

د اروپایي ټولنې مشران نن (د مې په اتمه) د هند له صدر اعظم نارندرا مودي سره یوه ویډیویي غونډه ترسره کوي.

پلان دا و چې مودي به دې غونډه کې په فزیکي ډول برخه اخلي، خو دا چې هند کې د کرونا څپه ځپونکې ده، هغه اړ شو چې له دې پلانه تېر شي.

اروپایي مشران په دې هدف د پرتګال په پورتو ښار کې راټول شوي او تمه ده دوی د دې ټولنې او هند ترمنځ د سوداګرۍ هغه بحثونه بیا را ژوندي کړي چې له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې په ټپه ولاړ دي.

دا بحثونه د تعرفې د کموالي، د معلوماتو د زېرمې د خوندیتوب او په اروپا کې هندي کسبه کارانو ته د کار کولو د حق پر سر درېدلي دي.

اوس هند او اروپایي ټولنه هڅه کوي چې خپلمنځي اړیکې پياوړې کړي، ځکه دواړه لوري د چین د مخ پر ودې اقتصادي قدرت په اړه ګډې اندېښنې لري.

د هند او اروپایي ټولنې له همدې غونډې سره هم مهاله بیا ځینې ډلې له هغې ډلې د بښنې نړیوال سازمان له اروپایي ټولنې غواړي چې د مودي د حکومت له خوا د هغوی د مخالفانو ځپل هېر نه کړي.

د بښنې نړیوال سازمان د پورتګال څانګې د نننۍ غونډې ځای ته نژدې شمعې بلې کړي او ویلې یې دي، دا کار یې هند کې د تورو ورځو او د بیان له ازادۍ او روغتیایي خدمتونو نه د خلکو د بې برخې کولو په غبرګون کې کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان د پورتګال څانګې د نننۍ غونډې ځای ته نژدې شمعې بلې کړي
د بښنې نړیوال سازمان د پورتګال څانګې د نننۍ غونډې ځای ته نژدې شمعې بلې کړي

اروپایي ټولنې له نننۍ غونډې دمخه د کرونا ضد واکسین د ګړندي کولو پر لارو چارو هم خبرې کړي دي.

دوی د امریکا د هغه وړاندیز په اړه هم خبرې وکړې چې ویلې یې دي، د کرونا واکسین د امتیاز د حق ساتنه باید وځنډول شي، څو واکسین په زیاته اندازه تولید شي.

له دې وړاندې هند او جنوبي افریقا هم د واکسین د تولید د دغه حق د له منځه وړلو غوښتنه کړې وه.

دا کار بې وزله هېوادونو ته هم زمینه برابروي چې په خپلو لابراتوارونو کې د کرونا ضد واکسین تولید کړي.

XS
SM
MD
LG