د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

امریکا له سوریې او روسیې د کېمیاوي وسلو د حملو بندولو غوښتنه کړې


متحده ایالاتو د سوریې له حکومت او د دې هېواد له متحد هېواد روسیې څخه غوښتي دي چې د مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو کې د کېمیاوي وسلو حملې او بمبارۍ بندې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هډر ناوئرټ پرون وویل چې متحده ایالات د سوریې په ادلیب ولایت، دمشق ته نېږدې د غوطا ښارګوټي په ختیځ او نورو هغو سیمو کې چې د حکومت او روسیې د پوځي ځواکونو د هوايي حملو له ګواښ سره مخامخ دي، د تشدد د پراخېدو له کبله ژور خپګان څرګندوي.

مېرمن ناوئرټ پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې امریکا په سوریه کې د اسد د رژیم له خوا له کیمیاوي وسلو د کار اخیستو او د تېرو دوو ورځو په هوايي حملو کې د لسګونه ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د راپورونو له کبله سخت اندېښنه لري.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې د ملکي وګړو د استوګنې په سیمو کې پر روغتونونو او نورو عامه تاسیساتو بېرحمانه حملې غندلي او ویلي یې دي چې دا حملې باید بندې شي.

دمشق له کېمیاوي وسلو د کار اخیستو تورونه رد کړي، خو متحده ایالاتو د بشارالاسد پر رژیم تور لګولی چې د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې ښار ادلیب کې یې د کېمیاوي وسلو حمله کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مېرمن ناوئرټ تېره اوونۍ په یوه خبري غونډه کې پر نړیوالو ټولنې غږ وکړ چې دا حملې وغندي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده هډر ناوئرټ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده هډر ناوئرټ

مېرمن ناوئرټ همداراز وویل چې امریکا په دې برخه کې بې توپیره نشي پاتې کېدای:

"موږ د کیمیاوي وسلو د کارولو ادعاوو ته په جدي نظر ګورو او په سیمه کې له خپلو متحدانو سره ګډ کار کوو چې دا راپورونه وڅېړي، موږ به د هرې ډلې له خوا د کیمیاوي وسلو د کارولو د تائید په صورت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د ټولنې په ګډون د ټولو ډیپلوماټیکو میکانیزمونو له لارې د حساب کتاب هڅو ته دوام ورکړو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په خپله پرونۍ خبرپاڼه کې همداراز ویلي دي چې واشنګټن په سوریه کې د یوې میاشتنې اوربند لپاره د ملګروملتونو د غوښتنې ملاتړ کوي.

هډرناوئرټ زیاتوي چې د اوربند له انفاذ سره به په غوطا ښارګوټي کې څه باندې اووه لکه کسانو ته بشري مرستې او روغتیايي اسانتیاوې ورسېږي.

په همدې حال کې فرانس پرېس خبري اژانس په ملګروملتونو کې د روسیې د سفیر واسیلي نیبینزیا Vassily Nebenzia له قوله لیکي چې نوموړی د امریکا غوښتنه غیر واقعي بولي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر.

روسیه د سوریې په نېږدې اووه کلنه جګړه کې چې زرګونه کسان پکې وژل شوي، د بشاراسد د رژیم له مهمو متحدانو څخه ده.

XS
SM
MD
LG