د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

لوېدیځو ورځپاڼو سېلونو کې د لسګونه افغانانو د مړینو او زیانونو په اړه تبصره کړي


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې

نړیوالې رسنۍ هره ورځ د افغانستان په جګړه کې د مرګ‌ژوبلو خبرونه خپروي، خو د ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو په پرونیو ګڼو کې په سېلونو کې د لسګونه افغانانو د مړینو او د سېل له کبله د زیانونو خبرونه او تصویرونه خپاره شوي دي.

  • مېل

مېل ورځپاڼې په پروان ولایت کې د لسګونه تنو د مړینې او په سېل کې د ګڼو نورو د بند پاتې کېدو راپور ورکړی دی.

ورځپاڼه وايي چې ولسمشر غني له سېل‌ځپلو سره د فوري مرستو امر کړی دی.

پر پروان سربېره په ننګرهار، لوګر، پنجشېر، پکتیا او کاپیسا ولایتونو کې هم سېلونو مرګ‌ژوبلې او تاوانونه اړولي دي.

د مېل ورځپاڼې له لیکنې سره سم، په افغانستان کې سېلونه هر کال د سر او مال تاوانونه پېښوي ځکه چې د افغانانو اکثره کورونه پاخه نه‌دي او له بلې خوا د سېلونو د مخنیوي لپاره لازم تأسیسات نه‌شته.

د روانې میاشتې په پیل کې په ننګرهار ولایت کې د ۱۵ ماشومانو په شمول ۱۶ تنه سېل ووژل او لسګونه کورونه‌یې ویجاړ کړل.

مېل او دغه‌راز د بریتانیا مترو ورځپاڼې په کابل کې پر یوې ښځینه فلم ډایرکترې د حملې په اړه هم لیکنې خپرې کړې دي.

  • مترو

مترو لیکلي چې صبا سحر لومړنۍ ښځه ده چې په افغانستان کې د فلمونو ډایرکتري کوي.

پر هغې د سې شنبې په ورځ هغه مهال برید وشو او ټپي شوه چې په موټر کې له ۴ تنو نورو سره سپره وه.

سحر په ۲۰۰۴ کال وروسته له دې مشهوره شوه چې د قانون په نوم فلم‌یې بریالی شو.

بریتانیايي ورځپاڼو د بخښنې نړیوال سازمان په قول لیکلي چې په وروستیو کې په افغانستان کې د بشري حقونو پر مدافعانو، سیاسي فعالانو، ژورنالېستانو او مدني فعالانو بریدونه زیات شوي دي.

دې ټولنې غوښتنه کړې چې باید د دغو بریدونو په اړه تحقیقات وشي او له عاملانو سره‌یې حساب وشي.

اغلې سحر ته په تېرو ۱۰ کلونو کې په ځلونو خبرداري ورکړل شوي وو. دې له ګارډین ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ویلي و، غواړي دا ثابته کړي هر هغه کار چې نارینه کولای شي، ښځې یې هم کولای شي.

XS
SM
MD
LG