د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

زرغونه همت: پکتیا کې د مېرمنو مرموزې وژنې زیاتې شوي.


 نقشه پکتیا، گردیز
نقشه پکتیا، گردیز

په پکتیا کې د ښځو د حقونو مدافع ټولنو چارواکي وایي، دې ولایت کې د ښځو د مرموزو وژنو قضیې زیاتې شوي چې له امله یې په مرکز او ولسوالیو کې نجونې او مېرمنې د اوسني وضعیت په اړه زیاتې اندېښمنې دي.

د پکتیا ولایت د ښځو شبکې مشره زرغونه همت وایي، په ډېری مواردو کې نجونې او ښځې د ناموس په نوم وژل کېږي چې دا ډول قضيې وروسته له تحقیقاتو پاتېږي او عاملین یې نه مجازاتېږي.

مېرمن همت دې برخه کې ځایي چارواکي ګرم بولي: "موږ د دې شاهدان یو چې د مېرمنې وژنه زیاته شوې، د ناموسي وژنو په نوم د ښځو قتلونه هم زیات شوي، متاسفانه چې زموږ دولت په دې برخه کې ډېر عاجز پاتې شوی، د وژل شویو مېرمنو جسدونه غرونو او دښتو کې پراته وي، حکومت باید دې برخه کې څېړنې وکړي."

د پکتیا ولایت د ښځو شبکې مشره زرغونه همت
د پکتیا ولایت د ښځو شبکې مشره زرغونه همت

په پکتیا کې د بشري حقونو سیمه ییز دفتر وایي، د قتلونو په ګډون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو نه نیول کېدل د دې لامل کېږي چې دا قضیې ورځ تر بلې زیاتې شي.

د دې دفتر له امنیتي، عدلي او قضایي ادارو غواړي چې د ښځو د تاوتریخوالي په قضیو کې ښکېل کسان محاکمه کړي.

په پکتیا کې د ښځو چارو ریاست مسولین هم دې ولایت کې د ښځو د مرموزو وژنو د قضیو له زیاتیدو اندیښمن دي.

دوی که څه هم د مېرمنو د وژنې په اړه رسمي او کره ارقام په لاس کې نه لري، خو په ځانګړي توګه د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پر مدیریت انتقاد کوي.

اغلې زرمنیه شمس ازادي راډیو ته وویل: "پکتیا کې مخفي مړینې ډېرې شوي، موږ ګورو دغه میاشت درې- څلور مېرمنې وژل شوي، بدبختانه دې برخه کې زموږ جنایي مدیریت اقدامات ډېر ګړندي نه دي، ما سره چې جنایي مرسته ونه کړي،هېڅ نشم کولی."

په پکتیا کې د بشري حقونو سیمه ییز دفترد ښځو د برخې مسوله زرمینه شمس
په پکتیا کې د بشري حقونو سیمه ییز دفترد ښځو د برخې مسوله زرمینه شمس

هاخوا د پکتیا د امنیه قوماندانۍ سرپرست لطف الله کامران د ښځو چارو ریاست د انتقاد په اړه څه ونه ویل، خو په عمومي توګه يې د ترسره شویو چارو او راتلونکي کې پر اجراتو ټینګار وکړ.

په پکتیا کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او په مرموزه توګه د دوی د وژنو پر قضیو په داسې مهال اندېښنې څرګندیږي چې په دې وروستیو کې د دې ولایت په څمکنیو، احمد خېلو ولسوالیو او د مرکز ګردېز اړونده سیمه کې په جلا، جلا پېښو کې څلور مېرمنې وژل شوي دي او یوه یې هم مرګوني ټپي شوې ده.

دا هغه قضیې دي چې په اړه یې د بشري حقونو او د ښځو چارو ریاست تر دروازو خبر هم رسیدلی، خو د همدې ادارو د مسولینو په وینا ګڼې داسې قضيې شته چې له دوی پټې پاتېږي.

XS
SM
MD
LG