د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

سپینه ماڼۍ: امریکايي او ناټو ځواکونو له افغانستانه وتل پیل کړل


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

سپینې ماڼۍ پرون پنجشنبه (د غويي ۹مه) وویل، چې ځواکونو یې له افغانستانه وتل پیل کړل او په دې سره یې هغه څرګندونې تایید کړې چې یوه لوړ پوړي امریکایې جنرال کړې وې.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور له مخې شااوخوا ۱۰۰ سرتیرو له پوځي تجهیزاتو سره په الوتکه کې ووتل.

په همدې وخت کې د ناټو یوه چارواکې چې نوم یې نه دی ښودل شوی فرانس پرېس خبري اژانس ته تایید کړه چې له افغانستانه یې وتل پیل کړل.

دغه چارواکي ویلي: "د ناټو متحدینو د اپریل په نیمایي کې پرېکړه وکړه چې د مې تر لومړۍ نېټې پورې به له افغانستانه د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو ایستل پیل کړي او دا ایستل پیل شول."

د ناټو دغه چارواکي دا هم ویلي چې د دې بهیر په هر پړاو کې د دې ایتلاف د ځواکونو خوندیتوب یې تر ټولو لوی لومړیتوب دی او زیاته کړې یې ده چې د دې بهیر په ترڅ کې د طالبانو هر برید به له قوي ځواب سره مخامخ شي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

دی وایي، په پام کې لري چې څو میاشتو کې دا بهیر بشپړ شي، خو د دقیق وخت په اړه یې د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

د امریکا ولسمشر له وړاندي اعلان کړی چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر به د روان کال د سېپټمبر تر ۱۱مې نېټې بشپړ کړي.

جوبایډن د پنجشنبې (د غويي ۹مه) په شپه کانګرس ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې خپلې موخې ته رسیدلي او اوس باید له دې هېواده ووځي.

ده وویل:"موږ په افغانستان کې د القاعده ترهګریز ګواښ کم کړ. تر شلو کلونو شجاعت او قربانیو وروسته اوس یې وخت را رسیدلی چې هغه ځواکونه کور ته راولو."

د جرمني دفاع وزارت هم ویلي چې په پام کې لري خپل ۱۳۰۰ سرتیري د جولای تر لومړیو پورې له افغانستانه وباسي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړې داسي ویرې هم رامنځته کړي چې ښایې دا اقدام به طالبانو ته زمینه برابره کړي چې یو ځل بیا واک ته ورسېږي.

د دې ترڅنګ د کورنیو جګړو احتمال هم هغه وېره ده چې افغانستان کې دننه او بهر په دې وروستیو کې د خبرونو سرټکي جوړوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن روانه اوونۍ له 'سي.اېن.اېن' خبري شبکې سره په مرکې کې له افغانستانه د امریکایې ځواکونو تر وتلو وروسته د کورنۍ جګړې یا د پوځي لارې د طالبانو واک ته د رسېدو احتمال رد نه کړ، خو هغه وویل چې هېڅ څوک د افغانستان د کورنۍ جګړې پلوي نه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل چې هېڅوک د افغانستان د کورنۍ جګړې پلوي نه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل چې هېڅوک د افغانستان د کورنۍ جګړې پلوي نه کوي.

د دغو اندېښنو په لړ کې د ټولیز امنیت د تړون سازمان مشر پرون(د اپریل ۲۹مه نېټه) په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو د ډیرېدو خبرداری ورکړ.

سټانیسلاف زاس د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په وروستیو او د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې په افغانستان کې دننه او دغه راز له تاجکستان سره پر پوله د ترهګریزو ډلو له خوا د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوي دي.

نوموړي ویلي چې د چارواکو او نورو سرچینو څخه د رسیدلو معلومات ارزونه ښیې چې له افغان دولته د استوګنو سیمو د نیولو لپاره د دې هېواد د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د نړیوالو تروریستي سازمانونو اړوندو وسله والو ډلو فعالیتونه ډېر شوي دي.

دی وایې، دا فعالیتونه په ځانګړي ډول له تاجکستان سره پولي ته نژدې سیمو کې ډېرې شوي.

ښاغلی زاس زیاتوي په همدې سیمو کې د افغانستان دفاعي او قانوني ادارې هم تر ډېره په نښه کېږي.

د ټولیز امنیت د تړون سازمان مشر سټانیسلاف زاس
د ټولیز امنیت د تړون سازمان مشر سټانیسلاف زاس

د ده په وینا دا مهال د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پولې څه باندې۳۶۰ کیلو متره ساحه د طالبانو او نورو نړیوالو تروریستي سازمانونو تر کنټرول لاندې ده.

افغان چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا لوړ پوړي جنرال مارک میلي د چهارشنبې په ورځ وویل چې د بهرنیو ځواکونو تر ایستلو وروسته د افغانستان د برخلیک وړاندوینه نه شي کیدای.

خو ده ویلي، له ناټو متحدینو سره یوځای واشنګټن هم ټینګار کوي چې له افغانستان سره به یې همکاري دوام وکړي.

له افغانستان سره د همکاریو د ژمنو په لړ کې د جرمني د بهرنیو چارو ژمنه کړې چې روان کال به ۴۳۰ میلیونه یورو چې د ۵۲۰ میلیونه ډالرو معادل دي، افغانستان سره مرسته کوي.

دغه هېواد به تر ۲۰۲۴ پورې هر کال همدا اندازه مالي مرسته له افغانستان سره وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG