د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

له شکریه جلالزۍ او نجیبه ارین سره خبرې 


ارشیف
ارشیف

شکریه جلالزۍ په کابل پوهنتون کې له اقتصاد پوهنځي څخه فارغه شوې. په مالي برخه کې یې په کابل پوهنتون کې ماسټري کړې ده. دا شاعري هم کوي. د چک جمهوریت څخه یې د زړورتیا یا شجاعت د سرو زرو مډال هم اخېستی.

اغلې جلالزۍ د ښځو د حقونو فعاله ده او د افغان مېرمنو د همغږۍ او پرمختیا موسسې رئیسه ده. دا موسسه ښځو ته حرفوي زده کړې ورکوي او له بې وزلو سره مرستې هم کوي.

د خپرونې دوهمه مېلمنه نجیبه ارین ده چې د کابل پوهنتون د ژورنالېزم څخه فارغه شوې ده. اوس مهال د پوهنې وزارت ویانده ده. مخکې يې په بانو ټلوېزیون، زن ټلوېزیون، شېبه راډیو او ملي راډیو کې د ویاندې په توګه دنده تر سره کړې ده.

د ازادي راډیو خبریاله ملالۍ بشير له دوی سره په دې خپرونه کې خبرې کړي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره دا خپرونه اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:47 0:00
مستقیم لېنک
  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG