د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۳۹

'بې وزلې ماشومې سره د خیریه بنسټ د مسئول د چلند په تړاو څېړنې پیل شوي'


کابل کې د بشر حقونو کمېسیون مرکزي دفتر
کابل کې د بشر حقونو کمېسیون مرکزي دفتر

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي ، ډېر ژر به خواله رسنیو کې یوې بې وزلې ماشومې سره د خیریه بنسټ د مسئول د چلند په تړاو څېړنې بشپړې کړي.

د دې کمېسیون د ماشومانو د حقونو کمېشنرې راضیې صیاد ازادي راډیو ته وویل، له ماشومانو سره ناوړه چلند او ورنه ناسمه ګټنه د بشر حقونو او انساني ارزښتونو خلاف کار دی او ډېر ژر به د دې قضیې څېړنې له رسنیو سره شریکې کړي.

دا ویډیو چې د ارمان خیریه بنسټ لخوا خپره شوه ښيي، چې د دې بنسټ مشر ارمان فیضي له یوې بې وزلي کورنۍ سره د مرستې په هدف له ماشومې انجلۍ سره په مرکه بوخت دی.

د ارمان خیریه بنسټ مشر ارمان فیضي دې ویډيو کې له ماشومې انجلۍ سره د مرکې پر مهال د هغې په لاسونو او بدن لاس وهي، د ویډیو دې برخو د خلکو سخت غبرګونونه راوپارول او ارمان فیضي یې له یادې ماشومامې په ناوړه ګټنه تورن کړی.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر په یو ټويټ کې د ارمان خیریه بنسټ مشر ارمان فیضي دا کار د ماشومونو د حقونو سره په ټکر کې یاد کړی.

په ورته وخت کې د دغه کمیسیون د ماشومانو د حقونو کمېشنره راضیه صیاد وايي، د ارمان فیضي لخوا له یادې ماشومې سره داسي چلند او بیا په خواله رسنیو کې د دې ویډیو لاس په لاس کېدل، په ښکاره ډول انساني ارزښتونو او بشري حقونو ته سپکاوی دی.

صیاد زیاته کړه: "هغه ویډیو چې پرون خواله رسنیو کې خپره شوه له بده مرغه ښیي چې یو ماشوم د ناوړه چلند سره مخ کېږي، دا ډول چلند نه یوازي له ماشوم څخه ناوړه ګټه اخیستل دي بلکي د انساني ارزښتونو او بشر حقونو خلاف ګڼل کېږي، کمېسیون په دې تړاو خپلې څېړنې پیل کړي چې له بشپړېدو وروسته به له رسنیو سره شریکې شي."

په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې موسسې د اړیکو مسووله مریم عطایي د افغانستان عدلي او قضایي ارګانونو غواړي چې له یادې ماشومانو سره هر ډول ناوړه چلند وڅېړل شي او له مسوولینو سره یې قانوني چلند وشي.

عطایي وویل: "د ماشومانو ملاتړ نړیوال دفتر له ماشومانو سره هر ډول ناوړه جنسي چلند محکوموي، د افغانستان عدلي او قضایي ارګانونو غواړو چې له ماشومانو جنسي ګټه اخیستونکي او ځورونکي د قانون منګولو ته وسپاري او هغه کسان چې ښکېل دي قانوني چلند ورسره وشي."

ارمان خیریه بنسټ نږدې دوه میاشتي کېږي چې خلکو ته د مرستو رسولو برخه کې کار کوي.

د دې خیریه بنسټ مشر ارمان فیضي له دې وړاندي یو خصوصي ټلویزیون سره د خیریه خپرونو په برخه کې کار کاوه.

ښاغلی فیضي په ده باندې د لګول شویو تورنو په تړاو وايي، چې د ټولنې ناسم ذهنیت د ده په وړاندې داسې غلط باور پیدا کړی.

هغه وویل: "زما او د ماشومې خورکۍ ویډیو خواخوږي، همدردۍ، عاطفي، او انساني کړنې ویډیو ده، دا زموږ رسالت دی چې د خلکو ستونزې تر هېوادوالو ورسوو بیا دې ورسره مرسته وشي، زموږ سره دې پوه اشخاص او دیني عالمان کیني چې موږ ورسره خبرې وکړو، فیسبوک باندې تاسې هم ښه پوهیږئ چې دوی شهرت خوښونکي خلک دي."

په ورته وخت کې یو شمېر روان پوهان وايي چې له ماشومانو سره داسي چلند هغوی له ذهني پلوه زیانمنوي.

د پوهنتون استاد او روان پوه شریف الدین اعظیمي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، له ویډیو ښکاري چې له ماشومې سره نه خوښونکی چلند شوی، داسي چلندونه کولی شی ماشومانو ته لنډمالې او اوږد مهاله ستونزي پیدا کړي.

د کوچنیانو و حقونو ملاتړ قانون د دریمې مادې په پنځلسمو او شپاړسمو بندونو کې "له ماشومانو څخه هر ډول ناوړه ګټه اخېستل، ماشوم لمس کول، د جنسي ګټې اخېستل لپاره د ماشومانو هڅول او یا هم له د خپلو اقتصادي فعالیتونو لپاره د ماشومانو جنسي کارول" جرم ګڼل شوی دی.

XS
SM
MD
LG