د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو نړیواله ورځ؛ د ندیمې بوږنونکې کیسه!


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

ندیمه هغه افغان مېرمن ده چې له خپل مېړه د تاوتریخوالي له امله بېله شوې: "زه مې د ورور بدل یم، د خاوند له خوا مې ډېره وهل کېدم، ډودۍ یې نه راکوله، ان تیل یې راباندې وپاشل او اور یې را واچوه، بیا یې دوهم واده وکړ او زه یې خوشې کړم."

دا اوس د خپلو شپږو ماشومانو یوازنۍ ساتونکې ده.

ندیمه وايي، د ښار په واټونو کې بېلابېل توکي پلوري او خپلو ماشومانو ته روزي ګټي.

دی وايي: "اوس مې د ماشومانو خرڅ خپله ګټم، مشر زوی مې ماڼوګان لوګي کوي، خپله د واټونو په سر توکي خرڅوم، د خلکو په کورونو کې کار کوم، کرايي کورکې ژوند کوم، د کور د کرايي وس نه لرو."

سږ کال له مېرمنو سره د تاوتریخواي ۳۸۴۲ قضیې ثبت دي، دا د اندېښنې وړ مسئله ده.

دا یوازې ندیمه په دې برخلیک نه ده اخته، ګڼې نورې افغان مېرمنې هم ورته کیسې لري.

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون د مسؤلانو په وینا، افغان ښځې د تاوتریخوالي له بېلابېلو ‌ډولونو لکه، د بدن د غړو له پرې کولو، وژنې، وهلو، ټکولو، په کوچینوالي د ودولو، جنسي تیري او له اساسي او اسلامي حقونو بې برخې توب سره مخ دي.

د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح لله فرهنګ ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د ښځو وضیعت د اندېښنې وړ دی.

د ښځو چارو وزارت مسلکي مرستیاله سپوږمۍ وردګ
د ښځو چارو وزارت مسلکي مرستیاله سپوږمۍ وردګ

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت هم د تېرکال پرتله د ښځو پر وړاندې د شل سلنه تاوتریخوالي د زیاتېدو خبر ورکوي.

د ښځو چارو وزارت مسلکي مرستیاله سپوږمۍ وردګ وايي: " تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې ۳۰۷۲ وې، خو سږ موږ سره د ۳۸۴۲ قضیې ثبت دي، دا د اندېښنې وړ مسئله ده."

اغلې وردګ وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېری پېښې زړه بوګنونکې دي.

د نوموړې په خبره، د تېرکال تر لیندۍ میاشتې پورې د ښځو د وژنې ۷۲ قضیې له موږ سره ثبت شوې وې، خو سږکال دا شمېر ۱۱۹ ته رسېږي.

اغلې وردګ دغه شان وویل، په ښځو د جنسي تېري، د دوی د غړو پرې کولو او سوځولو پېښې هم ډېرې شوې دي.

XS
SM
MD
LG