د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

کابل ورځپاڼې؛ له افغانستانه د بهرني ځواکونو وتل او سوله کې د ګاونډیو غوښتنې!


ارشیف، کابل چاپ ورځپاڼې
ارشیف، کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کې بیا هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او په افغان سوله کې د ګاونډیو د غوښتنو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح لیکلي، امریکا او ناټو له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو له اعلان سره د افغانستان برخلیک افغانانو، ګاونډویو او د افغانستان په قضیه کې ښکېلو هېوادونو ته وسپاره او اوس د دوی کار دی چې د افغانستان برخلیک څنګه ټاکي؟

ورځپاڼه لیکي، که څه هم د بروکسل کنفرانس د ژمنو له مخې له افغانستان سره به د امریکا او ناټو مالي همکارۍ تر ۲۰۲۴ میلادي کاله پورې دوام ولري، خو له شک پرته خپل ځواکونه به د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه وباسي.

په سرمقاله کې راغلي، په داخلي کچه دولت، طالبانو او سیاسي ګوندونو تل ویلي چې د افغانستان روانه کشاله د جګړې له لارې نه هوارېږي، خو دوی بیا خبرو کې د افغانستان د راتلونکي، سیاسي واک او د نظام د جورښت په اړه ویشلي نظرونه لري او هر اړخ په سوله کې خپلې ژورې ګټې لټوي.

د لیکوال په اند، د افغانستان درې ګاونډي هېوادونه ایران، پاکستان او چین په افغان جګړه او سوله کې فعال ګډون لري، په ورته وخت کې د شمال ګاونډي هېوادونه په ځانګړي توګه ازبېکستان او ترکمنستان هم د سولې په خبرو کې فعال دي، خو په باور يې د افغانستان په قضیه کې له شمال ختیځه، سوېل او لویديځ ګاونډیان اثر لرونکي دي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې پاکستان هڅه کوي چې د افغانستان په راتلونکي نظام کې طالبانو ته نیمه ونډه ورکړي، ایران او چین بیا هڅه کوي چې طالبان د افغانستان په اوسني نظام کې مدغم کړي، خو شمالي ګاوندیانو بيا د افغانستان امنیت ته سترګې نیولي او منځنۍ اسیا ته د سخت دریځۍ له ورتګه په وېره کې دي.

  • ویسا

ويسا لیکلي دي، د امریکا د ولسمشر جو بایډن هغه اعلان چې پرته له کوم قید او شرط څخه به د روان کال تر سېپټمبره خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي، دې اقدام کابل اندېښمن کړی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که طالبان د امریکايي عسکرو په وتلو کې ځنډ په دې شرط قبول کړي چې بندیان به یې خوشې کېږي او امریکایان به د افغان حکومت په ملاتړ هوايي بریدونه نه کوي، خدای خبر چې ارګ به له څومره نورو ستونزو سره مخامخ شي؟

لیکوال سپارښتنه کوي، افغان دولت او طالبان باید د جګړې پایته رسېدو لپاره هڅه وکړي، داسې هڅه چې ولس یې غواړي او هغه اوربند او تل پاتې سوله ده.

  • ملي ارمان

ملي ارمان لیکلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم طالبانو په استانبول غونډه کې د نه ګډون پرېکړه وکړه او یو ځل بیا یې پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړل.

د لیکوال په اند ممکن د طالبانو له لوري لویو ښارونو په ځانګړي توګه کابل ښار کې امنیتي ګواښونه زیات شي، د لیکوال په باور دا احتمالي خطر داسې مهال زیاتېږي چې نړیواله ټولنه افغانستان کې د سیاسي هواري په هڅو بوخته ده.

د سرمقالې لیکوال طالبانو ته سپارښتنه کوي چې روان حساس فرصت او د سولې له هم مهاله هڅو سره په خوا کې دې انعطاف وښيي، د افغانانو خیر او ښېګڼه دې په پام کې ونیسي او جګړه بنده کړي.

د سرمقالې په پای کې ټینګار شوی چې د جګړې له لارې هېڅوک هم واک ته نه شي، رسېدلی، سوله کې د ټولو افغانانو خیر دی او هېواد له بربادۍ ژغوري.

XS
SM
MD
LG