د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۲۹

د ناټو او امریکايي ځواکونو وتل؛ افغانستان ته د چین لېوالتیا زیاته شوې


د افغانستان او سیمې هند، ایران، پاکستان، چین او امریکا بیرغونه
د افغانستان او سیمې هند، ایران، پاکستان، چین او امریکا بیرغونه

په داسې حال کې چې د ناټو او امریکا ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي، له دې هېواد سره د چین لېوالتیا زیاته شوې ده.

د چارو ځیني کتونکي وايي، چین له دې بېرې چې افغانستان به بې‌ثباته شي او بې‌ثباتي به‌یې پر چین اغېز وکړي، هڅه کوي چې د افغانستان په چارو کې ځان دخیل کړي.

د افغانستان امنیتي ځواکونو په ډسمبر کې ادعا وکړه چې د چین یوه ډله په کابل کې پټ فعالیت کوي او هڅه کوي چې په افغانستان کې په ترورېستي شبکو کې نفوذ وکړي.

د افغانستان حکومت سره له دې چې تأیید کړه چې دا شبکه‌یې نیولې، خو د هغې په اړه‌یې ډېر څه ونه‌ویل.

پیکېنګ په ښکاره د دې ډلې د فعالیت په باب څه ونه‌ویل.

خو افغان چارواکو وروسته خبریالانو ته وویل چې دې شبکې له اوو کلونو راهیسې فعالیت کاوه او هڅه‌یې لرله چې په افغانستان کې د اویغورانو د نیولو لپاره د حقاني شبکې چې په پاکستان کې دېره ده، مرسته ترلاسه کړي.

نجیب‌الله ازاد
نجیب‌الله ازاد

د افغانستان د ولسمشر یو پخوانی ویاند او د سیاسي چارو شناند نجیب ازاد وايي، له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو له کبله چین وېره لري چې په افغانستان کې به بې‌ثباتي ډېره شي او دا به د چین امنیت ته جدي زیان پېښ کړي.

چین له افغانستان سره ۷۶ کیلومتره پوله لري او په تېرو کلونو کې یې غوره ګڼلې چې له افغانستان سره ډېر تماس ونه‌لري مګر په دې وروستیو کې یې دا دریځ بدل کړی دی.

هماغه راز چې د چین د جاسوسي شبکې له افشا کېدو څرګنده شوه، دا هېواد په دې اندېښمن دی چې افغانستان د سختدریځو اویغورانو په مرکز بدل شي. دې هېواد خپلې پولې ته نږدې یوه افغان لوا ورزوله او په تاجکستان کې یې یوه پوسته جوړه کړه چې په افغانستان کې مېشت اویغوران وڅاري او استخباراتي معلومات ترلاسه کړي.

پیکېنګ همداراز د طالبانو او د افغانستان د حکومت د استازو ترمنځ د خبرو په کوربه‌توب هڅه کړې چې ډیپلوماتیکې هلې ځلې زیاتې کړي.

له افغانستانه د لوېدیځو ځواکونو وتل، نورو سیمه‌ییزو قدرتونو په تېره بیا پاکستان ته لار پرانیزي چې په دې هېواد کې د نفوذ د ډېرولو هڅه وکړي.

ایران هم یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې د افغانستان په راتلونکي کې د نفوذ د ډېرولو لټه کوي.

تهران کې له طالبانو سره د ایراني چارواکو لیدنه
تهران کې له طالبانو سره د ایراني چارواکو لیدنه

خو پاکستان له ډېر وخته په افغانستان کې دخیل دی او استخباراتي اداره‌یې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

سره له دې چې چین له پاکستان سره تودې اړیکې پالي، غوره ګڼي چې د افغانستان په تړاو له تهران سره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG