د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

د ۴۵ میلیارده ډالرو بودجه، د افغان ځواکونو ښه تجهیز او پر پاکستان فشارونه!


وروسته له هغې چې د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د جګړې لپاره په روان ۲۰۱۸ میلادي کال کې د هغه هېواد د سنا مجلس د نړیوالو اړیکو کمېټې ته د ۴۵ میلیارده ډالرو بودجې وړاندیز وکړ، د افغانستان دفاع وزارت وايي، دا اقدام به د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې خورا اغېزمن وي.

دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو ښه تجهیز او پر پاکستان فشارونه د ترورېزم په وړاندې په ښې مبارزه کې ګټور ثابتېدلای شي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۷» ازادي راډيو ته وویل، څومره چې افغان ځواکونه تجهیزېږي په هماغه اندازه د ترورېزم په وړاندې د ښې مبارزې او د له‎منځه وړلو امکانات‌یې هم ډېرېږي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

نوموړی وايي:

"چې هر څومره د افغانستان وسله‎وال پوځ تقویه کېږي، په هماغه اندازه د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې موږ پیاوړي کېږو او ترورېزم کمزوری کېږي او هر څومره چې په پاکستان فشار زیاتېږي او د ترورېستانو په وړاندې په هوايي حملو کې د امریکا متحده ایالات له موږ سره مرستې زیاتوي، په هماغه اندازه ترورېزم کمزوری کېږي او له‎منځه ځي."

"د هېل" په نوم د امریکايي ورځپاڼې د راپور پر بنسټ د امریکا دفاع وزارت د هغه هېواد د سنا مجلس د نړیوالو اړیکو کمېټې ته په روان ۲۰۱۸ میلادي کال کې د افغانستان د جګړې لپاره د ۴۵ میلیارده ډالره بودجې وړاندیز کړی دی.

ورځپاڼې د اسیا او پاسیفیک په چارو کې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال رینډر شریور له قوله ویلي چې د دې پیسو ۱۳ میلیارده به په افغانستان کې په امریکايي ځواکونو، ۵ میلیارده به پر افغان ځواکونو، ۷۸۰ میلیونه به په افغانستان کې په اقتصادي پرمختګ او پاتې نورې به د لوژستیک په برخو کې ولګول شي.

په افغانستان په ځانګړي ډول پلازمېنه کابل کې تر وروستیو خونړیو بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، فکر نه‎‌کوي چې د امریکا متحده ایالات دې اوس‎مهال له وسله‎والو طالبانو سره د خبرو لپاره چمتو وي.

ولسمشر ټرمپ څو ورځې وړاندې په واشنګټن کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو سره په کتنه کې ویلي، امریکا چې د کوم مأموریت لپاره په افغانستان کې ده، هغه به بشپړوي او دا وړتیا په‌کې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان‌الله عرفان وايي، امریکا دې د افغانستان د جګړې په برخه کې د نورو برخو په پرتله د افغان ځواکونو تجهیز ته ډېر پام واړوي.

د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان
د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان

دی وايي:

"که د دې پیسو نیمايي پانګونه هم د افغانستان پر کورنیو امنیتي ارګانونو وشي، نو زه فکر کوم چې ګټه به‌يې ډېره وي. نه‌یوازې افغان حکومت ته، بلکې ناټو او امریکا ته به‌يې هم ګټه ډېره وي، نه به دوی تلفات ورکړي او نه به‌يې پیسې بې‌ځایه مصرف شي."

ښاغلي عرفان وویل، په تېرو ۱۷ کلونو کې امریکا په افغانستان کې ډېرې پیسې مصرف کړي وي، خو نتیجه‌يې ښه نه‎وه.

دی وايي، امریکا ته په‎کار ده چې د افغان ځانګړو او هوايي ځواکونو تجهیز ته ډېر پام واړوي، ځکه په خبره‌يې دا کار د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې اغېزمن رول لوبولی شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG