د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

د چین سینوفارم له خوا تولید شوي کرونا ضد واکسین ته اجازه ورکړل شوه


د چین د دولتي شرکت سینوفارم له خوا تولید شوی کرونا ضد واکسین
د چین د دولتي شرکت سینوفارم له خوا تولید شوی کرونا ضد واکسین

د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو.اېچ.او' د کرونا ضد هغه واکسین ته بېړنۍ اجازه ورکړه چې د چین د دولتي شرکت سینوفارم له خوا تولید شوی دی.

دا له لویدیځو هېوادونو بهر لومړنی تولید شوی واکسین دی چې د 'ډبلیو.اېچ.او' ملاتړ له ځان سره لري.

تراوسه میلیونونه کسانو په چین کې دغه واکسین کړی او د نړۍ په ۴۵ نورو هېوادونو کې هم پر خلکو تطبیق شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان سلاکارانو د دغه واکسین اغېزمنتیا ۷۹ فیصده یاده کړې ده.

دا واکسین کولی شي له اتلسو کلونو پورته کسانو بدن کې د کرونا ضد معافیت رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG