د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

دي نشنل: پاکستان به ممکن لا هم د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • دي نشنل

پاکستان به ممکن لا هم د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړي، خو د پخوا په ډول نه، دا په متحده عربي اماراتو کې د خپرېدونکې (دي نشنل) ورځپاڼې سرلیک دی.

په دې لیکنه کې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن اعلان د پاکستان په شمول د ډېرو لپاره ناببره بلل شوی او بیا د پخواني شوروي او امریکا د حملو د ورته‌والو یادونه شوې ده.

د دې ورځپاڼې د لیکوال په نظر د شوروي او امریکا په حملو کې ځیني مهم توپیرونه هم شته، مثلاً امریکا په افغانستان کې د شوروي پوځونو دوه برابره موده تېره کړه. شوروي د ځواکونو له ایستلو لږ وروسته د افغانستان د هماغه وخت د حکومت له ملاتړه لاس واخیست، خو امریکا غواړي چې بیا هم په افغانستان کې ښکېله پاتې شي.

لیکوال وروسته د پاکستان د رول یادونه کوي او وايي، پاکستان تر هغو چې فکر کاوه د شوروي سور پوځ له افغانستانه نه‌وځي، یوازې د ځان د دفاع په فکر کې و او هڅه‌یې کوله چې شوروي پوځونه په افغانستان کې بوخت وساتي، خو کله چې شوروي پوځونه ووتل، نظر یې بدل شو. د شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته امریکا افغانستان ته شا واړوله او دا هېواد پاکستان ته ورپاتې شو.

خو دي نشنل، د افغانستان د هماغه وخت او اوس شرایطو ته اشاره کوي او وايي، پاکستان اوس په افغانستان کې هغسې ازادي او خلاص لاس نه‌لري چې د ۱۹۸۹ او ۲۰۰۱ ترمنځ‌یې درلود او له بلې خوا د پاکستان پوځ په خپله له سخت‌دریځو سره په نښتو بوخت دی.

د ورځپاڼې په باور طالبان هم اوس بدل شوي، دا ډله اوس له نورو سیمه‌ییزو قدرتونو لکه ایران او روسیې سره نږدې شوې ده او غالباً همدا دلیل دی چې پاکستان د افغانستان او ترکیې له حکومتونو سره لاس یو کړی او په زغرده‌یې پر طالبانو غږ وکړ چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرو ته حاضر شي.

ورځپاڼه دا مثبت انکشاف بولي، خو په افغانستان کې له سولې سره د پاکستان مرسته د هند او پاکستان له اختلاف سره تړلې ګڼي چې کېدای شي له دې کبله تغییر په‌کې راشي.

دي نشنل په پای کې دا د ملیونونو افغان ځوانانو لپاره چې پوهنتونونو او ښوونځیو ته د تګ چانس ورته پیدا شوی، یو ناورین بولي چې برخلیک ورته نور هېوادونه ټاکي.

  • دي هیل

دي هیل ورځپاڼې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه کانګرس ته د امریکايي چارواکو د ځوابونو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د ورځپاڼې په باور د سپټمبر پر ۱۱مه له افغانستانه د ځواکونو ایستلو جدي پوښتنې راپورته کړې دي، په افغانستان او په ګاونډ‌ي پاکستان کې به‌یې ترورېستي ګواښ زیات کړي، د امریکا ترورېستي ضد وړتیا به کمه کړي او دا احتمال هم شته چې د امریکا متحده ایالات له جدي ترورېستي بریدونو سره مخامخ شي.

دي هیل وايي، د بایډن د ادارې چارواکو تېره اوونۍ په دې اړه د سنا جرګې د غړو پوښتنو ته سم ځواب ورنه‌کړ په تېره بیا په دې اړه چې ځواکونه د افغانستان شرایطو ته د کتو پر ځای د مهالوېش پر اساس باسي.

XS
SM
MD
LG