د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

نړۍ

د شمالي کوریا رهبر وايي د اټمي وسلو تڼۍ د ده پر مېز پرته ده

د شمالي کوريا رهبر وايي، هېواد يې دا وړتيا ترلاسه کړې چې په اټمي وسلو د امريکا د اصلي خاورې ټولې برخې وولي.

کېم جونګ-اون نن د نوي ميلادي کال په مناسبت په خپله ټلوېزېوني وينا کې وويل، د اټمي وسلو تڼۍ د ده پر مېز پرته ده:

"زموږ د نويو اټمي وسلو په محدوده کې ټول متحد ايالتونه راځي او اټمي تڼۍ تل زما پر مېز پرته ده. دا حقيقت دى، نه خبردارى."

د شمالي کوريا رهبر وويل، هېواد يې د اټمي ځواک کېدو لپاره پروسه بشپړه کړې ده او موږ بايد په ډله‎ييز ډول اټمي سروکي "سرګلولې" او باليسټيک ميزائيل توليد کړو او د هغوى پراختيا چټکه کړو.

کېم جونګ-اون وويل، دغه ډول وسلې به په هغه صورت کې وکاروي چې هېواد ته يې کوم خطر پېښ شي.

پر شمالي کوريا د دغه هېواد د اټمي او باليسټيک ميزائيلو د پروګرامونو له کبله په وروستيو کې بنديزونه لګول شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د امریکا دفاع وزیر اوکراین سره د هوایي مدافعې په برخه کې د مرستو غوښتنه وکړه

د امریکا د دفاع وزیر لوید اوسټین
د امریکا د دفاع وزیر لوید اوسټین

د امریکا د دفاع وزیر لوید اوسټین پرون د دې هېواد له شریکانو وغوښتل چې اوکراین ته نور د هوايي مدافعې پاټریوت ډوله توغندي ورکړي.

اوکراین څو ځلې د دافع هوا د نورو سیسټمونو غوښتنه کړې وه څو د روسیې د حملو پر وړاندې د خپلو ښارونو او عامه تاسیساتو د ساتنې لپاره کار ترې واخلي.

ښاغلي اوسټین پرون د استازو جرګې پوځي کمیټې ته وویل چې پنټاګون به له هغو هېوادونو سره چې پاټریوت ډوله سیسټمونه لري، تماسونو ته دوام ورکړي څو اوکراین ته نور پوځي ظرفیتونه ځانګړي شي.

د امریکا د دفاع وزیر د کوم ځانګړي هېواد نوم یاد نه کړ خو اسپانیا، یونان، جرمني، هالنډ، پولنډ او سویډن د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې د پاټریوټ دافع هوا سیسټمونه لري.

جان باس د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره لیدلي

په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مرستیال جان باس
په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مرستیال جان باس

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مرستیال جان باس په مشرۍ امریکايي پلاوي پرون په اسلام آباد کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر رحیم حیات قریشي سره وکتل.

په یوه بیان کې چې د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت پر ایکس پاڼه خپره شوې راغلي دي چې په امریکايي پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیزابت هورست او په اسلام آباد کې د امریکا سفیر ډونالډ بلوم هم شامل وو.

په بیان کې دا مذاکرات مثبت بلل شوي او زیاتوي چې د دواړو لورو د سوداګرۍ، پانګونې او سیمه ییز امنیت په برخو کې د اړیکو د پیاوړتیا لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.

د اوکراین ولسمشر د اروپا پر یووالي او ځواکمنتیا ټینګار وکړ

ولودمیر زلینسکي
ولودمیر زلینسکي

د اوکراین ولسمشر وايي، اروپا داسې څه نه ده چې په تبلیغات یې څوک پر خلکو وتپي یا یې خوندي وساتي، بلکې عملي کار غواړي.

ولودمیر زلینسکي پرون سې شنبه په اروپايي ټولنه کې د چک جمهوریت د غړیتوب د شلو کلونو پوره کېدو په مناسبت دا خبره، په یوه ویډیو کې وکړه.

هغه زیاته کړه: " زموږ اروپا، د ملتونو، ملیونونو متفاوتو انسانانو او ټولنو یو داوطلبانه اتحاد دی. دا د ملتونو تر شا د څو زبرځواکونو کومه دسیسه نه ده. اروپا داسې څه نه ده چې په تبلیغاتو یا تاوتریخوالي یې څوک پر چا وتپي یا یې خوندي کړي. دا هغه موضوع ده چې مسکو یې درک کول نه غواړي."

اوکراین له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د اروپايي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي او دا هڅې وروسته له هغې لا چټکې شوې چې روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړ او لا هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو محکمې اسراییل سره د جرمني د مرستو درولو په اړه د نیکارګوا غوښتنه رد کړه

د ملګرو ملتونو بیرغ
د ملګرو ملتونو بیرغ

د ملګرو ملتونو یوې محکمې، د نیکاراګوا هغه قانوني هڅه رد کړه چې په کې له جرمني غوښتنه شوې وه چې اسرائیل ته خپلې پوځي او نورې مرستې بندې کړي.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د خبر له مخې، د عدالت نړیوالې محکمې پرون بیا هم دا دوسیه کاملاً رد نه کړه او بیا به هم د دواړو لوریو استدلال اوري.

د نیکاراګوا حکومت په خپل قانوني شکایت کې ادعا کړې چې جرمني نه ده توانېدلی په غزې تړانګه کې د نسل وژنې مخه ونیسي.

احتمالاً دا پروسه به څو میاشتې وخت ونیسي.

د عدالت نړیوالې محکمې مخکې ویلي وو چې په غزې تړانګه کې د نسل وژنې د پام وړ خطر شته، هغه تور چې اسرائیل په کلکه رد کړی دی.

اسرائیل ویلي چې د ځان د دفاع لپاره یې عمل کړی دی.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر ایران ته په سفر ځي

رافایل ګروسي
رافایل ګروسي

ټاکل شوې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر، رافایل ګروسي راروانه اوونۍ ایران ته سفر وکړي.

د ایران نیمه دولتي اژانس مهر پرون سې شنبه اعلان وکړ چې ښاغلی ګروسي له راروانې دوشنبې تر چهارشنبې ایران ته ځي.
رافایل ګروسي به په اصفهان ښار کې د علومو او ټکنالوژۍ په نړیوال کنفرانس کې تر ګډون مخکې، په تهران کې له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي په فبروري میاشت کې ویلي وو چې په پام کې لري تهران ته د سفر پر مهال د دې ادارې او د ایران د حکومت ترمنځ اړیکو کې د رامنځته شويو درزونو په باب خبرې وکړي.

په امریکا کې د پاوربال په نوم د لاترۍ د ټکټ ګټونکي معرفي شول

ارشیف
ارشیف

په امریکا کې د پاوربال په نوم د لاترۍ د یو میلیارد او ۳۲۰ میلیون ډالرو د ټکټ ګټونکي پرون دوشنبې رسماً معرفي شول.

چینګ او دوان پن سایفن چې ښځه او مېړه دي او د هغوی یو دوست لایزا چاو د امریکا په اوریګان ایالت کې د پاوربال لاترۍ په مرکزي دفتر کې د دغې لاترۍ ګټونکي اعلان شول.

چینګ سایفن چې له لاوس څخه امریکا ته کډوال شوی او د اوریګان ایالت په بندري ښار پورټلند کې اوسي، د سرطان په ناروغۍ اخته دي.

هغه چې له اتو کالو راهیسې له دغې ناروغۍ سره مبارزه کوي، وایي چې دغه جایزه به یې ژوند بدل کړي.

هغه د خپلې کورنۍ لپاره د خوښۍ هیله کړې او ویلې یې دي چې په دغې لاترۍ سره به یې ژوند ښه شي.

نوموړي نه‌دي ویلي چې دومره ډېرې پیسې به په څه ډول لګوي، خو ویلي یې دي چې د خپلې درملنې لپاره به په یوه ښه ډاکتر ومومي او له خپلې مېرمنې سره په پام کې لري چې یو کور وپېري.

په ایران کې دیني عالمه او فعاله "صدیقه وسمقي" له زندانه خوشې شوه

صدیقه وسمقي
صدیقه وسمقي

په ایران کې دیني عالمه او مدني فعاله صدیقه وسمقي د ضمانت په بدل کې له زندانه خوشې شوه.

دا وروسته له هغه خوشې شوه چې د روانې میاشتې په لومړیو کې یې د روغتیايي وضعیت په اړه یې اندېښنې زیاتې شوې او د تهران له خطرناک ایوین زندان څخه روغتون ته انتقال شوه.

د مېرمن وسمقي د خوشې کېدو خبر پرون د اپرېل په ۲۹مه د امتداد په نوم د ټلګرام چینل ورکړ.

په خبر کې راغلي چې د نوموړې روغتیايي وضعیت په زندان کې په خرابېدو وو.

د آزادۍ راډیو د ایران څانګې راډیو فردا د وسمقي د خوشې کېدو خبر تایید کړی دی.

مېرمن وسمقي چې لیکواله هم ده، د تېر ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې په خپل کور کې ونیول شوه او وروسته بیا ایوین زندان ته ولېږل شوه.

صدیقه وسمقي د ایران د رژیم له منتقدانو وه.

هغې همداراز د ایران پر لوی مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌یي هم انتقادونه کول او نوموړی یې یو دکتاتور باله.

د اوکراین پر اودیسې د روسيې د برید له کبله لږترلږه ۵ کسان وژل شوي

د اوکراین په ساحلي ښار اودیسې کې د هري پاټر کلا چې د روسیې د توغندیز برید له کبله اور اخیستی دی.
د اوکراین په ساحلي ښار اودیسې کې د هري پاټر کلا چې د روسیې د توغندیز برید له کبله اور اخیستی دی.

د اوکراین په ساحلي ښار اودیسې کې د هري پاټر د کلا په نوم پر یوه ودانۍ د روسيې توغندويي برید لږترلږه پنځه کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

ویل کېږي په ټپیانو کې د سیرهي کیوالوف په نوم د یوه روس پلوه ګوند پخوانی وکیل چې په یاده یوه ودانۍ کې یې د حقوقو یو پوهنځي جوړ کړی و، هم شامل دی.

د اودیسې والي اولیه کیپر بیګا پر خپله ټلګرام پاڼه خبر ورکړی و چې په دې برید کې درې مېرمنې او یو نارینه وژل شوي، خو وروسته یې وویل چې د دې حملې له کبله یو بل سړی هم د مغزي سکتې په نتیجه کې مړ شوی دی.

کیپر زیاته کړه چې د ۳۲ تنه ټپيانو له ډلې ۲۵ تنه په روغتون کې دي چې په ډله کې یې دوه ماشومان هم شامل دي.

له دې برید وروسته په خپرو شویو ویډیويي تصاویرو کې د تور سمندرګي پر غاړه پرته د اروپا د ګوتیکې معمارۍ په سبک جوړه دا ودانۍ په داسې حال کې چې د اور په لمبو کې سوځي، لیدل کېده.

امریکا: د سایبر یو متخصص روسیې ته د جاسوسۍ په تور په ۲۱ کاله بند محکوم شو

د امریکا د ناسا ادارې تصویر
د امریکا د ناسا ادارې تصویر

د امریکا د عدلیې وزارت وايي د سایبر یو متخصص چې د لنډې مودې لپاره یې د متحدو ایالتونو د ملي امنیت په اداره کې کار کړی و، روسیې ته د جاسوسۍ د هڅې په تور پرون په څه باندې ۲۱ کاله بند محکوم شو.

د عدلیې وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې تورن جارح سیباستیان دالکې نومېږي، ۳۲ کلن دی او د ۲۰۲۲ کال تر جون میاشتې پورې یې د څه کم څلورو اوونیو لپاره د امریکا د ملي امنیت په اداره NSA کې کار وکړ، خو بیا یې ناڅاپه کار پرېښود.

محکمې ته د وړاندې شویو اسنادو له مخې دالکې هلته د کار پرمهال د امریکا د ملي امنیت اړوند محرم اسناد پرینټ کړي وو او وروسته یې یوه کس ته چې ده ته یې ځان د روسیې اجنټ معرفي کړی و، خو اصلا د امریکا د تحقیقاتو د فدرال ادارې یا FBI پټ مامور و، د ۸۵ زره ډالرو په بدل کې د دې اسنادو پلورل منلي وو.

حماس ډله: غزه کې د اوربند په اړه د اسراییلو پر طرحې غور کوو

غزه - ارشیف
غزه - ارشیف

فلسطینۍ حماس ډله وايي، د لسګونه برمته وو د خوشې کېدو په بدل کې په غزه کې د ۴۰ ورځني اوربند لپاره د اسراییل د طرحې په اړه غور کوي.

دې ډلې چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د تروریستي ډلې په توګه پېژني، دا کسان د تېرکال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو د برید پرمهال برمته کړي وو.

د حماس یوې سرچینې په قاهره کې له خبرو وروسته قطر ته د ستنېدو پرمهال د خپل نوم د نه ښودلو په شرط فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي چې د اسراییلو د وړاندیز په اړه به په خپلو کې بحثونه وکړي او سمدستي به یې ځواب ورکړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلېنکین ویلي دي چې د اسراییلو په طرح کې د اوربند شرایط خورا زیات سخاوتمندانه دي.

دا په داسې حال کې ده چې بېګا د غزې په رفح ښار کې د اسراییلو په حملو کې د فلسطیني چارواکو په وینا شاوخوا ۴۰ تنه فلسطینیان ووژل شول.

د غزې د ۲،۳ میلیونه وګړو نژدې نیمایي د جګړو له وېرې په رفح ښار کې پناه اخیستې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG