د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

د سوریې حکومت په پنځمه پرله‎پسې​ ورځ هم په غوطه کې هوايي حملې وکړې


په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو یو ځل بیا په سوریه کې د اوربند د عملي کېدو غوښتنه کړې، د حکومت جنګي الوتکو پرون پنجشنبه د پنځمې پرله‎پسې​ ورځې لپاره په ختیځ ښار غوطه کې هوايي حملې وکړې.

له دې سره په یوه وخت کې دولتي ځواکونو پر غوطه ښار چې د وسله‎والو یاغیانو کلک سنګر ګڼل کېږي، د توپونو ډزې هم وکړې.

ملګرو ملتونو بیا د دې بمباریو- چې د سوریې په اووه کلن تشدد کې بې‎سارې ګڼل کېږي، د بندېدو غوښتنه کړې.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو تنظیموونکي پانوس مومځیس «Panos Moumtzis» پرون پنجشنبه وویل، دا بمبارۍ چې له یکشنبې ورځې راهیسې روانې دي، تر دې دمه ۳۷۰ کسان وژلي او له ۱۵۰۰ زیات کسان یې ټپیان کړي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم په سیمه کې د ټولو جنګي فعالیتونو د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، د دې سیمو اوسیدونکي داسې دي، لکه د ځمکې پرسر په دورخ کې چې اوسېږي.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل له اروپايي ټولنې غوښتي چې پر روسیه او ایران فشار زیات کړي، څو په سوریه کې تشدد پای ته ورسوي.

مېرمن مېرکل پرون پنجشنبه د پارلمان غونډې ته وویل، مسکو او تهران په دې مسئله کې ځانګړی مسؤلیت لري، ځکه چې دواړه د سوریې د دولتي ځواکونو ملاتړ کوي.

مېرکل: روسیه او ایران دې د سوریې پر حکومت فشار راوړي
مېرکل: روسیه او ایران دې د سوریې پر حکومت فشار راوړي

هغې زیاته کړه، د سوریې حکومت د ترورېستانو پرضد نه، بلکې د خپلو خلکو پر ضد جګړه کوي، ماشومان وژني او روغتونونه ویجاړوي.

مسکو په غوطه کې په روان حالت کې هر راز مسؤلیت رد کړی او د کرملېن ویاند ډيمیتري پیسکوف پرون وویل، د دې حالت مسؤلیت د هغو پر غاړه دی چې د ترورېستانو ملاتړ کوي، خو ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د پلرني ټاټوبي د مدافعینو د ورځې په مناسبت د روسیې امنیتي پرسونل ته په وینا کې په څرګنده د هغو سرتېرو ستاینه وکړه چې د سوریې په پوځي عملیاتو کې برخه اخلي.

ولسمشر ولادیمیر پوتین
ولسمشر ولادیمیر پوتین

ښاغلي پوتین وویل:

"غواړم د هغو کسانو د خدمت مننه وکړم چې د سوریې د عربي جمهوریت په قلمرو کې یې په محاربوي عملیاتو کې برخه اخېستې ده. زموږ سرتېري ډېر ښه روزل شوي او خپلې دندې هسې چې ورته ویل کېږي، سرته رسوي او په متانت او زړورتیا سره ترپایه جګړه کوي."

روسیې او ایران د سوریې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې د ولسمشر بشارالاسد له رژیم سره خورا زیاته مرسته کړې. مسکو په ۲۰۱۵میلادي کال کې د هوايي حملو د کمپاین په پیلولو سره د سوریې د جګړې لوری د اسد په ګټه بدل کړ.

په همدې حال کې روسي رسنیو راپور ورکړی چې مسکو دمشق ته د سو ۵۷ جټ الوتکو په ګډون نورې جنګي الوتکې استولي.

XS
SM
MD
LG