د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۸ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۴۸

د امریکا کانګرس دوو غړو له سوریې د سرتېرو ایستلو په اړه د ټرمپ پرېکړه غندلې


د امریکا د کانګرس د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ویلي، د ټرمپ دا اقدام ایران، روسیې او هم د امریکا متحدینو ته یو داسې خطرناک پیغام رسولی شي چې ګواکې امریکا د اعتماد وړ ملګرې نه ده.

د امریکا د کانګرس دوو لوړپوړو استازو د سوریې له شمال ختیځ څخه د امریکایې سرتېرو د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ پریکړه غندلې ده.

د استازو جرګې او د سنا مجلس دوو مشرانو نانسي پلوسي او مچ مک کانل ددغو سرتېرو ایستل د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ بللی.

منتقدین وېره لري چې د سوریې له شمالي برخو د امریکایې ځواکونو وتل به په سیمه کې د کرد وسله والو پر ضد د ترکیې برید ته لار هواره کړي.

د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ویلي دا اقدام ایران، روسیې او هم د امریکا متحدینو ته یو داسې خطرناک پیغام رسولی شي چې ګواکې امریکا د اعتماد وړ ملګرې نه ده.

هغې په یوې اعلامیه کې پر ولسمشر ټرمپ غږ کړی چې "دا خطرناکه پرېکړه بېرته راوګرځوي."

بلخوا د سنا مجلس د اکثریت جمهوري غوښتونکو مشر میچ مککانل هم ویلي چې له دې سیمې په بیړه د امریکایې سرتېرو ایستل یوازي د روسیې ، ایران او د اسد د رژیم په ګټه دي.

نوموړي د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې دا کار په سیمه کې د اسلامي دولت ډلي یا داعش او نورو تروریستي ډلو د بیا راټولېدو خطر ډیروي.

روسیه چې د سوریې د ولسمشر بشار اسد د رژیم ملاتړې ده، د سوریې په خاوره کې د ترکیې د عملیاتو په اړه غبرګون ښودلی.

د کریملین ویاند دیمتري پسکوف د دوشنبه په ورځ (اکټوبر۷مه) د سوریې په شمال کې د ترکیې راتلونکي عملیات د ترکیې دامنیت ساتنه بللې.

ښاغلي پسکوف ویلي: "دا د هغو تروریستي عناصرو پر ضد اقدام دی چې غواړي د سوریې خاوره د خپلو پناه ځایونو په توګه وکاروي، خو زه تکراروم چې ترټولو دمخه لازمه ده چې د سوریې خاورې او سیاسي حاکمیت ته هم درناوی وشي."

امریکایې ځواکونو د اکتوبر پر ۷مه د ترکیې پولې ته نژدې د سوریې له شمالي سیمو چې د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو په لاس کې دي، وتل پیل کړي دي. ویل کیږي زر امریکایي سرتیري په سیمه کې دېره دي.

د راپورونو له مخې امریکایي ځواکونو د ترکیې پولې ته نژدې د سوریې له شمالي سیمو چې د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو په لاس کې دي، وتل پیل کړي دي.
د راپورونو له مخې امریکایي ځواکونو د ترکیې پولې ته نژدې د سوریې له شمالي سیمو چې د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو په لاس کې دي، وتل پیل کړي دي.

سپینې ماڼۍ د اکتوبر پر ۶ د امریکا او ترکیې د ولسمشرانو ترمنځ له ټلیفوني خبرو وروسته وویل، د سوریې په شمال کې د ترکیې عملیات نژدې دي. سپینې ماڼۍ وویل، په سوریې کې د امریکا سرتېري به په دغو عملیاتو کې برخه وانه خلي او نه به یې ملاتړ وکړي.

رویترز خبري آژنس د یوه امریکایي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، راپور ورکړی چې امریکایي ځواکونو په تل ابیض او راس العین کې دوه څارونکې پوستې خالي کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی ویلي، سره له دې چې ولسمشر ټرمپ ظاهرا د لویې کچې وتلو خبره کړې، خو ډېر لږ شمېرامریکایي سرتېري د سوریي له شمالي برخو وتلي دي .

دغه امریکايي چارواکي ویلي، ښاغلي ټرمپ خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان ته ښکاره پیغام ورکړی چې واشنګټن د ترکیې عملیات نه غواړي.

د پنتاګون ویاند جانتن هوفمن هم په یوه لیکلي پیغام کې پرون وویل، واشنګټن د ترکیې عملیات نه تاییدوي او نه یې ملاتړ کوي.

هوفمن ویلي، د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر او د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي خپلو ترکي متحدانو ته ویلي، د سوریې په کرد مېشته سیمه کې یو اړخیز پوځي اقدام انقرې ته خطر پیښولی شي.

ښاغلي اردوغان د اکتوبر په ۷مه خبریالانو ته وویل، د ترکیې پوځ هره شېبه د سوریې په شمال کې د عملیاتو پیل ته چمتو دی.

په همدې ورځ ښاغلي ټرمپ په یوه ټویټ کې ترکیې ته د داسې اقدام په اړه خبرداری ورکړی او لیکلي یې دي چې "که د ترکیې لخوا تر ټاکلي محدودې اخوا هرډول اقدام وشي، زه به د دغه هېواد اقتصاد په بشپړ ډول ویجاړ کړم."

ترکیې له څو میاشتو راهیسې ګواښ کړی و چې له خپلو پولو سره د سوریې په شمالي سیمو کې به پوځي عملیات وکړي ترڅو په دې سیمه کې یوه خوندي ساحه رامنځ ته کړي.

ترکیه په دغه سیمه کې د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو چې د امریکا له ملاتړه برخمن دي او په سوریه کې د داعش وسله والو په ماتولو کې یې مهم رول لرلی، د ځپلو خبره کوي.

ترکیه د "وای پي جي" په نوم د سوریې کرد ملېشې د کردستان د کارګرانو ګوند "پي کې کې" چې ترکیه یې ترهګره ډله ګڼي، یوه څانګه بولي، خو کرد ملېشې د انقرې دا ادعا ردوي.

"وای پي جي" د کردانو په مشرۍ ځواکونه د ترکیې پولې ته نژدې د فرات سیند پر شمال ختیځو سیمو کنټرول لري.

ښاغلي اردوغان ویلي په پام کې لري د نومبر په لومړیو کې واشنګټن ته لاړ شي او د سوریې په شمال ختیځ کې د خوندي زون رامنځته کېدو په اړه له ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG