د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

ایران وايي له دمشقه بهر به پر «ترورېستانو» خپل بریدونو ته دوام ورکړي


ایران وايي، د سوریې له پلازمېنې دمشق دباندې به په ترورېستانو باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري پرون یکشنبه له تسنیم نیمه دولتي خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، ایران او د سوریې حکومت به په سوریه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‎خوا د اوربند د تصویب شوې پرېکړې لپاره ژمن پاتې شي.

خو د جنرال باقري په خبره د دمشق له ښاره بهر ځینې هغه سیمې چې د ترورېستانو په لاس کې دي، په دې اوربند کې نه‎دي شامل او په‎کې به تصفیوي عملیات دوام ولري.

اخوا د ترکیې د صدراعظم مرستیال بکر بوزداغ پرون یکشنبه په یوه ټلوېزيوني وینا کې وویل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اوربند به په عفرین سیمه کې د ترکي پوځیانو پر عملیاتو کومه اغېزه ونه‎لري.

د ده په خبره انقره به د ترورېستانو ځپلو ته دوام ورکړي.

د ترکیې د صدراعظم مرستیال بکر بوزداغ

ترکیه د کُردانو «وای. پي. جي» پوځیان چې د عفرین کنټرول په لاس کې لري، یو ترورېستي سازمان او د کُردستان د کارګرانو ګوند «پي. کې. کې» سره تړلې بولي.

په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د سوریې حکومتي پوځیانو په ختیځه غوطه کې پرون یکشنبه تازه حملې کړي چې په پایله کې یې د سوریې پلوي ۱۳ سرتېري او د جېش‌الاسلام مخالفې ډلې شپږ سخت‎دریځي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له دمشقه بهر په ختیځه غوطه کې د سوریې د رژیم په بمباریو کې د ملکیانو تر سختې مرګ‎ژوبلې د اوربند غوښتنه وکړه.

ملګرو ملتونو په سوریه کې د اوربند په اړه غوښتنه رد کړه

د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو د فبروري په ۲۴مه دې اوربند ته رأیه ورکړه، خو روسیې د دې اوربند د پیل له نېټې سره مخالفت وکړ.

کرملېن وايي، د فرانسې جمهور رئیس امانوئل مکرون او د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل پرون یکشنبه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوربند د تطبیق په اړه خبرې کړې دي.

انګلا مېرکل او امانوئل مکرون

د جرمني د حکومت یوه ویاند هم ویلي، امانوئل مکرون او انګلا مېرکل له ولادیمیر پوتین غوښتي چې د سوریې پر حکومت ډېر فشار راولي، څو په ختیځه غوطه کې جنګ پای ته ورسوي.

امریکا بیا په ختیځه غوطه کې د ملکیانو په وژنې له اولې ورځې زیاته خواشیني ښودلې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د فبرورۍ په ۲۳مه په واشنګټن کې د اسټرالیا له صدراعظم مالکوم ترنبول سره «Malcolm Turnbull» سره په ګډه خبري غونډه کې په دې اړه وویل:

"زه باید ووایم، هغه څه چې په دې وروستیو کې روسیې، ایران او سوریې ترسره کړي، یو بشري ناورین دی. موږ هلته د یوه دلیل په خاطر یو. د داعش د له‎منځه وړلو لپاره هلته یو او په ماتولو سره به‌یې خپلو کورونو ته ستنېږو، خو په دې لنډه موده کې دغو درېیو هېوادونو چې کوم کارونه کړي یوه رسوايي ده."

ټرمپ له صدراعظم مالکوم ترنبول سره

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، شااوخوا څلور لکه کسان په ختیځه غوطه کې په ښارګوټو او فارمونو کې د سوریې د حکومت په محاصره کې دي.

د دغه سازمان په خبره د فبرورۍ له ۱۸مې په ختیځه غوطه کې د اوربند تر ټینګښت پورې لږ تر لږه ۳۷۰ کسان وژل شوي او څه باندې ۲۴۰۰ کسان ټپیان دي.

د سوریې حکومت رسمي مطبوعات بیا وايي چې اورپکو تېره اوونۍ د دمشق په ختیځو سیمو کې ۱۶ ملکیان وژلي دي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG