د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۸

"د نرواکۍ پر ضد مبارزه؛ او له طالبانو بده وېره"


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې

داسې وخت چې په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت د مرکچیانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو پیل تر بل هر وخت رانژدې شوی، د نړۍ یو شمېر مشهورو ورځپاڼو د هغو افغان ښځو پر اندېښنو لیکلنې خپرې کړې چې په افغانستان کې په ډېر زیار ترلاسه کړو خپلو بریاوو ته لري.

  • نیویارک ټایمز:

د " نرواکۍ پر ضد مبارزه ، او له طالبانو بده وېره " دا د نیویارک ټایمز مجلې د یوې تازه لیکنې سرلیک دی.

د لیکنې لیکوال وايي، د هغو افغان ښځو یو نوی نسل چې د کار کولو روحیې سره رالوی شوی وېره لري چې که د خبرو په ترڅ کې طالبان بېرته راستانه شوي ددوی به ټول هغه څه له لاسه ووځي چې لپاره یې مبارزه کړې.

ورځپاڼې په دې لیکنه د څلورو افغان ښځو د ژوند کېسې کړي چې د ټولنې په جلا جلا برخو کې فعالې دي.

په دې کې د یوې حکومتي چارواکې ګیسو یاري، د یوې ممثلې حسیبې ابراهیمي، د یوې سیاستوالې ریحانې ازاد او یوې ژورنالیستې نرګس هورخش د تېرو څو کلونو هڅې او خوارۍ یادې کړي چې په خپلو اړوندو برخو کې یې کړي.

د دې څلور واړو افغان میرمنو کېسې په دې راڅرخي چې د افغانستان په ټولنه کې د خپلو کارونو د پرمخ بیولو لپاره له څومره دودیزو او عنعنوي ستونزو او خنډونو تېر شوي دي.

ورځپاڼه د لیکنې په یو برخه کې د افغان ممثلې حسیبې ابراهیمي کیسه کوي او د طالبانو د راستنېدو احتمال ته په اشارې د نوموړې له خولې وايي: "ما له خپلې کورنۍ او ټولنې سره د خپل کار په خاطر اوږده مبارزه کړې، زه د نورو مبارزو توان نه لرم."

  • هیرالډ

هیرالډ ورځپاڼې ددې ورځپاڼې د بهرنیو مسالو د ایډیټر ډیویډ پراټ یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی "د پام وړ مېرمنې چې له طالبانو سره خبرې کوي."

لیکوال په دې لیکنه کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې د تېرو څو کلونو بریاوې یادې کړي او د بېلګې په توګه یې د افغانستان په تذکرو کې د مور د نوم د لیکلو په اړه وروستۍ وړاندې شوې طرحې ته اشاره کړې چې د افغانستان کابینې تصویب کړې او اوس باید د دې هېواد ملي شورا کې تصویب شي.

لیکوال د خپلې لیکنې په یوه برخه کې پوښتنه کوي چې د افغانستان د حکومت په یوویشت کسیز مرکچي ټیم کې شاملې پنځه افغان ښځې به چې کله په قطر کې د طالبانو سره د خبرو مېز ته کېني له څه ننګونو سره مخ وي؟

لیکنه د مرکچي ټیم د یوې غړې فوزیه کوفي له خولې وايي: "طالبان باید پوه شي چې دوی له یو نوي افغانستان سره مخ دي، چې دوی باید په کې ژوند کول زده کړي."

لیکوال د افغان حکومت د مرکچي پلاوي د یوې بلې غړې فاطمې ګیلاني خبرې رانقلوي چې وايي، په افغانستان کې هره ښځه وېره لري.

د مېرمن ګیلاني په وینا، کله هم چې افغانستان کې سیاسي بدلون راغلی ښځې یې دردولي دي.

لیکوال همدارنګه په بین الافغاني خبرو کې د درې نورو ښځینه مرکچیانو، حبیبې سرابي، شهلا فرید او شریفې زرمتۍ یادونه کوي او د لیکنې په پای کې وايي، که څه هم تر اوسه خبرې نه دي پیل شوي، خو که کله هم پیل شي، د دې پنځو زړورو ښځو پر اوږو به دروند مسئولیت بار وي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG