د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

خان اباد کې د ښکلاکاکړ د خیاطي دستګاه؛ مېرمنو ته د خیاطۍ ترڅنګ درس هم ورښيي


د کندز په خان اباد کې د ښکلا کاکړ د خیاطۍ دستګاه
د کندز په خان اباد کې د ښکلا کاکړ د خیاطۍ دستګاه

د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې یوې لوستې نجلۍ په خپل کور کې د خیاطي دستګاه جوړه کړې چې یو شمېر نجونو ته چې له لیک او لوست څخه بې برخه پاتې دي د خیاطي تر څنګ هغوی ته لیک او لوست هم ور زده کوي.

ښکلا کاکړ چې له پوهنتونه فارغه ده، پر ځای د دې چې نورو دندو پسې وګرځي دې کار ته یې مخه کړې.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "له ادبیاتو پوهنځي فارغه یم، اوس مې په خپل کور کې د خیاطي مرکز جوړ کړی. دلته ۲۰ تنه نجونې راځي هم ورته خیاطې زده کوم او هم ورته درس ښییم."

اغلې کاکړ وايي، په دې مرکز کې د ښځو جامې ګنډي او له همدې لارې د خپل د مرکز مالي لګښت پوره کوي.

بل خوا هغه شمېر نجونې چې اوس مهال د خیاطي په دې دستګاه کې کار کوي خوښې دي چې دوی ته په خپله سیمه کې د خیاطي د زده کولو سربېره د لیک او لوست زمېنه هم برابره شوې ده.

د دوی له ډلې یوه یې دُرانۍ ده چې په دې مرکز کې خیاطي زده کوي: "تر څلورم ټولګې ما درس ویلی. خو د ستونزو له امله مې پرېښود. اوس دلته راغلې یم هم درس وایم او هم خیاطې زده کوم. زما په شان دلته ډېرې نجونې دي چې لوستې نه دي، خو دلته هم خیاطي زده کوي او هم درس وايي. ددې مرکز په جوړېدو ډېر خوښ یو."

یو شمېر لوستې ښځې د ښکلا کاکړ په څېر د تشبث برخه انتخابوي، خو ځينې نورې بیا غواړي له دولتي او غیر دولتي ادارو سره کار وکړي.

د کندز ولایت د ښځو چارو رئيسه نصیبه هولکر
د کندز ولایت د ښځو چارو رئيسه نصیبه هولکر

دولتي ادارو کې د کار لپاره ښځو ته څومره زمینه برابره ده؟

د کندز ولایت د ښځو چارو رئيسه نصیبه هولکر یې په اړه وايي: "موږ هڅه کوو څو دولتي ادارو کې ښځو ته د کار کولو فرصتونه برابر کړو. وروسته له دې چې کوم دولتي پوستونه اعلان ته ځي، کوښښ کوو چې ښځې ورته چمتو شي او په ازموینه کې برخه واخلي. زموږ هڅه دا ده چې د ازموینې په بهیر کې د دوی حقونه تر پښو لاندې نه شي."

په کندز کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي چې د خلکو د سواد د کچې ټېټوالی، په ټولنه کې د ناسمو دودونو واکمنۍ او ناامني هغه لاملونه دې چې د ښځو د رسمي دندو مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG