د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

انقره وايي، په سوریه کې به بیا پوځي عملیات پیل کړي


د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وايي، د سوریې له سرحدونو سره یو ځل بیا پوځي عملیات ترسره کوي.

رجب طیب اردوغان پرون یکشنبه د راتلونکې جون میاشتې په وروستیو کې تر وخت مخکې انتخاباتو لپاره د خپل کاري پروګرام د اعلان پر مهال دا خبره یاده کړه.

ترکیې دوه واره مخکې هم له سوریې سره په پولو کې پوځي عملیات ترسره کړي دي.

ښاغلي اردوغان وویل:

"ترکیه به د فرات د سپر او زیتون په عملیاتو نوي عملیات ورزیاتوي، څو خپلې پولې له ترهګرو سازمانونو پاکې کړي. په دغو دوو عملیاتو کې د ترهګرۍ لارې چې هڅه کېدله زموږ په سوېلي سرحدونو کې پرانیستل شي له‎منځه یوړې."

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان
د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان

​ترکي پوځیانو د زیتون ښاخ په نوم پوځي عملیات د سوریې په شمال کې د عفرین په سیمه کې د ملېشه‎وو پر ضد جاري ساتلي دي.

ملېشه‎ د خلکو د دفاع ډلو په نوم په یوه سازمان پورې تړلي دي چې انقره‌یې ترورېست بولي.

انقره ادعا کوي چې دا سازمان په ترکیه کې له کُرد اورپکو سره اړیکه لري.

د فرات د سپر په نوم د ترکي پوځیانو لومړني بهرني پوځي عملیات تېر کال د عفرین په ختیځ کې پای ته ورسېدل او هدف‌یې د اسلامي دولت ډلې او کُرد جنګیاليو ځپل وو.

د سوریې عفرین سیمه
د سوریې عفرین سیمه

د ترکیې جمهور رئیس راتلونکي انتخابات یو کال له ټاکلې مودې رادمخه ترسره کوي چې د کارپوهانو په باور د عملیاتو د ترسره کولو اعلان‌یې هم د خلکو د باور د جلبولو لپاره کړی.

کارپوهان وايي، اردوغان هڅه کوي چې د خلکو په ملي احساساتو چې له عفرینه د کُرد جنګیالیو د ایستلو په خاطر پارېدلي وو، د ځان په ګټه پانګونه وکړي.

ترکيې د سوریې په پولو کې د پوځي عملیاتو د پيل اعلان داسې وخت وکړ چې سوریه وار له مخه د جنګ جګړو په سبب ډېره ځپل شوې ده.

د سوریې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې څه باندې څلور لکه کسان وژل شوي او میلیونونه نور هم بې‌کوره شوي دي.

روسیه او ایران د بشار الاسد له رژیمه ملاتړ کوي، خو ترکیه، امریکا او سعودي عربستان د هغو ډلو ملاتړي دي چې د اسد پر خلاف دي.

راپور: صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG