د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

ملګرو ملتونو په سوریه کې د اوربند په اړه غوښتنه رد کړه


د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ملګرو ملتونو د بشري مرسته رسوونکو چارواکو هغه غوښتنه رد کړه چې وايي په سوریه کې دې ملکيانو ته د مرستو رسولو په خاطر د يوې مياشتې لپاره اوربند وشي.

امریکا بیا جلا له سوريې او له متحد هېواد روسيې يې غوښتي چې د ياغيانو تر کنټرول لاندې سیمو کې حملې ودروي.

روسیې د پنجشنبې په ورځ د اوربند دا غوښتنه رد کړه او وې ويل چې له حقیقته ليري ده.

کويت او سويډن د امریکا او فرانسې په ملاتړ دا غوښتنه کړې ده.

روسیه او ایران د سوريې د ولسمشر بشار اسد له حکومته پوځي او ډپلوماټيک ملاتړ کوي.

سوریه
سوریه

د سوريې د کورنۍ جګړې اووم کال روان دی.

امریکا او ترکيه په سوريه کې د بشار اسد پر ضد ياغيانو ملاتړ کوي.

د بشار اسد حکومت دغو ياغيانو او داعش ډلې جګړه مارانو دواړو ته تروريستان وايي.

ټول لوري د داعش سخت دريځې ډلې پر ضد جګړه کوي خو دا ډله غواړي خپل اخري ځايونه له لاسه ورنه کړي.

ملګرو ملتونو ته د سوريې د بشري مرستو هماهنګ کوونکي پانوس مومتزيس د فبرورۍ په شپږمه د تېرې سې شنبې په ورځ په سوریه کې د يوې مياشتې لپاره اوربند وغوښت.

ده وويل د ادليب او غوطه په سيمو کې هغو ملکيانو ته باید مرستې ورسول شي چې د جګړې په منځ کې بند پاته دي.

ملګرو ملتونو ته د سوريې د پلټنونکي کمېسيون هماهنګ کوونکي جېمز رودینهاور د چهارشنبې په ورځ په ژنيو کې رويټرز خبري اژانس ته د ادليب او غوطه د تاوتريخوالي په اړه وويل:

"د سوريې په اړه د ملګرو ملتونو پلټونکی کمېسیون د زیات شوي تشدد او پر ملکيانو يې د اغېز په اړه اندېښمن دی، موږ ګڼ راپورونه تر لاسه کړي چې ملکيان وژل شوي او ټپيان شوي دي، په نتيجه کې يې موږ د دغو پيښو په اړه تحقیقات پيلوو."

د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ریس مارک لوکاک وغوښتل چې محاصره سیمو ته د بشري مرستو رسولو لپاره بايد اوربند وشي.

خو ډپلوماټان وايي، د اوربند غوښتنه رد شوه، د دې غوښتنې تائيد د لږ تر لږه پنځلسو غړيو هوکړې ته اړتيا لري او پنځه دايمي غړي امریکا، روسيه، بریتانيه، فرانسه او چين یې بايد ويټو نه کړي.

امریکا هم له سوريې او روسیې غوښتي چې د امريکا په ملاتړ ياغيانو يا د سوريې ډیموکراټ ځواکونو تر کنټرول لاندې سيمو کې دې هوايي بمبارۍ او کيمياوي حملې ودروي.

د امريکا په مشرۍ ائتلاف د فبرورۍ په اوومه وويل چې هوايي او مځکنیو ځواکونو يې په سوریه کې تر سلو زيات حکومت پلوه ځواکونه ووژل او دا یو دفاعي اقدام وو ځکه سوري ځواکونو د ياغيانو پر مرکز حمله کړې وه.

پنټاګون ويلي، اييتلافي سلاکاران له سوري ډیموکراټ ځواکونو سره وو چې د سوريې حکومتي ځواکونو په دایر الزور کې د هغوی پر اډه حمله وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت وياندې هدر ناوئرت د پنجشنبې په ورځ وويل چې امریکا په ادليب ولایت کې د تاوتريخوالي پر زياتېدو سخته اندېښنه لري.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې شا او خوا ديارلس اعشاريه يو مليون سوريان بشري مرستو ته اړتیا لري، او شپږ اعشاریه يو میليون په هېواد کې دننه د جګړې له کبله بې ځايه شوي دي.

XS
SM
MD
LG