د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۵۷

نړۍ

امریکا: ایران سره به د اټمي موافقې د احیا په اړه خبرې ستونزمنې وي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس

امریکايي چارواکي وايي، له ایران سره د ۲۰۱۵میلادي کال د اټمي موافقې د احیا په اړه خبرې به ستونزمنې وي او د سمدستي پرمختګ احتمال نه ورته ښکاري.

په پام کې ده چې نن سې شنبه (د وري ۱۷مه) ماسپيښين په دوه نیمو بجو چې د لومړي ځل لپاره د اروپايي هېوادونو په منځګړتوب د ایران د اټمي موافقې په اړه په ویانا کې خبرې پیل شي.

د اروپايي هېوادونو په منځګړتوب په نننیو خبرو کې به د امریکايي پلاوي مشري د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی راب مالي کوي او د دې موافقې د نورو لاسلیک کوونکو هېوادونو- بریتانیا، فرانسې، چین، جرمني، روسیې او ایران ډیپلوماتان به هم ګډون په کې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون وویل چې متحد ایالات په دې خبرو کې احتمالي ستونزو ته په کمه سترګه نه ګوري.

نوموړي زیاته کړه چې له دې غونډې د سمدستي د پرمختګ تمه نه لري، ځکه د ده په وینا دا بحثونه به ډېر لانجمن وي.

د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي تازه رسنیو ته ویلي چې د یادې غونډې په اړه نه خوشبینه نه بدبینه دی، خو دا ډاډ لري چې په سمه لار روان دي.

د ۲۰۱۵ میلادي کال د موافقې پر اساس ایران باید خپل اټمي پروګرام محدود کړی وای او په بدل کې پر دې هېواد د نړیوالو اقتصادي بندیزونه لیرې کېدل، خو په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو اړخیز ډول له دې موافقې د متحدایالتونو وتل اعلان کړل.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پاریس کې پر یوې بم چاودنې تورن ایرانی ډيپلومات په ۲۰ کاله بند محکوم شو

ارشیف، د بلجیم پولیس

په بلجیم کې د هغه ایراني ډیپلومات چې د پاریس په یوه څنډه کې د ایران د مخالفانو پر یوه لاریون‌یې بم چاودنه پلان کړې وه، د ۲۰ کلونو بند سزا وروسته له هغې تأیید شوه چې هغه د استېناف له دعوا ډډه وکړه.

د اسدالله اسدي په نوم د ویانا مېشتي دغه ایراني ډیپلومات مدافع وکیلانو نن وویل چې مؤکل‌یې پرون سې شنبه په ۲۰۱۸ کال د پاریس په لمنه کې په تبعید شوې، د ایران د مجاهدین خلق ډلې پر یوه لاریون د بمي حملې د پلانولو پر تور پر ترورېستي هڅې مجرم وپېژندل شو.

درې نورو تورنو ته هم د بند سزاوې ورکړل شوې دي. د حملې دغه پلان د فرانسې، جرمني او بلجیم د امنیتي ادارو د ګډو عملیاتو په نتیجه کې شنډ کړای شو.

جرمني د انصار انټرنېشتل اسلامي ټولنې پر فعالیت بندیز ولګاوه

ارشیف، د جرمني بیرغ

جرمني د انصار انټرنېشنل په نوم د اسلامي ټولنې پر فعالیت بندیز ولګاوه.

جرمني دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې د دې هېواد په لسو ښارونو کې چارواکو د دې ټولنې پر دفترونو د عملیاتو په نتیجه کې د دې ټولنې ځینې وسایل ضبط کړل.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفیر نن (د مې په ۵مه)چهارشنبې وویل، که غواړئ چې له ترورېزم سره مبارزه وکړئ نو باید مالي سرچینې یې وچې کړئ.

دغه ټولنه چې په دوزلدورف کې مېشته ده وایي، هدف یې په نړۍ کې له مسلمانانو سره مرسته کول دي.

د دې ټولنې د مشر په وینا یوازې په ۲۰۱۸ کال دې ټولنې تر لس میلیونه ایرو پورې د بسپنې په توګه راټول کړي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، دغه مرستې په حقیقت کې د فلسطینیانو د حماس ډلې او له القاعده سره تړلو الشباب او جبهت النصره ډلو په څېر د بهرنیو ډلو د ملاتړ په هدف را ټولې شوي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر ښاغلي زیهوفیر ویلي چې انصار او ورسره همکاره ټولنه یې د بشري مرستو تر چتر لاندې په نړۍ کې د ترورېزم مالي ملاتړ کوي.

د قرغیزستان ولسمشر د اساسي قانون تعدیل توشیح کړ

د قرغیزستان ولسمشر صدر جپاروف

د قرغیزستان ولسمشر صدر جپاروف د اساسي قانون هغه تعدیل توشیح کړ چې تېره میاشت په ټولپوښتنه یا ریفرانډم کې تایید شوی و.

د جپاروف مخالفین تور پورې کوي چې د دغه تعدیل له مخې به د هغه صلاحیتونه خورا زیات شي.

د قرغیزستان وګړو د اپریل په ۱۱مه ټول پوښتنه کې د اساسي قانون د تعدیل په پلوي رایې ورکړې، خو تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې چې په متن کې یې څه لیکل شوي دي.

د نوي تعدیل شوي قانون له مخې د قرغیزستان د پارلمان څوکۍ په سلو کې ۲۵ یعنې نوي څوکیو ته راکمېږي او ولسمشر ته صلاحیت ورکوي چې قاضیان او د قانون د تنفیذ ادارو مشران وټاکي.

دغه راز د دغه قانون له مخې به یوه مشورتي او د چارو د همغږۍ یوه اداره جوړيږي چې د ولسمشر تر کنټرول لاندې به فعالیت کوي.

منتقدین وایي، دغه اداره به ښایي له پارلمان سره موازي چارې مخ ته وړي چې دې توګه به ولسمشر ډېر واک لري.

انتوني بلېنکن له اوکراینه د ملاتړ په خاطر دغه هېواد ته روان شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له اوکراینه د ملاتړ څرګندونو په خاطر دغه هېواد ته پر لاره دی.

دا سفر تر هغه وروسته کیږي چې روسیې تېره میاشت د اوکراین له سرحدي سیمو او کریمیا څخه خپل ځواکونه په شا کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي، اوکراین ته د بلېنکن سفر ښيي چې متحده ایالاتونه "د روسیې د روان یرغل" پر وړاندې د اوکراین د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا کلک ملاتړي دي.

له دې وړاندې د اوکراین پولو ته نژدې د روسي پوځیانو خوځښتونو اندیښنې پارولې وې، خو مسکو د اپریل په ۲۳مه اعلان وکړ چې خپلو دایمي اډو ته یې د پوځیانو ستنېدل پیل شوي دي.

د اوبو د تنظیم اداره: د رېګ ­روان کانال د رغېدو چارې ۹۷سلنه بشپړې شوي

د رېګ ­روان کانال

د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي، د رېګ ­روان کانال د سربند د څلورمې برخې د جوړولو چارې په بشپړېدو دي.

د دې ادارې ویاند، نظام الدین خپلواک ازادي راډیو ته وویل، د کانال له بشپړېدو سره به تر شلو زرو زیاتې کورنۍ ترې ګټه اخلي: "رېګ ­روان کانال چې د کاپیسا او پروان ولایتونو ترمنځ ګډه پروژه ده، د اوبو د تنظیم او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه تطبیقېږي. د دغه کانال د جوړولو مالي لګښت د جاپان جایکا موسسه ورکوي چې اوس مهال یې چارې ۹۷ سلنه بشپړې شوي دي."

دغه پروژه د پروان ولایت په قلعه خواجه او د کاپیسا ولایت په سخي خېل کلیو کې عملي کېږي.

د غزني د عدلیې ریاست د قضايي چارو امر ټپي او ورور یې وژل شوی

آرشیف، د غزني ولایت

په غزني کې د وسله وال برید له کبله د عدلیې ریاست د قضايي چارو امر احمدشاه احمدي ټپي او ورور یې وژل شوی دی.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده ازادي راډیو ته وویل، پېښه تېر مازیګر شوې ده: "د غزني ولایت د عدلیې ریاست د قضاء دولت امر احمدشاه احمدي ټپي شوی او ورسره ورور یې شهید شوی دی، عاملین یې له سیمې په تېښه بریالي شوي دي، زموږ امنیتي ځواکونه کوښښ کوي، څو یاد عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې سپاري."

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغه پېښې پړه پر غاړه نه ده اخېستې.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر: ښی اړخی افراطیت جرمني ته لوی ګواښ دی

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر

د رسمي ارقامو له مخې په ۲۰۲۰میلادي کال کې په جرمني کې د ښي اړخو افراطیانو له خوا د جرمونو اندازه تر ټولو لوړ حد ته رسېدلی دی.

د پولیسو شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د ښي اړخو د جرمونو شمېر ۲۳زره ۶۰۴ ته رسېدلی وو چې دا له ۲۰۰۱میلادي کال راهیسې تر ټولو لوړ شمېر دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د سې شنبې (د غويي ۱۴مه) په ورځ په یوه کنفرانس کې د دغو ارقامو وړاندې کولو پر مهال وویل: ښی اړخی افراطیت زموږ د هېواد لپاره لوی ګواښ دی.

یوه سروې ښيي چې د جرمني د ۱۶ ایالاتونو له ډلې په اتو ایالاتونو کې په ورځ کې له درېیو تر څلورو پورې کسانو باندې د ښي اړخو افراطیانو له خوا حملې شوي.

په دغو حملو کې کډوال، پناه غوښتونکي او د جرمني تورپوستي وګړي په نښه شوي دي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کارپوهان: ایران دې نوري‌زاد خوشې کړي

د ایران د سیاسي مخالف او فلم جوړوونکي محمد نوري­زاد

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو شپږو کارپوهانو د ایران د سیاسي مخالف او فلم جوړوونکي محمد نوري­زاد د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې.

دوی وايي، نوري­زاد چې په بند کې شپې ورځې سبا کوي سخت ناروغ او ان د مرګ له خطر سره مخامخ دی.

د ملګرو ملتونو دغو خپلواکو کارپوهانو پرون سې شنبه (د غويي ۱۴مه) په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، دا خبره څرګنده ده چې نوري­زاد د خپل نظر د څرګندولو له کبله زنداني شوی دی.

د رژیم منتقد نوري­زاد چې ګڼ فلمونه یې لیکلي او ډایرکټ کړي له ۲۰۱۹م کال راهیسې په زندان کې دی.

د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، دی د ایران رهبر ایت اله علي خامنه اي ته د سپکاوي په تور په ۱۷ کلن بند محکوم شوی دی.

ایران کې یوه سویسۍ ډيپلوماته په یوه پېښه کې مړه شوې

ارشیف، د تهران ښار یو امبولانس

د سویس د بهرنیو چارو وزارت وایي یوه ډیپلوماټه‌یې په ایران کې په یوه پېښه کې مړه شوې ده.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي چې د دغې ډیپلوماتې مړینې شاک کړی او سخت پرې خواشینی دی.

دغه وزارت د ډیپلوماټې په اړه جزئیات نه‌دي ورکړي او نه‌یې دا معلومات خپاره کړي چې څنګه مړه شوې.

ایراني چارواکو بیا ویلي چې دا ډیپلوماټه له تهران بهر له یوې لوړې ودانۍ لاندې لوېدلې ده.

مهر خبري اژانس د بېړنیو حالاتو د کمېټې د ویاند مجتبی خالدي په حواله لیکلي چې د دې ډیپلوماتې مړی په کامرانیه سیمه کې د یوې لوړې ودانۍ لاندې پيدا شوی.

دا ډیپلوماته د سویس د سفارت لومړۍ سکرتره وه. د سویس سفارت له ۱۹۷۹ کاله راهیسې په تهران کې د امریکا متحده ایالاتو د ملي ګټو ساتنه کوي.

د اسټرالیا صدراعظم ته د یوې افریقایي ښځې زارۍ د خلکو پام اړولی

د اسټرالیا صدراعظم سکاټ موریسن

په اسټرالیا کې د دغه هېواد صدراعظم ته د یوې افریقايي توکمې ښځې زنګون وهل او د مرستې غوښتنې د ګڼو خلکو پام ور اړولی دی.

په تصویرونو کې ښکاري چې صدراعظم سکاټ موریسن په راک همپتون ښار کې خپله خبري ناسته پای ته ورسوله او په دې وخت یوه افریقايي توکمه ښځه مخامخ زنګون ورته وهي او زارۍ ورته کوي.

دا ښځه وايي چې نیمه کورنۍ یې په کامرون کې له لاسه ورکړې او غواړي چې د اسټرالیا حکومت یې د کورنۍ له پاتې غړو سره مرسته وکړي.

د راپورونو له مخې د اسټرالیا صدراعظم دې ښځې ته ډاډ ورکړی چې د کډوالۍ وزارت به د دې د کورنۍ د غړیو قضیې ته هر اړخیزه رسېدنه وکړي.

د راپورونو له مخې دې افریقايۍ ښځې د صدراعظم له ډاډګېرنې پرته د هغه پښې نه پرېښودې.

مکسیکو کې د ریل چپه کېدو پېښې۲۰ تنه مړه کړي

د مکسیکو پېښه

د مکسیکو په پلازمېنه کې د ښاري میټرو د ریل د چپه کېدو په پیښه کې د مړو شمېر شل تنو ته پورته شوی دی.

د مکسیکو سیټي ښاروالې کلاوډيا شاینباوم ویلي، دې پېښه کې چې په ځايي وخت سهار وختي شوې اویا کسان ټپيان شوي هم دي.

هغې وویل، په کمرو کې ثبت شوي انځورونه ښيې چې د ښار په سویل کې د میټرو رېل ګاډی بې لیکې شوی او لوېدلی دی.

پېښه د میټرو په ۱۲ مه کرښه شوې چې مخکې یې خلکو له خرابولي شکایتونه هم کړي وو.

د بغداد شمال کې د عراقي ځواکونو یوه اډه په ۳ راکټونو لګېدلې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د بغداد په شمال کې د عراقي ځواکونو یوه اډه چې امریکايي قراردادیان هم په کې مېشت دي پرون دوشنبه (د غويي ۱۳مه) په درېیو راکټونو لګېدلي.

د چا د ژوبلېدو راپور لا نه دی ورکړل شوی.

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون یوې ویاندې جسیکا مکنولتي ویلي، د لومړنیو راپورونو له مخې په بلاد هوايي اډې باندې دې بریدونو امریکایان نه دي ژوبل کړي او تاوان یې نه دی اړولی.

په عراق کې تېر دوه ورځې دا دوهمه راکټي حمله ده چې د پوځیانو اډه هدف ګرځوي.

د یکشنبې په ورځ د بغداد هوايي ډګر ته نږدې لږ تر لږه دوه راکیټونه ولګېدل.

له کله چې د امریکا ولسمشر جوبایدن په جنوري کې لوړه وکړه په عراق کې په هغو اډو باندې چې په کې امریکایي قراردادیان یا پوځیان مېشت دي دېرش راکټي بریدونه یا موټر بم حملي شوي دي.

چا د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی، خو هغه ډلې چې د ایران له ملاتړ برخمنې دي د دغو بریدونو مسوولې بلل کېږي.

انتوني بلېنکن: واشنګټن مسکو سره باثباته اړیکې غواړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي چې واشنګټن له مسکو سره باثباته اړیکې غواړي خو دی زیاتوي چې دا د روسیې په اقداماتو پورې اړه لري.

بلېنکن پرون دوشنبې (د غويي ۱۳مه) په لندن کې له خپل بریتانوي سیال ډومینیک راب سره له کتنې وروسته د ولسمشر جو بایډن او د مخکینۍ ادارې هغه څرګندونې تکرار کړې چې وايي، امریکا نه غواړي له روسیې سره یې اړیکې کړکېچن شي.

بلېنکن زیاته کړه: "زموږ تمرکز ډېر د روسیې پر اقداماتو او دې دی چې دا هېواد پر کوم لوري روان دی. ولسمشر بایډن په دې برخه کې واضح دریځ لري- دا چې که روسیه یرغلیز اقدام وکړي نو موږ به یې ځواب ورکړو."

د واشنګټن او مسکو اړیکې په دې وروستیو کې، اوکراین ته د روسیې د ګواښونو، د امریکا پر کمپیوټري شبکو د روسیې د سایبري حملو او د اپوزیسیون له بنديوان مشر الکسي ناوالنۍ سره د کرېملېن د چلند له کبله ترینکلي شوي دي.

بېل ګېټس او مېرمن یې مېلېنډا سره جلا شول

بېل ګېټس او مېرمن یې مېلېنډا

بېل ګېټس او مېرمن یې مېلېنډا سره جلا شول. ښاغلي ګېټس بېګا په خپل ټوېټر په دې اړه یو بیان خپور کړ.

بېل ګېټس لیکلي چې له مېلېنډا سره یې د واده ٢٧ کاله ووتل او دوی درې ګلالي ماشومان هم راوړل او روزل.

هغه زیاته کړې، تر ډېره فکر وروسته دې پرېکړې ته ورسېدل چې نور دا ګډ ژوند پای ته ورسوي.

بېل ګېټس ویلي، د خیریه بنسټ کارونه او فعالیتونه به یې په ټوله نړۍ کې جاري وي.

٦٥ کلن بېل ګېټس د مایکروسافت کمپنۍ خاوند دی.

دی د نړۍ په پنځو تر ټولو شتمنو کسانو کې دی. د فوربس مجلې د راپور له مخې د ده شتمني ١٣٠ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

د بارسلونا ټیم پېژندل شوي لوبغاړي لیونل میسي نوی ریکارډ ټینګ کړ

لیونل میسی

د بارسلونا د ټیم پېژندل شوي لوبغاړي لیونل میسي پرون له والانسیا ټیم سره په سیالۍ کې د دوو ګولونو په وهلو سره نوی ریکارډ ټینګ کړ.

هغه په خپل ورزشي ژوند کې په ازادې توپوهنې سره ۵۰م ګول وواهه او په بارسلونا ټیم کې یې نوی ریکارډ ثبت کړ.

دغه لوبه د لالیګا سیالیو په ترڅ کې ۳ د ۲ په وړاندې بارسلونا ټیم وګټله.

د بارسلونا ټیم له‌خوا درېیم ګول انتوني ګریسمن وواهه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG