د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۳۹

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مشر او ۴ لوړپوړو چارواکو دندې وځنډول شوې


د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین کریم
د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین کریم

د افغانستان د فوټبال فدارسیون د رئیس او څلورو نورو لوړپوړو چارواکو دندې وځنډول شوې.

د ځينو ښځینه فوټبال لوبغاړو له خوا د جنسي ځورونې له تورونو او ادعاوو نېږدې یوه اوونۍ وروسته د افغانستان لویې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون د رئیس، سکرتر جنرال، مرستیال، د دروازو د ساتونکو، د کمېټې د مسؤل او د فدراسیون د ولایتي اړیکو د مسؤل دندې ځنډولي دي.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا کار د حقیقت موندونکي پلاوي په غوښتنه تر سره شوی دی.

جمشید رسولي
جمشید رسولي

دی وایي:

"دا چې د فدراسیون مسؤلین په څېړنه کې شامل وو، نو د غوره عدالت د تطبیق او دا چې په ټاکل شوي وخت اسناد او مدارک راټول شوي وي او هم د څېړنې په پروسه کې څه لاسوهنه ونشي، د فدراسیون د رئیس، مرستیال، سکرتر جنرال، د دروازې د ساتونکو، د کمېټې د رئیس او د ولایتي اړیکو د مسؤل وظیفې د حقیقت موندونکي پلاوي د وړاندیز او د لویې څارنوالۍ له منظورۍ وروسته ځنډول شوي دي."

دا اقدام داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې د نجونو د فوټبال پخوانۍ مدیرې خالدې پوپلزۍ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي په جنسي ځورونه تورن کړي وو.

پوپلزۍ ویلي، د فوټبال فدراسیون چارواکو د ناوړه چلند او جنسي ځورونې فلم او عکسونه لري چې د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا سره یې هم شریک کړي دي.

نوموړي دا هم ویلي، د شفافو څېړنو په خاطر به دا اسناد د افغانستان د لويې څارنوالۍ په واک کې هم ورکړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي بیا وايي، هر څوک چې په دې اړه څه اسناد او شواهد لري، کولای شي چې له دوی سره يې شریک کړي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا هم ویلي چې د افغانستان د فوټبال په فدراسیون کې د جنسي ځورونې په اړه پلټنې او څېړنې کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني له دې وړاندې ټینګار کړی چې د واردو شویو تورونو د اثبات په صورت کې به مرتکبینو ته سخته قانوني جزا ورکړل شي.

خو له دې وړاندې د جنسي ځورولو په اړه خپاره شوي تورونه خپله د فوټبال د فدراسیون له خوا رد شوي دي.

د فوټبال د اوسنۍ لوبډلې ځينو نجونو لوبغاړو هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا ډول تورونه بې بنسټه بللي دي.

کپتان تیم فوتبال بانوان: خالده توطئه کرده، فدراسیون برای ما امن است
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:56 0:00

د لویې څارنوالۍ له خوا د فوټبال فدراسیون د پنځو لوړپوړو چارواکو دندو د ځنډ اعلان په غبرګون کې د فوټبال فدراسیون د نشراتو رئیس شفیع شاداب وايي، دوی ته تر اوسه د لویې څارنوالۍ کوم رسمي مکتوب نه دی رسېدلای.

دی وایي:

"تر اوسه کوم سند یا مکتوب مونږ ته نه دی راغلی، کله چې د لویې څارنوالۍ مکتوب را ورسېد، بیا به د فدراسیون رئیس د دریځ په اړه تصمیم نیسي."

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د فوټبال په فدراسیون کې د جنسي ځورونې په اړه څېړنې پر مخ ځي.

د یاد بنسټ د ویاند جمشېد رسولي په وینا، د څېړنو له بشپړېدو وروسته به نتیجې د رسنیو په واک کې ورکړل شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG