د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۸

ټرمپ د ایران او ۶ پیاوړو هېوادونو ترمنځ اټمي موافقه د اوس لپاره مني


د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پریکړه کړې چې پر ایران د هغو بندیزونو لېرې کولو ته دوام ورکړي چې له ایران سره په اټمي موافقه کې یې ژمنه شوې.

له دې سره به د ایران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو ترمنځ اټمي موافقه په خپل حال پاتې شي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې او بلومبېرګ خپرونې تېره شپه ناوخته د باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړ چې سپینه ماڼۍ په دې برخه کې د ولسمشر ټرمپ پریکړه ښايي نن اعلان کړي.

امریکا به د اوس لپاره د ایران له اټمي موافقې سره ژمنه پاتې شي.

د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، که څه هم ټرمپ به له ایران سره په اټمي موافقه کې د امریکا له ژمنې سره سم د ایران پر مرکزي بانک او د تېلو پر سکټور د بندیزونو د لېرې کولو په برخه کې د امریکا پر مکلفیتونو عمل وکړي، خو په عین حال کې غواړي چې پر ایران نور نوي بندیزونه ولګوي.

ښاغلي ټرمپ پرون ناوخته په سپینه ماڼۍ کې د خپل ملي امنیت د سلاکارانو له ټیم سره تر کتنې وروسته پرېکړه وکړه چې امریکا د اوس لپاره د ایران له اټمي موافقې سره ژمنه پاتې شي، خو د امریکا د خزانې وزیر سټیف منوچین پرون سهار وویل، دی فکر کوي چې ټرمپ ښايي پر ایران نوي بندیزونه ولګوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې ټرمپ ښايي همدا راز د امریکا کانګرس او خپلو اروپايي متحدانو ته نوی مهلت وټاکي چې یا له ایران سره اټمي موافقه د ده له خوښې سره سم تعدیل کړي کنه متحدایالات به له دې موافقې څخه ووځي.

د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي، ولسمشر ټرمپ چې له ایران سره د اټمي موافقې مخالف و او سخت انتقادونه یې پرې کول، له دې موافقې سره د امریکا د ژمنتیا په مسئله کې زړه نازړه و، خو د ده ګڼ شمېر نژدې همکارانو سپارښتنه کوله چې له دې تړونه دې نه وځي او همدا راز ټرمپ د امریکا د اروپايي متحدانو له‎خوا تر سخت فشار لاندې و چې دې موافقې ته درناوی وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره فدریکا موګریني
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره فدریکا موګریني

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فدریکا موګریني پرون پر ټولو ښکېلو اړخونو غږ وکړ چې د ایران اټمي موافقې ته درناوی وکړي.هغې وویل چې دا موافقه نتیجه ورکوي.

مېرمن موګریني چې په بروکسل کې د ایران او همدا راز جرمني، فرانسې او بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره تر خبرو وروسته خبرې کولې وویل، دا موافقه به خپل هدف ته چې د اټمي وسلې له جوړولو څخه د ایران راګرځول دي ورسېږي.

XS
SM
MD
LG