د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

ملګرو ملتونو په سوریه کې د ۳۰ ورځني اوربند لپاره یو پرېکړه لیک تصویب کړ


د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون شنبه هغه پرېکړه لیک تصویب کړ چې په سوریه کې د ۳۰ ورځني اوربند د ټېنګېدلو غوښتنه کوي.

د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې غوښتنه شوې چې له ځنډ پرته، په ټوله سوریه کې ۳۰ ورځنی اوربند وشي او ملکي خلکو ته باید بشري مرستېورسول شي.

د امنیت شورا ۱۵ غړو په وروستۍ شېبه کې د پرېکړه لیک پرمتن ترجنجالي بحث وروسته په سوریه کې د اوربند په ملاتړ رأیې ورکړې.

په پرېکړه لیک کېد اوربند د انفاذ دقیق وخت نه دی څرګند شوی.

رپورونه وايي، د پرېکړه لیک د متن برابروونکو سويډن او کوېټ د روسیې د موافقې د ترلاسه کولو لپاره په متن کې ځیني بدلونونه راوستل.

پر دې اساس، د پرېکړه لیک له متنه دا غوښتنه لېرې شوه چې جګړه باید د پرېکړه لیک تر تصویب وروسته، په ۷۲ ساعتونو کې بنده شي.

د بشار الاسد د رژیم کلکه ملګرې روسیه د امنیت شورا له دایمي غړو ده او د پرېکړو د ویټو حق لري.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څارونکو په وینا، په وروستۍ یوه اوونۍ کې د دمشق ختیځ لور ته په پرته سیمه غوطه الشرقیه کې د بشارالاسد د رژیم د بمباریو له امله لږترلږه ۵۰۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې په سوریه کې د روانې "بشري رسوايۍ" مسؤلیت د بشارالاسد د رژیم، روسیې او ایران پر غاړه دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبريالانو ته وویل:

"زه به درته ووایم، هغه کارونه چې روسیې، ایران او د سوریې حکومت په وروستیو کې په سوریه کې کړي،ټول بشريت ته شرم دی، موږ هلته یوازې د یوه دلیل لپاره پاتې یوو، د داعش وسله وال له منځه وړو او خپل کور ته ستنېږو، موږ تر ډېره حده خپل هدف ته رسېدلي یوو، خو هغه څه چې دې درېیو هېوادونو په لنډ وخت کې د سوریې له خلکو سره کړي، د شرم وړ دي."

په سوریه کې د ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز د دې لپاره شوی و چې د جګړې په سیمه کې ملکي وګړو ته خواړه او دوا ورسېږي او زخمیان روغتونونو ته ولېږدول شي.

د روسیې حکومت پخوا له داسې وړاندیز سره مخالفت کړی و او ویلي یې وو چې په سوریه کې د داعش د وسله والو د فعالیت له امله د اوربند ټینګېدل له واقعیته لېرې خبره ده.

XS
SM
MD
LG