د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

ډونالد ټرمپ له ترکیې غوښتي چې "د سوریې یرغل" سمدستي پای ته ورسوي


د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس خبریالانو ته وویل، ښاغلي ټرمپ خپل ترکي سیال ته پر ټېلفون ډېر واضح وویل چې متحده ایالات غواړي ترکیه د سوریې پر شمالي برخې خپل یرغل پای ته ورسوي.
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس خبریالانو ته وویل، ښاغلي ټرمپ خپل ترکي سیال ته پر ټېلفون ډېر واضح وویل چې متحده ایالات غواړي ترکیه د سوریې پر شمالي برخې خپل یرغل پای ته ورسوي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ترکیې ته خبرداری ورکړ چې پر سوریې پوځي یرغل سمدستي پای ته ورسوي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه راز ویلي چې که د ترکیې مشران له دغې جګړې لاس وانه خلي، نو دی آماده دی چې د دغه هېواد اقتصاد په چټکۍ سره ویجاړ کړي.

د امریکا متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر مایک پنس پرون (اکټوبر ۱۴مه) خبریالانو ته وویل چې متحده ایالات په سوریه کې د ترکیې یرغل نور نه شي زغملی.

ښاغلي پنس زیاته کړه: "ولسمشر اردوغان د دغې ټیلفوني مکالمې غوښتنه کړې وه او ولسمشر ټرمپ هغه ته ډیر واضح وویل چې متحده ایالات غواړي ترکیه دغه یرغل پای ته ورسوي، سمدستي اوربند وکړي او د شخړو د پای ته رسیدو لپاره په سوریه کې له کرد ځواکونو سره خبرې پیل کړي."

پنس دغه راز وویل چې دی به هم سیمې ته سفر وکړي، ترڅو د دغه کړکېچ په حل کې مرسته وکړي چې له ۱۶۰ زرو زیات خلک یې بې کوره کړي.

نن سه شنبه (اکټوبر ۱۵مه) د سوریې په شمال کې د ترکيې د پوځي عملیاتو شپږمه ورځ ده.
نن سه شنبه (اکټوبر ۱۵مه) د سوریې په شمال کې د ترکيې د پوځي عملیاتو شپږمه ورځ ده.

سیمې ته د ښاغلي پنس سفر د ولسمشر ټرمپ له هغو څرګندونو څو ساعته وروسته اعلان شو چې ویې ویل، پر سوریې د ترکیې د یرغل په غبرګون کې به په یوه فرمان کې پر ترکي چارواکو بندیزونو ته اجازه ورکړي، له انقرې سره د سل میلیارد ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ د معاملې په اړه خبرې به لغو او له ترکیې څخه د اوسپنې پر وارداتو تعرفه په سلو کې پنځوس لوړه کړي.

ټرمپ پرون په یوه بیان کې وویل، دی کاملاً دې ته چمتودی چې که د ترکیې مشران په دغې خطرناکې او ورانوونکې لارې مخ ته لاړشي، په چټکۍ به د دغه هېواد اقتصاد ویجاړ کړي.

پرون وروسته له هغه د کرد ملېشو او د مشق ترمنځ تړون وشو چې د ترکیې د یرغل په وړاندې به دمشق ورسره مرسته کوي، د ورځې په پیل کې د سوریې حکومتي ځواکونه د دغه هېواد په شمالي برخه کې ځای پرځای شول.

د سوریې دولتي رسنیو وویل چې د دغه هیواد پوځ د فرات سیند په لویدیځ د منبج ښارته داخل شوی دی.

دغه ښارهم په هغه ساحه کې شامل دی چې انقره غواړي پکې یوه خوندي سیمه رامنځ ته کړي.

د سوریې ځواکونه دغه راز د فرات سیند په ختیځ کې د تل تمر او عین عیسي ښارګوټو ته چې د ترکیې پولې ته د ستراتیژیکې لویې لارې په اوږدو کې پراته دي، داخل شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، د سوریې په شمال کې د ترکیې پوځي عملیاتو پيلېدو راهیسې، له دې سیمې له ۱۳۰ زره زیات کسان وتلي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، د سوریې په شمال کې د ترکیې پوځي عملیاتو پيلېدو راهیسې، له دې سیمې له ۱۳۰ زره زیات کسان وتلي دي.

د ترکيې د پوځي عملياتو هدف په سیمه کې د کردانو په مشرۍ د سوريې د ډيموکراتيکو ځواکونو چې انقره يې د کردانو د کارګر ګوند يا (پي کې کې يوه څانګه ګڼي، ماتول دي.

پي کې کې له درېيو لسيزو راهیسې د کردانو د کورواکۍ لپاره له ترکيې سره جګړه کړې ده.

امریکا ولسمشر په خپاره کړي بیان کې ویلي چې شاوخوا زرو امریکایي سرتېرو ته یې د سوریې له شمال ختیځه د وتلو امر کړی، چېرته چې یې له څو کلونو راهیسې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر وړاندې مبارزه کې د کرد وسله والو ملاتړ کاوه.

دغه سرتېري به په منځني ختیځ کې پاتې شي چې د اسلامي دولت ډلې د بیا راټوکیدو د ګواښ مخنیوی وکړي.

ټرمپ دغه راز وویل چې یوشمیر ځواکونه به د سوریې په جنوبي اډه کې هم پریږدي.

XS
SM
MD
LG