ټاکل شوې د ترکیې او روسیې ولسمشران نن د سوریې د شمالختیځ پر وضعیت او هلته د پوځي عملیاتو په اړه خبرې سره وکړي.
رجب طیب اردوغان داسې مهال د روسیې سوچي ښار ته ځي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی، که کرد ځواکونه د سوریې له شمالختیځ څخه وتل پیل نهکړي، ترکیه بهیې پر وړاندي عملیات له سره پیل کړي.
د امریکا دفاع وزیر هم په دې ترڅ کې ویلي چې له سوریې څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو لړۍ به څو اوونۍ وخت ونیسي.
د سوریې په شمالختیځ کې پر کرد مېشتو سیمو د ترکیې په پوځي عملیاتو کې موقت اوربند، نن ماښام پای ته رسېږي.
- ایران د سوریې خاوره کې د ترکیې د پوځي پوستو جوړېدو سره مخالفت ښوولی
- ترکیه: له سوریې سره پر پوله امن زون کې یو وسلهوال کُرد هم نهغواړو
د انقرې خبرداری هم سخت شوی او په تازه څرګندونو کې ترکي چارواکو ویلي چې که کردان د سوریې له دې سیمې ونهوځي، پر وړاندې بهیې د ترکیې پوځي عملیات له سره پیل شي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د دوشنبې په ورځ (اکټوبر ۲۱مه) په استانبول کې د یوې اقتصادي غونډې پر مهال وویل، د موقت اوربند پر مهال د سوریې کردانو څو ځلې سرغړونه کړې ده.
هغه وولی: "تعرضي ډزو دوام درلود. فکر کوم شااوخوا ۳۰ ځله ډزې شوې دي او موږ یو سرتېری له لاسه ورکړ. البته هغسې چې مو له امریکایانو سره توافق کړی وو، تلافي مو کړ."
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، سره له دې چې امریکا پلوي کرد ځواکونه د سوریې په شمال ختیځ کې له ځینو سیمو وتلي دي، خو د هغوی بشپړ وتلو ته اړتیا ده.
تمه ده د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په نننیو خبرو کې د سوریې او ترکیې ترمنځ سیمو پر وضعیت تمرکز وکړي.
انقره غواړي د سوریې له شمال څخه د کردانو په لیرې کولو سره، یوه خوندي سیمه رامنځته کړي او سوري کډوال له ترکیې څخه هغه ځای ته انتقال کړي.
ترکیې وروسته له هغه د ۵ ورځني اوربند توافق وکړ چې تېره اوونۍ د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس، د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د ملي امنیت سلاکار روبرت اوبراین انقرې ته لاړل.
په همدې حال کې د ترکیې د دفاع وزارت یوې ویاندې شبنم حقتاپ د دوشنبې په ورځ وویل چې کرد ځواکونو د داعش وسلهوالو یو شمېر بندیان خوشې کړي دي.
تر دې وړاندې کردانو خبرداری ورکړی وو چې د سوریې له شمال څخه د دوی په وتلو سره به سلګونه داعش وسلهوالو ته د تېښتې او بیا راټولېدو زمینه برابره شي.
د امریکا متحده ایالات هم په یو ډول په سیمه کې د داعش د بیا راګرځېدو څخه اندېښنه لري.
امریکا چې دوه اوونۍ دمخهیې د سوریې له شمال څخه د خپلو زرو سرتېرو د وتلو پرېکړه وکړه، اوس وایي دا لړۍ څو اوونۍ وخت غواړي.
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر سعودي عربستان ته تر سفر دمخه، په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې امریکایي سرتېري به د سوریې ډموکراتیکو ځواکونو سره همکارۍ ته دوام ورکړي، ترڅو د تېلو زېرمو ته د داعش وسلهوالو د لاسرسي مخه ونیول شي.
د ترکیې د شمېرو له مخې د سوریې په شمال ختیځ کې د دوی د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې ۷۶۵ کرد سرتېري وژل شوي او ۱۵۰۰ کیلومتره مربع سیمه له دغو ملېشو تصفیه شوې ده.
په دې عملیاتو کې د ترکیې پنځه سرتېري او د سوریې د پوځ ۷۶ پوځیان وژل شوي دي.
د ترکیې د دفاع وزارت وروستۍ شمېرې ښیي چې ۲۰ ملکي وګړي هم د سوریې په شمالختیځ کې وژل شوي دي.