د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

نړۍ

روحاني د ایراني توغندیو په اړه خبرې له بحث او پوښتنې بهر بللي

د ایران ولسمشر حسن روحاني د دې هېواد د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو په اړه خبرې اترې له بحث او پوښتنې بهر بللې دي.

حسن روحاني پرون سې شنبه په تهران کې په یوه خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې د ایران د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو هدف هېڅکله تهاجمي نه‌دی او نه به وي.

ښاغلي روحاني وویل:

"زموږ توغندي زموږ د خپلې دفاع لپاره دي، دفاعي دي او هېڅکله زموږ توغندي د ډله‌ییزې وژنې د وسلو لپاره هم نه‌دي جوړ شوي، ځکه موږ اصلاً د ډله‌ییزې وژنې وسلې نه‌لرو او دا ډول اټمي او غیر اټمي وسلې ممنوع ګڼو، نو په همدې اساس موږ په دې برخه کې له چا سره خبرې اترې نه‌لرو."

د فرانسې خبري اژانس د ښاغلي روحاني له خولې وايي چې د واشنګټن او ایران ترمنځ د ستونزو د هواري کیلي د واشنګټن په لاس کې ده چې د نوموړي په وینا، امریکا باید له ګواښ، بندیزونو او فشار څخه لاس واخلي.

د ایران ولسمشر همدارنګه د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو ترمنځ په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د شوي اټمي تړون په اړه بیا ځلي خبرې اترې هم رد کړې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

هندوستان په شل اوریزو سیالیو کې سویلي افریقا ته ۲۸۳ منډې هدف ورکړ

د هند کرکټ ملي لوبډله.
د هند کرکټ ملي لوبډله.

د هندوستان او کوربه سویلي افریقا ترمنځ د څلورو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ سیالي هم پیل شوې ده چې هندۍ لوبډلې لومړۍ پاڼۍ ولوبوله او ۲۸۳ منډې یې وکړې.

په‌‌‌‌‌دې سیالۍ کې یوازې یو هندی توپوهونکی وسوځېد، خو تیلک ورما او سنجو سمسون په روانې لوبلړۍ کې د دویم ځل لپاره سلیزې ووهلې، ورما په ۱۲۰ منډو او سمسون په ۱۰۹ منډو ناسوځېدلي پاتې شول.

تر دې وړاندې د لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې سنجو سمسون ۱۰۷ منډې کړې وې، خو تیلک ورما بیا په درېیمې سیالۍ کې په ۱۰۷ منډو ناسوځېدلی پاتې و.

د دې لوبلړۍ دوه سیالۍ هندوستان او یوه سویلي افریقا ګټلې ده او څرګنده به شي چې په وروستۍ لوبه کې سویلي افریقا کولای شي ورکړل شوی هدف پوره کړي یا نه.

اوکراين د روسيې پر جنوبي سيمو د بې‌پيلوټه الوتکو بريدونه کړي

اوکراین د روسیې پر پوځي تاسیساتو لکه د تېلو پر ډیپو او هوايي ډګرونو د حملې لپاره له بې‌پیلوټه الوتکو کار اخلي.
اوکراین د روسیې پر پوځي تاسیساتو لکه د تېلو پر ډیپو او هوايي ډګرونو د حملې لپاره له بې‌پیلوټه الوتکو کار اخلي.

د روسیې د جنوبي سیمې کراسنودار چارواکي وایي، اوکراین نن جمعه د دې سیمې پر مختلفو برخو د بې‌پیلوټه الوتکو پراخ بریدونه وکړل.

د دې سیمې والي وینیامین کوندراتیف پر ټلېګرام چینل ولیکل چې، د اوکراین په بریدونو کې د کریمسک او کراسنوارمیسک سیمې په نښه شوې وې، چې د هغه په خبره له مالي زیان پرته یې چاته مرګ‌ژوبله نه‌ده اړولې.

د اسټرا په نوم ټلېګرام چینل راپور ورکړ چې، په برید کې د کریمسک هوایي اډه چې د ښار شمالي برخې ته نژدې پرته ده او روسي ځواکونه ورڅخه د اوکراین پر جنوبي برخې د بریدونو لپاره کار اخلي، په نښه شوې ده.

اوکراین تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په عین‌حال کې د روسیې دفاع وزارت ویلي، د هوایي مدافعې سیسټم یې نن د کریمیا ټاپووزمې پر سر چې روسیې اشغال کړې، د اوکراین ۵۱ بې‌‌‌پیلوټه الوتکې راغورځولې دي.

دې وزارت همدارنګه ویلي، ۳۶ نورې بې‌‌‌‌‌‌‌پیلوټه الوتکې یې د کراسنودار د سیمې پرسر ویجاړې کړې دي.

د روسیې پر جنوبي سیمو نن د اوکراین د پراخو بریدونو په اړه راپورونه لږ وروسته له هغې خپرېږي چې، روسیې د تور سمندرګي په غاړه د اوکراین پر لوی ښار ادیسه پراخ بریدونه وکړل.

د روسیې د بې‌‌‌‌‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په دغو بریدونو کې د یوې ښځې د وژل کېدو او لږ تر لږه لسو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

لبنان کې د اسراييلو د يو بريد په پايله کې د مدني-دفاعي مرکز ۱۲ کارکوونکي وژل شوي

پر لبنان د اسراييل بريد
پر لبنان د اسراييل بريد

د لبنان د روغتیایي او د ژغورنې د چارواکو په وینا د بعلبک ښار په ختیځه برخه کې پر مدني دفاعي مرکز د اسراییل په یوه هوایي برید کې د دې مرکز د ژغورنې لږ تر لږه دولس کارکونکي وژل شوي دي.

تر دې برید څو ساعته مخکې د سوریې دولتي رسنۍ وویل چې، پر پلازمېنه دمشق او شاوخوا سیمو یې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.

د لبنان د بېړنیو چارو ادارې په یوه بیان کې وویل، ژغورونکو پرون پنج‌شنبې تر ماښام ناوخته پورې هڅې کولې چې خپل نور همکاران چې د نړېدلو ودانیو تر خاورو خښتو لاندې بند دي، راوباسي.

په دغه برید کې د ياد مدني دفاعي چارو د مرکز د درې کارکونکو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د اسراییل پوځ تر اوسه د دغه برید په اړه څرګندونې نه‌دي کړي.

د لبنان روغتیا وزارت دغه برید غندلی او هغه یې د دې هېواد پر دولتي روغتیایي مرکز یو وحشیانه برید بللی دی.

د اسوشیتید پرس خبري اژانس د راپور له‌مخې تر دې برید مخکې د سوریې دولتي رسنۍ وویل، اسراییل د سوریې د پلازمېنې دمشق په لوېدیځ کې پر مزه او د مشق په څنډه کې پر قدسیه سیمو لږ تر لږه دوه هوایي بریدونه وکړل، چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه پنځلس کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

ايلون ماسک په ملګروملتونو کې د ايران له سفير کتلي دي

ملګروملتونو کې د ايران سفير سعيد ايرواني او ايلون ماسک
ملګروملتونو کې د ايران سفير سعيد ايرواني او ايلون ماسک

ایلون ماسک چې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ نژدې متحد دی، د واشنګتن او تهران ترمنځ د شخړو د کمېدو په نیت په ملګروملتونو کې د ایران له سفیر سره کتلې دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون د یوې ایرانۍ سرچینې په وینا راپور ورکړ چې، امریکایي میلیارډر ایلون ماسک د نومبر په یوولسمه په ملګروملتو کې د ایران له سفیر سره څه باندې یو ساعت په یوه پټ ځای کې لیدلي دي.

دې ایرانۍ سرچینې چې ورځپاڼې یې نوم نه‌‌‌دی اخیستی، دا خبرې مثبتې ارزولې دي.

تر اوسه واک ته د ټرمپ د لېږدېدو ټیم او په ملګروملتونو کې د ایران استازولۍ دا غونډه نه‌‌‌ده تایید کړې.

د فرانس پریس اژانس په باور، که چېرته دا خبرې شوې وي، دا د دې څرګندونه کوي چې ډونالډټرمپ له ایران سره د ډیپلوماسۍ په برخه کې جدي دی او دا د ټرمپ په نوې اداره کې د ټسلا د شرکتونو او سپیس ایکس د څښتن ایلون ماسک د نفوذ بله نښه ده.

ټاکل شوې جوبايډن سبا د چين له ولسمشر سره وګوري

د چين او امريکا ولسمشران
د چين او امريکا ولسمشران

د امریکا د متحدایالتونو ولسمشر جوبایډن به سبا په پيرو کې د یوې نړیوالې سرمشریزې په څنډه کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره خبرې وکړي.

دا لیدنه کتنه په‌داسې وخت کې ترسره کېږي چې پېکېنګ دې ته تیاری نیسي چې سپینې ماڼۍ ته بیا ډونالډ ټرمپ ستنیږي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وویل، د دواړو ولسمشرانو لیدنه کتنه به په پلازمېنه لیما کې د اسیا-پسفیک د اقتصادي همکارۍ د سرمشریزې په څنډه کې وشي.

د انتخاباتي کمپاین پرمهال ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې وه چې، پر ټولو چینایي وارداتو به شپېته فیصده تعرفه ولګوي.

اسراييل سوريه کې د استوګنې پر دوو ودانيو بريد کې ۱۵ کسان وژلي

سوريه کې يوه ودانۍ چې اسراييلو بريد پرې کړی
سوريه کې يوه ودانۍ چې اسراييلو بريد پرې کړی

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا خبر ورکړی، چې د پلازمېنې دمشق په دوو ساحو کې د استوګنې پر دوو ودانیو د اسرايیل په حملو کې ۱۵ کسان وژل شوي او څو تنه نور ټپيان شوي دي.

د راپور له‌‌‌مخې یوه ودانۍ په المزه او بله د دمشق په لوېدیځه ساحه قدسایا کې پرتې دي.

بل لوري ته د اسرايیل پوځ خبر ورکړی، چې په دمشق کې یې د حملو هدف د "اسلامي جهاد" په نوم د فلسطینیانو د ملېشه ډلې جدایدادونه وو.

اسرايیل له کلونو راهیسې په سوریه کې په ایران پورې تړلي اهداف په نښه کوي، خو د تېر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې چې پر اسرايیل د حماس ډلې حمله په غزه کې د اسرايیل او حماس ډلې ترمنځ د جګړې سبب شوه، اسرايیل له هغې راهیسې دا ډول بریدونه زیات کړي دي.

د امریکا متحدایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.

امريکايي او پولنډي چارواکو د پولنډ په شمال کې د توغنديو دفاعي سيستم پرانيست

د توغنديو دفاع سيستم
د توغنديو دفاع سيستم

امریکايي او پولنډي چارواکو د پولنډ په شمال ریژیکوو کې د توغندیو هغه دفاعي ځای پرانیست چې له اوږدې مودې یې تمه کېده او روسیې ورسره مخالفت کړی و.

د متحدایالاتو په تاسیساتو کې چې د ناټو د دفاع یوه برخه ده، د سمندري ځواکونو د ایګیس ایشور Aegis Ashore په نوم سیسټمونه ځای پرځای شوي، چې کولای شي بالسټیک توغندي د توغول کېدو په لومړیو مرحلو کې کشف، تعقیب او ویجاړ کړي.

په اروپا کې دا ډول لومړي تاسیسات په ۲۰۱۶م کال کې د ناټو په غړې رومانیا کې فعال شول.

دغه اډه چې په ۲۰۰۹ کال کې اعلان شوه په لومړي سرکې د ایران د بالستیکي توغندیو د ګواښونو په وړاندې د اروپا د خوندي کېدو په هدف پلان شوې وه.

پولنډي چارواکو په خپله خاوره کې د توغندیو د دفاعي سیسټم ځای پر ځای کېدل یو تاریخي اقدام بللی دی.

خو روسیې، چې له اوږدې مودې راهیسې یې هغه د خپل امنیت لپاره ګواښ بللی او په وړاندې یې مخالفت څرګند کړی، پرون چهارشنبې وویل چې، د دغې اډې پرانیستل د برابرۍ د تضمین لپاره اقداماتو ته اړتیا لري.

اوکراين د روسيې د ۲۱ بې‌پيلوټه الوتکو د شنډولو خبر ورکړی

د اوکراين د هوايي دفاعي سيستم له‌خوا د روسيې د يوې بې‌پيلوټه الوتکې د ايستل کېدو انځور
د اوکراين د هوايي دفاعي سيستم له‌خوا د روسيې د يوې بې‌پيلوټه الوتکې د ايستل کېدو انځور

د اوکراین هوايي ځواک وايي، نن پنج‌شنبې سهار وختي د دغه هېواد د هوايي مدافعې سیستم له هغو ۵۹ بې‌‌‌پیلوټه الوتکو څخه ۲۱ یې ویشتلي چې، د روسیې له‌خوا په اوکراین کې د هدفونو د په نښه کولو لپاره کارول شوې وې.

د اوکراین د هوايي ځواک په وینا، د روسیې ۳۸ نورې بې‌‌‌پیلوټه الوتکې وروسته له هغې په سیمه کې ویجاړې شوې چې د لارښود سیستم یې د اوکراین د الکترونیکي جنګي وسایلو په وسیله شنډ شو.

د اوکراین د ختیځې سیمې دونیڅک څارنوالۍ په يوه جلا اعلامیه کې ویلي، په تېرو ٢٤ ساعتو کې د دې سیمې په ختيځ کې د شيوچينکو په کلي کې د روسي ځواکونو په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي.

په عین‌‌‌حال کې د روسیې د دفاع وزارت ویلي، نن سهار (د نومبر ۱۴مه) د دغه هېواد هوايي دفاع ځواکونو د کورسک او بلګرود سیمو په هوايي حریم کې د اوکراین دوه بې‌‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

غزه کې د اسراييل د بريد پر مهال درې ماشومان وژل شوي

پر غزه د اسراييلو بريد
پر غزه د اسراييلو بريد

د غزې په شمالي برخه کې پرون چهارشنبې پر یوه کور د اسراییل په یوه هوایي برید کې د یوې کورنۍ درې ماشومان وژل شوي دي.

د اسوشیتید پرس خبري اژانس د راپور له‌مخې ډاکټرانو د وژل شویو ماشومانو عمرونه شپږ او له شپږو کلونو کم ښودلي دي.

اسراییلي ځواکونو له تېرې یوې میاشتې راهیسې د غزې تړانګې په تر ټولو لیرې شمالي سیمو کړۍ تنګه کړې.

پوځ ویلي چې په‌دې سیمو کې د حماس چې امریکا او اروپایي اتحادیه یې د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني، وسله‌وال بیا منسجم شوي دي.

په عین‌حال کې د لبنان روغتیا وزارت وویل، پرون چهارشنبې د بیروت په جنوب کې د هستوګنې پر یوې ودانۍ د اسراییل د هوایي برید په نتیجه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او پنځلس نور ټپیان دي.

اسراییلي ځواکونو د حماس ملاتړې د لبنان پر حزب‌الله ډلې چې امریکا هغه یوه تروریستي ډله بولي او اروپایي اتحادیې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې، په‌دې وروستیو کې حملې زیاتې کړي چې د پوځ په وینا په ترڅ کې یې د دې ډلې د جګپوړو مشرانو په ګډون په سلګونو غړي وژل شوي دي.

د لبنان روغتیا وزارت د اسراییل په بریدونو کې تر دې دمه له ۳۲۰۰ څخه د زیاتو کسانو د وژل کېدو او له ۱۴ زرو او ۲۰۰ څخه د زیاتو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

په غزه کې هم د روغتیایي چارواکو په وینا د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۴۳ زره کسانو لوړ شوی دی.

د پاکستان پوځ په بېلابېلو سيمو کې د ۱۲ وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړی

پاکستاني پوځيان
پاکستاني پوځيان

د پاکستان پوځ وایي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې، په دوه شخړو او بېلابېلو عملیاتو کې ۱۲ وسله‌وال مخالفان وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له‌مخې لیکلي چې، څلور وسله‌وال پرون چهارشنبه د بلوچستان ایالت په کچ سیمه کې ووژل شول.

بلوچستان کې دغه وسله‌‌‌وال مخالفان څو ورځې وروسته تر هغه وژل کېږي چې یوه ځانمرګي بریدګر په کوټه کې د ریل‌ګاډي په یوه تم‌ځای کې لږ تر لږه ۲۶ تنه ووژل او څه باندې ۶۰ نور یې ټپيان کړل.

د بلوڅ بېلتون غوښتونکو یوې ډلې "د بلوڅ ازادۍ غوښتونکي پوځ" د هغه برید مسوولیت ومانه.

د پاکستان پوځ په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي، ځواکونو یې چهارشنبه په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو پر یوه پټن‌‌‌ځای برید کړی چې هلته هم د د دوی په وینا ۸ وسله‌‌‌وال وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

تحریک طالبان پاکستان په‌‌‌دې وروستیو کې د پاکستان دننه د ګڼ‌شمېر بریدونو مسوولیت منلی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG