د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

افغانستان د امریکا د هوایي ځواکونو د عملیاتو په اصلي محور بدل شوی


د ناټو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې په عراق او سوریه کې د امریکایي ځواکونو د شمېر له کمېدو وروسته افغانستان د امریکا د هوایي ځواکونو د عملیاتو په اصلي محور بدل شوی دی.

د ناټو د هوایي عملیاتو د قوماندانۍ مشر جېمز هکر «James Hecker» د چهارشنبې په ورځ په پنټاګون کې خبریالانو ته ویلي چې تر سوریې او عراق وروسته امریکایي پوځیانو په افغانستان کې پر هوایي بریدونو ډېر تمرکز کړی دی.

نوموړي دغه‌راز ویلي چې په دې سره به له افغان ځواکونو سره د مرستې په برخو کې زموږ وړتیاوې ډېرې ښې شي.

هکر زیاته کړه، که څه هم په وروستیو میاشتو کې ډېرې حملې افغان هوایي ځواکونه ترسره کوي، خو ائتلافي ځواکونو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په یوه اوونۍ کې په متوسط ډول ۲۵ حملې ترسره کړې دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان په شمال کې یې د وسله‎والو طالبانو پر ضد ۹۰ هوایي حملې ترسره کړې دي.

په دغو بمباریو کې چې له امریکایي «بي-۵۲» الوتکو هم کار اخیستل شوی وو، د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د طالبانو یو روزنیز مرکز په نښه شوی وو.

د امریکا پوځ د سې شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې وویل چې د دغو حملو په نتیجه کې د هغو سخت دريځو مخه ونيول شوه چې غوښتل‌‌يې د تاجکستان او چين له پولې سره نږدې تخريبي اقدامات وکړي.

امریکا همداراز ويلي چې هغه موټر يې هم له‌منځه وړي چې سخت‎دريځو له افغان پوځه غلا کړي وو او موټر بمونه‌یې ورڅخه جوړ کړي وو.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د هوايي حملو دا کمپاين د هغه پلان برخه ده چې له مخې یې بايد په افغانستان کې د امریکا پوځي رول زيات شي او دا وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په تېره اګسټ میاشت کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله نوې ستراتېژي اعلان کړه.

د ټرمپ له اعلان راهیسې امریکایي ځواکونو له افغان هوايي ځواکونو سره یوځای په ټول هېواد کې د طالبانو پر وړاندې حملې زیاتې کړې دي.

په افغانستان کې د ناټو د هوایي عملیاتو د قوماندانۍ مشر جېمز هکر پرون په پنټاګون کې دا هم وویل چې د ائتلاف الوتکو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په اوسط ډول په افغانستان کې هره اوونۍ ۲۵ هوایي بریدونه کړي دي، خو د ده په وینا افغان پیلوټانو په اوونۍ کې شااوخوا ۴۰ حملې کړې دي.

دغه‌راز د افغانستان دفاع وزارت د روانې اوونۍ په سر کې ازادي راډیو ته وویل چې د تېر کال په پرتله د افغان هوایي ځواک ورځني عملیاتو کې شااوخوا ۵۰ فیصده ډېروالی راغلی دی.

د دغه وزارت د چارواکو په خبره د افغانستان هوایي ځواک اوس‎مهال تقریباً هره ورځ له ۳۰ تر ۵۰ پورې مستقلانه هوایي بریدونه ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG