د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

د هوکړې او ګډې اعلامیې د متن توپیر او په اړه‌یې د طالبانو او افغان حکومت اختلاف


په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغاستان ته د سولې راوستلو تړون" د لاسلیک مراسم. February 29, 2020
په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغاستان ته د سولې راوستلو تړون" د لاسلیک مراسم. February 29, 2020

د امریکا-طالبانو او امریکا-افغان حکومت ترمنځ په دوو سندونو کې توپیر، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اختلاف د رامنځته کېدو لامل هم شوی دی.

په دغو سندونو کې یو اختلاف د پنځه زره طالب بندیانو خوشې کېدل دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د طالب زندانیانو په خوشې کېدو کې کابل ته، د امریکا او افغانستان ګډه اعلامیه اعتبار لري او په دې برخه کې اصلي تصمیم نیوونکی د افغانستان حکومت دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیالې درانۍ وزیري ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان او امریکا په ګډه اعلامیه کې په واضح توګه ذکر شوې چې امریکا به د دغو زندانیانو په برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو نقش ولري. څه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په هوکړه کې راغلي، هغه ژمنه ده چې یو له بل سره‌یې کړې ده، خو په پای کې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو د موضوع په اړه افغانستان تصمیم نیسي."

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیاله درانۍ وزیري
د افغان ولسمشر د ویاند مرستیاله درانۍ وزیري

وزیري وايي، د مذاکراتو له پیله مخکې په دې اړه تصمیم نه‌نیول کېږي.

بل‌خوا د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ټینګار کړی چې افغان حکومت ویلې چې دغه مسئله باید د شرط په توګه مطرح نه‌شي.

د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي له ازادي راډیو سره د ځانګړې مرکې پر مهال.
د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي له ازادي راډیو سره د ځانګړې مرکې پر مهال.

د افغان حکومت او امریکا ترمنځ د ګډې اعلامیې او د امریکا طالبانو ترمنځ هوکړه‌لیک د طالب بندیانو د ازادېدو په اړه د نظر توپیر هغه څه دي چې اندېښنې یې راپورته کړي.

د نړیوالو چارو پوه خالد سادات وايي، دغه اختلافات به د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړي.

ښاغلی سادات زیاتوي: "په اعلامیه او هوکړه‌لیک کې حقوقي توازن په نظر کې نه‌دی نیول شوی، په هوګړه‌لیک کې امریکا په ټوله کې له موضوعي صلاحیت نه ناوړه استفاده کړې. بله خبره د طالب بندیانو خوشې کېدل د وخت او عمل له پلوه ډېره سخته ده چې د امریکا او طالبانو د هوکړې وروسته به په ۱۰ ورځو کې عملي شي."

د امریکا او افغانستان د ګډې اعلامیې په څلورم بند کې راغلي؛

"یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره د مناسبو شرایطو برابرول او یو دایمي او تل‌پاتي اوربند ته رسېدل هغه څه دي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت به له طالب استازو سره د اعتماد جوړونې په برخه کې د خبرو لپاره ګډون وکړي چې د امریکا له لوري ورته زمینه برابرېږي. دغه خبرې به د دواړو لورو د بندیانو د ازادېدو د پیل لپاره عملي ځانګړتیاوې په پام کې ونیسي."

خو د امریکا او طالبانو د سولې په هوکړه‌لیک کې د دې موضوع په اړه داسې لیکل شوي دي؛

"امریکا ژمنه ده هر څومره ژر چې کېږي د بندیانو او جنګي اسیرانو د خوشې کېدو لپاره له ښکېلو خواو سره په اعتماد جوړونې کار پیل کړي. ترڅو د طالبانو د اسلامي امارات چې د متحده ایالاتو له‌خوا د یو دولت په توګه په رسمیت نه‌پېژندل کېږي، بندیان‌یې د مارچ په ۱۰مه د بین‌الافغاني مذاکراتو په لومړۍ ورځ خوشې شي."

سیاسي کارپوه او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی
سیاسي کارپوه او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی

د حقوقي چارو پوه نصرالله ستانکزی په دې باور دی چې ګډه اعلامیه، په غیر مستقیمه توګه هوکړه تأییدوي، خو دددغو دوو سندونو ناڅرګند ټکي او توپیرونه، کېدای شي د طالبانو په ګټه تفسیر شي.

ښاغلی ستانکزی زیاتوي: "کابل هېڅ چمتووالی نه‌لري، حال دا چې موږ د هوکړې د لاسلیک کېدو په درېیمه ورځ کې یو. خوشې کېدل باید عملاً پیل شوي وی، دغه نه‌لېوالتیا روان بهیر ستونزمنولی شي."

له دې سره سره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپلې ټویټرپاڼه لیکلي چې د طالبانو استازي د افغانستان له پلاوي سره نه‌ګوري او د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه یوازې د حکومت د زندانونو له مسؤلین سره ګوري.

XS
SM
MD
LG