د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

مک‎مسټر: ایران په سوریه، یمن او عراق کې د نیابتي وسله‎والو په جوړولو لګیا دی


د امریکا د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکار «اېچ-ار» مک‎مسټر ویلي چې د ایران حکومت په سوریه، یمن او عراق کې د نیابتي وسله‎والو د یوې پیاوړې شبکې په جوړولو او مسلح کولو لګیا دی.

مک‎مسټر پرون شنبه د جرمني په مونیخ ښار کې نړیوال امنیتي کنفرانس ته وویل:

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار «اېچ-ار» مک‎مسټر
د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار «اېچ-ار» مک‎مسټر

"د خاصې اندېښنې وړ مسئله دا ده چې د نیابتي وسله‎والو د شبکې قابلیتونه د زیاتېدو په حال کې دي، دا ځکه چې ایران زیاتې تخریبونکې وسلې ورکوي، نو همدا یې وخت دی چې فکر کوو، د ایران پر ضد اقدام وشي."

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار «اېچ-ار» مک‎مسټر زیاته کړه:

"اوس، د دې وخت را رسېدلی چې د ایران او نړیوالو په «اټمي» موافقه کې جدي نیمګړتیاوو او د بې ثباتۍ زیاتولو لپاره د ایران هڅو ته چې د راکټي پروګرامونو پراختیا او په ټول منځني ختیځ کې له نیابتي ملېشه‎ډلو او ترورېستانو ملاتړ هم په کې شاملېږي، پام وشي."

د ایران ولسمشر حسن روحاني د فبرورۍ په شپږمه نېټه ویلي و چې د خپل راکټي پروګرام په اړه به له هېڅ چا سره خبرې ونه‎کړي.

روحاني وویل چې راکټي پروګرام یې له ځانه د دفاع لپاره فعالیت کوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د امریکا د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر سلاکار «اېچ-ار» مک‎مسټر پرون د مونیخ امنیتي کنفرانس ته په وینا کې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه رپوټونه ته هم اشاره وکړه او ويې ویل:

"سره له دې چې د بشارالاسد د رژیم مکرراً انکار کوي، په رپوټونو کې لیدل کېږي چې رژیم يې کیمیاوي وسلې استعمال کړي دي."

هغه پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د سوریې حکومت مسؤل وګڼي.

«اېچ-ار» مک‎مسټر وویل:

"په هغو رپوټونو او عکسونو کې چې خپاره شوي، واضح لیدل کېږي چې بشارالاسد د کیمیاوي وسلو استعمال ته دوام ورکړی. وخت یې را رسېدلی چې ټول هېوادونه د سوریې رژیم او ملاتړ کوونکي یې د هغوی د اعمالو په خاطر مسؤل وګڼي او د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د سازمان ملاتړ وکړی."

راکټي پروګرام یې له ځانه د دفاع لپاره فعالیت کوي.

خو د بشارالاسد حکومت د کیمیاوي وسلو د استعمال رپوټونه رد کړي دي.

د امریکا متحدو ایالاتو او د بشري حقونو د ملاتړ یو شمېر ادارو په وروستیو کې د سوریې پر حکومت تور پورې کړ چې په جګړه کې یې کلورین ګاز استعمال کړی دی.

هغوی وویل چې په ادلب او غوطه کې پر ملکي وګړو د کلورین ګاز چې وژونکی خاصیت لری، استعمال شوی دی.

د جرمني په مونیخ ښار کې نړیواله امنیتي غونډه د جمعې په ورځ د نړیوال امنیت د "کمزوري" وضعیت او د اټمي وسلو د پراختیا د ګواښ په اړه په بحثونو پېل شوه.

غونډې ته د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو مشران ورغلي دي.

د مونیخ د امنیتي کنفرانس مشر د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې نړۍ د "بین‎الحکومتي بحران" تر بریده رسېدلې او له "ترخه حقیقت" سره مخامخ ده.

XS
SM
MD
LG