د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

امریکايي چارواکي: پاکستان لا هم د سخت دریځو خلاف قاطع اقدامات نه‌دي کړي


امریکايي چارواکي وايي، پاکستان تر اوسه پورې د هغو سخت دریځو ډلو خلاف چې په دې هېواد کې خوندي ځالې لري او په افغانستان کې بریدونه کوي، قاطع اقدامات نه‎دي کړي.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۷» د امریکا د بهرنیو چارو او د دفاع وزارتونو مرستیالان وربلل شوي وو، څو د جنوبي اسیا په اړه د ولسمشر ټرمپ د ستراتېژۍ له اعلان شپږ میاشتې وروسته په افغانستان کې د دې نوې کړن‎لارې د پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي.

پر پاکستان د ترهګرو ډلو خلاف د اقداماتو لپاره د فشار راوړل د دې ستراتېژۍ یوه مهمه برخه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان جي سالیون امریکايي سناتورانو ته وویل، دوی له پاکستان سره په جزئیاتو د جنوبي اسیا لپاره د امریکا ستراتېژي شریکه کړې او خپلې تمې یې ورته روښانه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان جي سالیون
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان جي سالیون

د دې امریکايي چارواکي په وینا اوس پاکستاني چارواکي پوهېږي چې موږ ترې څه تمه لرو؟

نوموړي زیاته کړې چې پاکستاني چارواکي له دوی سره په بحثونو کې ښکېل دي، خو تر اوسه‌یې داسې کوم قاطع اقدام نه‎دی کړی چې دوی یې تمه لري.

جان سالیون وویل:

"یقیناً زموږ ارزونه دا ده چې پاکستان کافي هڅې نه‎کوي، څو د طالبانو هغه عناصر وباسي چې په پاکستان کې دننه د فعالیت خوندي ځالې لري او افغانستان ته د اوښتو وړتیا لري."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جنورۍ په میاشت کې پاکستان سره د امریکا د پوځي مرستو د ځنډولو اعلان وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال امریکايي سناتورانو ته وویل، دوی به هغه مهال له پاکستان سره د مرستو په بیا پیل غور وکړي چې دا هېواد له توپیر پرته په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو خلاف قاطع او څرګند اقدامات وکړي.

د اسیا او پاسیفیک په چارو کې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال رینډر شریور بیا وویل، د جنوبي اسیا په اړه د ولسمشر ټرمپ د ستراتېژۍ له اعلان راهیسې پاکستان ځیني مثبت ګامونه اخیستي، خو ټینګار یې وکړ چې دا اقدامات هغه قاطع اقدامات نه‎دي چې د سیمې د ثبات لپاره ورته اړتیا ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سالیون د پاکستان اندېښنو ته هم اشاره وکړه او زیاته‌یې کړه هېواد یې د پاکستان پر ځای اندېښنو ته په پام په سیمه کې د ترینګلتیا د کمولو هڅه کوي.

ښاغلي سالیون وویل:

"د امریکا متحده ایالات ژمن دی چې په سیمه کې د ترینګلتیا د کمولو لپاره خپل برخه رول په داسې توګه ترسره کړي چې د پاکستان پر ځای اندېښنو ته په‌کې پام شوی وي، خو باید روښانه ووایو چې موږ د نړۍ په هر ګوټ کې چې وي، د هر هېواد له‎خوا د بل هېواد په خلاف د ترهګرۍ د کارولو مخالف یوو. پر اصولو ولاړ نړیوال سیستم کې د ترهګرو کارول ځای نه‎لري."

د امریکا د دفاع وزارت مرستیال ښاغلي شریور بیا وویل چې دوی به پر پاکستان فشار ته دوام ورکړي چې په خپل چلند کې مثبت بدلون راولي او د قاطع اقداماتو د کولو یا نه‌کولو دواړو صورتونو کې به ورته څرګند ځواب ورکړي.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې دې دواړو امریکايي چارواکو په افغانستان کې د هند رول رغونکی وباله او ویې‌ویل چې هندوستان د امریکا سره په ګډه د افغانستان په بیارغونه، اقتصاد او بشري چارو کې مهم رول لوبوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل، دوی د مرکزي اسیا له هېوادونو سره هم کار کوي، څو یې له افغانستان سره اړیکې نږدې او افغانستان د سیمې او په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره وتړل شي.

ښاغلي سالیون د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره د کابل او اسلام‎اباد اړیکې مهمې وبللې او ټینګار یې وکړ چې د سیمې نور هېوادونه هم باید د دې اړیکو د بهبود لپاره هڅې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د طالبانو سره د روسیې او ایران د اړیکو په اړه اندېښنه څرګنده کړه، خو د دفاع وزارت مرستیال بیا دې ته پام چې چین خپله له ترهګرۍ زیانمنونکی دی، هیله‎مندي وښوده چې چین په افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف جګړه کې مرسته کولای شي.

دواړو امریکايي چارواکو په افغانستان کې د طالبانو وروستي خونړي بریدونه وحشتناک وبلل، خو ټینګار یې وکړ چې د نوې ستراتېژۍ د اعلان راوروسته طالبان د جګړې په ډګر کمزوري شوي او نه‎دي توانېدلي چې کوم مهمه ګڼ مېشته سیمه یا مرکز ونیسي.

XS
SM
MD
LG