د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۵

په مونیخ غونډه کې پر نړیوال امنیت او د اټمي وسلو د پراختیا پر ګواښ خبرې وشوې

د جرمني په مونیخ ښار کې نړیواله امنیتي غونډه پرون جمعه د نړیوال امنیت د "کمزوري" وضعیت او د اټمي وسلو د پراختیا د ګواښ په اړه په بحثونو پیل شوه.

د غربي هېوادونو او روسیې کمزوري اړېکې او په اوکراین کې روانه جګړه هم د مونیخ د نړیوال امنیتي کنفرانس د بحث له عمده مسئلو دي.

کنفرانس ته دنړۍ د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو مشران ورغلي دي.

د امنیتي کنفرانس په پېل کې، د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوترش د شمالي کوریا د اټمي فعالیت له امله نړیوالو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل چې نړۍ یو وار بیا د اټمي کړکېچ له ګواښ سره مخامخ ده.

انتونیو ګوترش
انتونیو ګوترش

انتونیو ګوترش زیاته کړه:

"د سړې جګړې تر پای ته رسېدو وروسته، موږ اټمي ګواښ، د یوه اټمي کړکېچ له ګواښ سره مخامخ یو! طبعاً، زما اشاره د شمالي کوریا د خلکو ډیموکراټیک جمهوریت د اټمي وسلو او د لېرې واټن وېشتونکو مزائیلو پراختیا ته ده، په ټوله کې، دا کار د نړیوالې ټولنې د غوښتنې خلاف او د امنیت شورا پر متعددو پرېکړه لیکونو څرګند تېری دی."

کنفرانس ته په وینا کې د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې پر شمالي کوریا "حد اکثر" فشار راولي او هغه هېواد اړباسي چې له خپلو اټمي هڅو لاس واخلي.

د هغه په وینا، د شمالي کوریا د دولت مشر، کېم یونګ اون د نړیوالو د غوښتنې خلاف، د داسې مزائیلو ازمویلو ته دوام ورکړی چې اټمي سروکي لېږدولائ شي.

ینس سټولټنبرګ زیاته کړه:

ینس سټولټنبرګ
ینس سټولټنبرګ

"شمالي کوریا د خپل اتمي پروګرام او د بالسټیک مزائیلو جوړولو د پروګرام پراختیا ته دوام ورکړی چې موږ ټولو ته ګواښ پېښوي، د شمالي کوریا مزائیل اوس، د ناټو د ټولو غړو هېوادونو خاورې ته رسېدلائ شي، پیونګیان د واشنګټن په پرتله، مونیخ ښار ته نېږدې دي نو له دې امله باید، موږ پر شمالي کوریا حد اکثر فشار راولو څو خپل اټمي پروګرام بند کړي."

شمالي کوریا د خپلو اټمي هڅو له امله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر شدیدو بندیزونو لاندې ده.

د ناټو عمومي منشي همدا راز د امریکا د ادعاوو په اړه چې وايي، روسیې د وسلو د کنټرول پر هغه تړون چې د سړې جګړې په پای کې شوی و، سرغړونه کړې، له مسکوه وضاحت وغوښت او ويې ویل چې روسیه باید له دې امله د ناټو اندېښنو ته ځواب ورکړي.

ینس سټولټنبرګ د اروپا د امنیت لپاره د ناټو تړون فعالیت ته اشاره وکړه او ویې ویل:

"ترانز اتلانتیک «تړون» تر ټولو پیاوړی، اغېزمن او داسې معتبر اتحاد دی چې نړۍ یې سارۍ نه دی لېدلی، ځکه، د اړتیا پر وخت موږ ټول تیار یو چې د خپل ګډ امنیت ټینګولو لپاره، هغه کار چې اړتیا یې ده وکړو."

د مونیخ د نړیوال امنیتي کنفرانس تنظیمونکو ویلي چې په روانه درې ورځنۍ غونډه کې، په نړۍ کې د اروپايي اتحادیې پر رول او له مسکو او واشنګټن سره د ټولنې د اړیکو پرڅرنګوالي هم خبرې کېږي.

د مونیخ د امنیتي کنفرانس مشر ویلي چې نړۍ د "بین الحکومتي بحران" تر بریده رسېدلې او له "سخت حقیقت" سره مخامخ ده ځکه ډېر بحرانونه لا نه دي حل شوي او کړکېچونه روان دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG