په پکتيا ولايت کې چارواکي مني چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوي، خو دوی وايي، د دې لامل د ډېرو پېښو راپور کېدل او ثبتېدل دي.
د بشري حقونو ځايي دفتر بيا وايي، په ډېرو پېښو کې ښکېل کسان نه مجازاتېږي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زیاتېدو يو لامل دی.
د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالۍ یوه ۴۵ کلنه صبرونه ده. د نوموړې شپږکاله وړاندې یو زوی د افغان سرتېرو په لیکو کې ووژل شو. له هغه ورته مېرمن او دوه بچیان پاتې شول.
هغه وايي، غمونه یې هغه وخت لا زیات شول چې مېړه او زوی یې د ټول جایداد او پیسو سره ترې لاړل.
صبرونې د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۲۵مه) ازادي راډيو ته وويل چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې یې د وژل شوي زوی ټول امتیازات هم مېړه او هم زوی ورڅخه اخلي.
نوموړې وايي: "دوی مشران وو. د کور ګټه وټه او هر شی یې له ځان سره یوړل. دوی داسې نه وایي چې ماته دا ښځه او ماشومان را پاتې دي، پر خپل مېړه مې حق دی چې ما سره واوسېږي خو وایي نه، زه له خپلې انګور سره اوسېږم. شپږکاله کېږي روی مې شهید شوی د هغه وثیقه د ده په نوم ده. یوه روپۍ یې هم نه ده راکړې."
د صبرونې په وینا د ښځو چارو ریاست، د بشر حقونو دفتر او د امنیه قوماندانۍ مسؤلین یې په قضیه خبر دي، خو لا یې هم خپل حقونه نه دي ترلاسه کړي.
د هغو معلوماتو له مخې چې د پکتيا امنيه قوماندانۍ ازادي راډيو ته په لاس ورکړي، دې مېرمنې هلته رسمي عریضه نه ده کړې.
چارواکو زیاته کړه چې صبرونه کولی شي ولايت ته عارضه شي او د خپل وژل شوي زوی وثیقه کې د هغه د اولاد نومونه زیات کړي.
په پکتيا کې صبرونه يوازينۍ هغه مېرمن نه ده چې کورنی تاوتريخوالی ورسره شوی دی.
په ګردېز کې د بشر حقونو دفتر د ښځو د برخې مسؤله زرمنیه شمس وایي، په روان کال کې ورسره ګڼو مېرمنو شکايتونه ثبت کړي دي.
نوموړې وايي: "د روان کال له پیله موږ سره ۳۰ شکایتونه ثبت دي او د بېلابېلو ادارو نه چې موږ ارقام راټول کړي ۲۳۵ قضیې لرو. تر ټولو زیات یې د ځان وژنې لپاره د زهري موادو خوړل دي چې ۱۷۵ قضیې دي."
چارواکي وايي، په پکتيا کې د ښځو د حقونو لپاره عامه پوهاوی یې هم زیات کړی دی، دوی په بېلابېلو پروګرامو سره ښځو ته ور زده کوي چې څنګه خپل شکایت ثبت کړي؟
د پکتیا د ښځو چارو ریاست رئیسې، نسرین اوریاخېل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د دې عامه پوهاوي له کبله ښځې ډېرې پېښې راپوروي.
له نوموړې ازادي راډیو وپوښتل چې ایا له مېرمنو سره شوې د تاوتريخوالي پېښې په سمه توګه څېړل کېږي؟
هغې وویل: "قضیې حلېږي. که لس قضیې وي، په لسو کې اته قضیې خو خامخا حلېږي، هغه موضوعات چې موږ ته راځي او یا نورو ادارو ته وخت په وخت یې څارو او حل لارې له دوی یعنې ښځو سره شریکوو."
په پکتيا کې د بشري حقونو سيمه ييز دفتر کلتوري محدودیتونه، بې سوادي، د عامه پوهاوي نشتوالی، بې وزلي، د تاوتريخواليعاملين نه سزا کېدل او ناامني د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي لوی لاملونه بولي.