د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

په سوریه کې څه باندې ۱۰۰ حکومت پلوه وسله‌وال وژل شوي


د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو او په سوریه کې سیمه‌ییزو ځمکنيو ځواکونو تر ۱۰۰ ډېر د سوریې د رژیم پلوي جنګیالي وژلي دي.

یوه امریکایي چارواکي ویلي، دا کسان وروسته له هغه ووژل شول چې هغوی د سوریې ډموکراتیکو ځواکونو چې د امریکا متحدین دي، پر مرکز برید کړی وو.

دغه امریکایي چارواکي د فبرورۍ پر اوومه نېټه د نوم نه‌ښودلو په شرط دا خبره کړې ده او ویلي یې، د سوریې د رژیم پلوي دغه ځواکونه چې تقریباً ۵۰۰ تنو ته رسېدل، په توپونو، هاوانونو، ټانکونو او ګڼ شمېر نورو توغندي ویشتونکو سیستمونو مجهز و.

نوموړي زیاته کړه:

"وروسته له دې چې دغو ځواکونو د سوریې د ډموکراتیکو ځواکونو پر مرکز برید وکړ، په سوریه کې د امریکا په مشرۍ د ائتلاف هوايي او ځمکنیو ځواکونو څه باندې ۱۰۰ حکومت پلوي وسله‌وال ووژل."

د ورځې په سر کې د امریکا په مشرۍ د عملیاتو مرکز څخه په یوه رسمي اعلامیه کې وویل شول چې د ائتلاف امریکایي سلاکاران په هماغه وخت کې د سوریې د رژیم پلوي ځواکونو سره و چې مرکز یې تر برید لاندې راغی.

دغه مرکز په دیر الزور ولایت کې د فرات رود چې د جګړې کرښه ده، په اته کېلو مترۍ کې موقعیت لري.

په اعلامیه کې دا ویل شوي چې د دغه ائتلاف او متحده ځواکونو د دفاع لپاره د برید کوونکو ځواکونو پر وړاندې یې حملې پیل کړې څو د هغوی د دې اقدام غچ واخلي.

سوریه
سوریه

هغه امریکایي چارواکي چې د نوم نه‌ښودلو په شرط‌یې دا معلومات وړاندې کړي دي امریکایي رسنیو ته وویل چې هېڅ امریکایي پرسونل ته زیان نه‌دی رسېدلی.

دغه‌راز کومه اعلامیه چې د امریکا په مشرۍ ائتلاف د عملیاتي مرکز څخه خپره شوې د برید کوونکو شمېر او یا د حکومت پلوه ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویلي.

یوه امریکایي چارواکي «سي. اېن. اېن» ټلوېزیون ته ویلي چې برید کوونکي له هاوانونو او نورو وسلو سره له فرات رود څخه تېر شوي دي.

انټرفکس خبري اژانس بیا د روسیې د پارلمان د یوه غړي له قوله ویلي چې وایي، د امریکا په مشرۍ ائتلاف اقدامات د قانوني نورمونو سره په ټکر کې او بې له شکه چې یرغلګر دي.

د سوریې حکومتي ځواکونه د فرات رود بلې غاړې ته د دیرالزور ښار شااوخوا ته فعال دي.

«SDF» یا د سوریې د رژیم پلوي ځواکونه د عرب او کرد ملېشو جوړ ائتلاف دی چې د سوریې په ختیځ او شمال کې دېره دي او د امریکا په ملاتړ د سوریې د ولسمشر بشارالاسد حکومت پر وړاندي جنګېږي.

په دغه هېواد کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د حکومت پر وړاندې د پراخو اعتراضونو وروسته د مختلفو لورو ترمنځ جګړې روانې دي چې ورسره په دې اوږده کورنۍ جګړه کې سلګونه زره کسان ووژل شول او یا بې‌ځایه شول.

روسیه او ایران د ولسمشر اسد پلوي کوي، خو متحده ایالات او ترکیه د هغو ځواکونو ملاتړي دي چې د حکومت پر ضد جنګېږي.

ټول اړخونه بیا په ګډه د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې جګړه کوي چې دغه ډله د سوریې له ډېرو سیمو ایستل شوې ده.

XS
SM
MD
LG