د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

ایران د سوریې خاوره کې د ترکیې د پوځي پوستو جوړېدو سره مخالف ښوولی


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي ویلي، د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی باید وشي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي ویلي، د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی باید وشي.

ایران په سوریه کې د ترکیې د پوځي حضور او د دغه هېواد په شمالي سیمو کې د پوځي پوستو جوړېدو پروړاندې مخالفت څرګند کړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی باید وشي او د دواړو هېوادونو ترمنځ مسایل باید له ډیپلوماتیکو لارو هوار شي.

"که د سوریې په خاوره کې د ترکیې پوځي حضوردی یا په سوریه کې د ترکیې پوځي پوستې دي، د منلو وړ نه دي او هماغسې چې مې وویل هغه په اصطلاح د ملګروملتونو د سازمان د یوه خپلواکه غړي پر ځمکني بشپړتیا او ملي حاکمیت تیری دی.

تېره اونۍ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوریې په شمال کې په موقت ډول د جګړې له دریدو سره موافقه وکړه چې پراساس یې کرد ځواکونه چې ترکیې یې په وړاندې جګړه پیل کړې، وکولای شي له دې سیمې ووځي.

دې ته په پام سره چې د ترکیې د موقت اوربند موده سبا سې شنبې پای ته رسیږي، د سوریې د کرد ځواکونو چارواکو ویلي، لېوال دي چې د امریکا په منځګړتوب د رامنځ ته شوي اوربند د رعایتونو لپاره د سوریې له شمالي برخې خپل ځواکونه وباسي خو په دې شرط چې د ترکیې په مشرۍ ځواکونه په سیمه کې پاتې کرد ځواکونو او ملکیانو ته اجازه ورکړي چې د جګړې له سیمې ووځي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون (اکټوبر ۲۰) یکشنبې وویل چې انقره نه غواړي چې یو کرد وسله وال هم په هغه خوندي سیمه کې پاتې شي چې ترکیه یې د رامنځ ته کولو پلان لري.

هغه زیاته کړه چې ترکیه به پردغې مسئلې له روسیې سره چې ځواکونه یې د سوریې د ولسمشر بشار اسد د رژیم په پلوۍ جنګیږي، خبرې وکړې چې کرد ملیشې د سوریې له منبج او کوباني سیمو ووځي.

دغه راز ټاکل شوې چې د ترکیې ولسمشررجب طیب اردوغان سبا د تور سمندرګي پر غاړه د روسیې په تفریحي ښارګوټي سوچي کې سره وګوري.

XS
SM
MD
LG